ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند دېشو ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځی نشته

9 Jun 2024 - 18:49
9 Jun 2024 - 18:49

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د هلمند د دېشو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځي نه دی جوړ شوی او زیاتوي چې دوی له لسګونو کلونو راهیسې له زده‌کړو محروم پاتې دي.

د ۱۳۹۸ لمریز کال د احصايي له مخې د هلمند د دیشو ولسوالۍ په کلیو کې  ۲۹،۷۷۶ وګړي ژوند کوي.

د هملند په سوېل کې د دېشو ولسوالۍ د مرکزي سیمې یوه اوسېدونکي او دیني عالم مولوي احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې له تېرو پنځو لسیزو راهیسې هیڅ ښوونځی نه دی جوړ شوی.

نوموړی وايي، د مخکني حکومت پرمهال یې ولسوالۍ کې د درېیو ښوونځيو جوړېدو چارې پیل شوې وې چې لا هم نیمګړې پاتې دي.

هغه وویل: «زمونږ په ولسوالي کې هیڅ ښوونځی نشته، یوازي د تېر جمهوري نظام پرمهال درې مکتبونه منظور شوي، هغه هم ۳۰ سلنه کارونه یې شوې، بیا نه کار ورباندي شوی او نه زده‌کړي په‌کې کېږي.»

ورته مهال، د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی اخترمحمد وايي: «زمونږ ولسوالۍ چې جوړه شوې ده، مکتب نه دی ورته جوړ شوی، مخکې یو څو محلي ټولګي جوړ شوي وو، هغه هم یو څو میاشتې وو بیرته بند شول.»

دغه راز، د عبدالکریم په نوم د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی هم وایي، د ښوونځیو نشتون له امله د خپلو ماشومانو راتلونکې ته اندېښمن دی.

هغه وویل: «ماشومان مو له زده‌کړو محرم پاتې او راتلونکي ته یې اندېښمن یم، له اسلامي‌امارته مو غوښتنه دا ده چې زموږ په ولسوالۍ کې دې ښوونځي جوړ کړي، دیني مدرسې دې راته جوړې کړي چې زمونږ ماشومان هم د تعلیم په ګاڼه سمبال شي او راتلونکی یې روښانه شي.»

په همدې حال کې د دېشو ولسوالۍ مرستیال ملا جمعه‌ګل جانان وایي، د دېشو ولسوالۍ خلک د ښوونځيو او دیني مدرسو نشتون ترڅنګ ګڼ شمېر نورې ستونزې هم لري چې باید پاملرنه ورته وشي.

هغه وایي: «دلته خلک د روغتیا برخه کې یو لړ ستونزې لري، دغه راز دیني مدرسو او ښوونځیو ته اړتیا ده، موږ دغه وړاندیزونه ولایت مقام ته کړي دي او تمه شته چې دې ستونزو ته به رسېدنه وشي.»

همدارنګه د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین هم مني چې دېشو ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځی نشته او اوسېدونکي یې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د یاد ریاست رییس مولوي محمدعوض انصاري وایي: «دېشو ولسوالۍ کې ښوونځی نشته، د هلمند ولایت په ځنیو ولسوالیو کې د اقراء پروګرام له لارې د تېرې ادارې پرمهال د ځینو ښوونځيو رغول پيل شوي وو چې هغه پروژې نیمه‌کاره پاتې دي، د دېشو ولسوالۍ د اوسېدونکو دغه ادعا پر ځای ده چې هلته دوی عصري زده‌کړو ته لاس‌رسی نه‌لري، دا یوازې دېشو ولسوالي نه‌ده، بلکې د هلمند ځینې نورې لرې پرتې ولسوالۍ هم له عصري زده‌کړو بې‌برخې دي.»

نوموړي زیاته کړه، دغه ولایت لپاره شل نوي ښوونځي منظور شوي چې نږدې راتلونکې کې به یې د جوړېدو چارې پيل شي او په خبره یې چې هره ولسوالۍ کې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په مرسته هم یو – یو ښوونځی جوړ شي.

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version