کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وایي چې د کابل ښار اړوند د بېلابېلو ښوونځیو د ۳۳ لوبډلې ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زدهکړو رییس مولوي محمدرحیم ایوب، مسوولینو، د ښوونیزو ناحیو یو شمېر امرینو او لوبغاړو ګډون درلود.
سرچینې ویلي، یادې سیالۍ پرون د کابل ښار د اړوند بېلابېلو ښوونځیو د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د حبیبې عالي لېسې په لوبغالي کې پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام ولري.
دغه وزارت زیاته کړې، ورته مهال د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زدهکړو رییس د ورزش د ګټو په اړه خبرې وکړې او د ځوانانو ترمنځ یې د ورزش ودې په موخه د یاد وزارت د پلانونو په اړه ګډونوالو ته توضیحات ورکړل.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پای کې به له لومړۍ څخه تر درېیم مقام ګټونکو لوبډلو ته جایزې او د اتلولۍ جامونه ورکړل شي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن