کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا په لکيمروت کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوه افسر په ګډون اووه پاکستان پولیس وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.
د مشال راډیو راپور له مخې، دغه چاودنه پرون د ملکيمروت اړوند سلطانخېلو سيمه کې د امنیتي کسانو یوې پوستې ته څېرمه شوې ده.
راپور کې راغلي چې له چاودنې وروسته د وسلهوالو او پوځيانو ترمنځ نښته هم شوې چې په پایله کې یې لږ تر لږه یو سرتېری ژوبل شوی دی.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن