کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د جلالاباد ښار بزازۍ چوک کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه تایید شوه.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه چې تېره ورځ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې پر وړاندې شوو یو شمېر طرحو بحث وشو.
سرچینې زیاته کړې، غونډې ته د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند موريچاق کلي ته د برېښنا رسولو، په جلالاباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې او په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو طرحې وړاندې شوې.
سرچینه زیاتوي، په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د جلالاباد ښار بزازۍ چوک کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه.
د سرچینې په حواله، د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند موريچاق کلي ته د برېښنا رسولو او په هرات ولایت کې د بام هرات تفریحي کمپلېکس جوړولو د طرحو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نظرونو ته په پاملرنې دې د طرحو وړاندې کوونکو له شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو ارزونې په موخه ناستې وکړي او راپور دې یادې کمېټې ته وړاندې کړي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن