غزني ښار (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د غزني ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت دوو ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
په دې اړه د قرهباغ ولسوالۍ پوهنې امر مولوي فضلعمر فیضي پژواک ته وویل چې د دې ولسوالۍ په سپین کارېز او برلي سیمو کې د شهید قاري عبدالله او شهید کرامالدین منځنیو ښوونځیو ته د ودانۍ جوړولو چارې نن پيل شوې.
ده وویل، د شهید قاري عبدالله ښوونځی په ۱۱ جریب ځمکه کې جوړېږي چې ۱۲ درسي خونې، یوه اداري خونه، د احاطي دېوال، تشنابونه، د څښاک اوبه او د لمریزې برېښنا سیسټم به ولري.
دغه راز، هغه زیاته کړه چې د شهید کرامالدین منځنی ښوونځی په درې جریب ځمکه کې جوړېږي چې شپږ درسي خونې، یوه اداري خونه، د احاطي دېوال، تشنابونه، د څښاک اوبه او د لمریزې برېښنا سیسټم به ولري.
ده وویل چې د یادو ښوونځیو پر جوړولو ۱۹ میلیون افغانۍ لګول کېږي او چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړه، د یادو ښوونځیو مالي لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندق (یونیسف) ورکوي او چارې یې د ماپو موسسې له خوا مخته وړل کېږي.
بل لورته خلک هم د دغو پروژو تطبیق ته خوښ دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي حاجي ماهګل پژواک ته وویل چې د دوی د سیمې ښوونځي ودانۍ نه لري خو اوس ورته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
هغه وايي چې ښوونځي ته د ودانۍ له جوړېدو سره به زدهکوونکو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د غزني په یو شمېر نورو سیمو کې هم ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې دي.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن