کندوز (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د کندوز ځايي مسوولین د شماللوېدیځ زون ولایتونو کې د ټکسي موټرو رنګ بدلولو پروسې د پیل خبر ورکوي او زیاتوي، ټاکل شوې چې په دغو ولایتونو کې شپږ زره ټکسي موټر رنګ شي.
د کندوز د ترافیکو مدیریت د جوازسیر مسوول عبدالقیوم ابراهیمي په بغلان، کندوز، سمنګان، تخار او بدخشان کې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو خبر ورکوي.
هغه وايي، له یوه خصوصي شرکت سره د تړون له مخې ټاکل شوې چې د یادو ولایتونو شپږ زره ټکسي موټر فیروزهیي رنګ شي.
هغه وویل: «هغه ټکسيانې چې په شماللوېدیځ زون کې فعالیت کوي، شمېر یې څه باندې ۶ زره دی، تر اوسه مو څلور سوه ټکسيانې رنګ کړې، هڅه کوو چې ټولې رنګ کړو.»
بلخوا، د کندوز امنیتي او ترانسپورټي مسوولین د یادې پروسې پلې کېدا د عوایدو په ډېرېدو او جرمونو کمېدو کې اړینه وبلله.
د کندوز امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمدرحیم ذوالفقار په دې اړه داسې وايي: «د ټکسیانو رنګ بدلول د امنیت په ټینګښت کې ډېر اړین دي، هغه خلک چې خلافکاره دي او له موټرو ناوړه ګټه اخلي، مخه یې نیول کېږي او د جرمونو کچه راټیټېږي.»
د کندوز د ترانسپورټ رییس محمدحسین فاتح وايي: «دا روښانه ده، هغه موټر چې قانوني دي، نه شي تښتېدلی او د عوایدو په ډېرېدو کې ښه رول لري، په نږدې راتلونکي کې د ترانسپورټي محصول تحویلولو سیسټم برېښنايي کېږي او هر موټرلرونکی به محصول د بانکي کارت له لارې ورکوي.»
ورته مهال، یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې یاده پروسه د لیني او شخصي موټرو د تفکیک لپاره مهمه ده.
یو موټرچلوونکی حفیظالله په دې اړه وايي: «دا پروسه ډېره ښه ده، د جرمونو کچه کمېږي، موټر له هر اړخه بایومټریک کېږي.»
د نېکمحمد په نوم یوه بل موټرچلوونکي وویل: «موټر چې رنګ شي، هم زموږ لپاره ښه دی او هم د مسافرو لپاره؛ پخوا به هر چا په هر موټر کې مسافر وړل راوړل.»
دا په داسې حال کې ده چې د ټکسي موټرو د رنګ بدلولو پروسه له کابله پيل شوې او په دې وروستیو کې یو شمېر نورو ولایتونو ته هم غځېدلې ده.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن