ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

محمدنبي د شل‌اوریزو لوبو الراونډرانو کې لومړی ځای خپل کړ

محمدنبي د شل‌اوریزو لوبو الراونډرانو کې لومړی ځای خپل کړ

author avatar
12 Jun 2024 - 15:25
محمدنبي د شل‌اوریزو لوبو الراونډرانو کې لومړی ځای خپل کړ
author avatar
12 Jun 2024 - 15:25

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او پخوانی لوبډلمشر محمدنبي د شل‌اوریزو لوبو د الرونډرانو نوملړ کې لومړی ځای خپل کړ.

د کرکټ نړۍوالې شورا نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د ۲۰۲۴ کال په شل‌اوریز جام کې د افغانستان له نه ماتېدونکي پیل سره د دوی یو الراونډر په لومړي مقام راغلی دی.

سرچینې ویلي، محمدنبي په ګیانا کې د نیوزلېنډ پر وړاندې په وروستیو دوو ویکټو اخیستو سره د الراونډرانو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی.

په دې درجه‌بندۍ کې د اسټرالیا سټونېس په دویم او د سریلانکا لوبغاړی وینډو حسرنګا بیا درېیم ځایونه خپل کړي دي.

محمدنبي له دې مخکې د شل‌اوریزو لوبو الراونډرانو درجه‌بندۍ کې په درېیم مقام کې و.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.