ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د دېشو خلک: د خانشین پر سیند پل نشته، لښکرګاه ته تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ یو

د هلمند د دېشو خلک: د خانشین پر سیند پل نشته، لښکرګاه ته تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ یو

author avatar
19 Jun 2024 - 10:02
د هلمند د دېشو خلک: د خانشین پر سیند پل نشته، لښکرګاه ته تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ یو
author avatar
19 Jun 2024 - 10:02

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د هلمند د دېشو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، مرکز لښکرګاه ته هیڅ ډول لار نه لري او غوښتنه کوي چې د خانشین ولسوالۍ پر سیند دې پل ورته جوړ شي.

د هلمند ولایت د دېشو ولسوالۍ د مرکزي سیمې یوه اوسېدونکي محمدعیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، له مرکز لښکرګاه سره د مستقیمې لارې نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زیاتوي، که د خانشین ولسوالۍ پر سیند ورته پل جوړ شي، ستونزې به یې کمې شي او ناروغان به یې پر وخت تر روغتونه رسېږي.

هغه وویل، دوی اوسمهال د یوې کوچنۍ کښتۍ په واسطه له یاد سیند څخه تېریږي.

نوموړي زیاته کړه: «د دېشو ولسوالۍ له لارې د بهرامچې او نیمروز خلک هم تګ راتګ کوي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي، که چېرې بېړني ناروغان ولرو اکثره وخت کښتۍ خرابه وي، ناروغان مو ساه ورکوي او مسافر هم په ساعتونو ساعتونه دلته په انتظار ولاړ وي.»

دغه راز، د دې سیمې یو بل اوسېدونکی محمدامین وايي، د پل نشتوالي له امله په ټوله ولسوالي کې هیڅ بازار نشته او په خبره یې چې د اړتیا پر مهال باید د کښتۍ په واسطه له سینده تېر او مرکز لښکرګاه ته ولاړ شي.

هغه وویل: «بازار نه‌لرو؛ ځکه هر څه له کښتۍ سره تړلي دي، کښتۍ هم پیسې غواړي هر شی چې راوړو، بیه یې یو په دوه لوړيږي، که چېرې پل راته جوړ شي، هم به مو د بازار ستونزه حل شي او هم به مو ناروغان پر وخت تر مرکزه رسول کېږي.»

ورته مهال، په دې ولسوالۍ کې یو هټۍ‌وال قدرت‌الله وايي: «د پل نشتون له امله موږ ته هر شی ګران تمامېږي، د بېلګې په توګه، که کرایه ۱۰ افغانۍ وي، موږ چې دلته یې راړو، ۵۰ افغانۍ راڅخه اخیستل کېږي.»

په همدې حال کې د دېشو د ولسوال مرستیال ملا جمعه‌ګل جانان هم غوښتنه کوي چې د دې ولسوالۍ خلکو ته د دې د خانشین ولسوالۍ پر سیند پل جوړ شي.

نوموړي وویل: «که دغه پل جوړ شي، د فراه، نیمروز او بهرامچې خلکو لپاره به ډېره اساني رامنځته شي او د دې ولسوالي بازار به هم جوړ شي.»

بل لور ته بیا، د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وايي، تمه لري چې ډېر ژر به د دېشو ولسوالۍ د خلکو ستونزو ته رسېدنه‌ وشي.

هغه زیاته کړه: «د هلمند والي د ولایت ځینو ولسوالیو ته سفرونه کړي، دېشو او خانشین ولسواليو کې په ځینو برخو کې کار شوی او ځیني نور کارونو چې لوړپوړو مسوولینو پورې اړوند دي، هغو ته وړاندیزونه شوي، امید شته چې د پل او دې ته ورته نورې ستونزي به هوارې شي.»

دېشو د هلمند سوېل ته په ۲۵۰ کلیومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې څه موده وړاندې یې خلکو شکایت کړی و چې په ټوله ولسوالۍ کې یو ښوونځي هم نه‌لري.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.