کابل (پژواک ٢٤ غبرګولی ١٤٠٣): له ماشومانو د ملاتړ صندوق، افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو پر ځنډ – چې زر ورځې يې پوره شوي- اندېښنه ښودلې ده.
د یونسیف اجرايي مدیر کاترین راسل ویلي چې د یو عشاريه پنځه میلیون نجونو لپاره دغه محرومیت نه یوازې د هغوی د زده کړو له حق څخه سرغړونه ده، بلکې فرصتونه یې کموي او رواني حالت يې زیانمنوي.
هغه زیاتوي چې د ماشومانو په تېره نجونو حقونه باید د سیاست قرباني نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت چارواکو بیا بیا ویلي چې د نجونو پر زده کړو محدویت دایمي نه دی او ياد ښوونځي به د شرایطو په برابرېدو سره د نجونو پر مخ پرانستل شي.
خو د چارو ځينې شنونکي نیوکه کوي چې په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې باید دغه ستونزه حل شوې او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شوې وای.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن