ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو شمېرې

بدخشان کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو شمېرې

author avatar
15 Jun 2024 - 13:49
بدخشان کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو شمېرې
author avatar
15 Jun 2024 - 13:49

فيض‌اباد (پژواک، ٢٦ غبرګولى ۱۴۰۳): د بدخشان ځایي مسوولین وايي، په تېرو درېيو مياشتو کې په دغه ولايت کې د طبيعي پېښو، په ځانګړي ډول د سېلابونو له امله ٣١ کسان مړه او ٢٤ نور ټپيان، لسګونه ښوونځي او روغتيايي مرکزونه بشپړ او یا یو څه تخریب شوي دي.

د بدخشان طبيعي پېښو ته رسېدو ریاست، له طبیعي پېښو سره د مبارزې امر محمد کامګار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې په دغه ولايت کې د سېلابونو له امله ١٣٢٠ کورونه په بشپړ او جزيي ډول تخریب شوي او څه باندې ١١ زره جريب کرنيزه ځمکه له سېلابي رسوباتو ډکه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې ۱۴۴ کرنیز کانالونه په بشپړ او قسمي ډول تخریب او د سېلابي رسوباتو له امله ډک شوي او د برېښنا ۴۸ کوچني بندونه له فعالیته لوېدلي دي.»

هغه زياته کړه چې په بدخشان کې په تېرو درېیو میاشتو کې د طبيعي پېښو له امله د پاکو اوبو ۵۹ ذخیرې، ۱۵۹ کیلومتره سړکونه، ۲۰ جوماتونه او مدرسې، ١٢ ښوونځي، ١٠ کلينيکونه، ٩٥ دوکانونه، ۱۲ ژرندې، ١٢٩ پلونه او پلچکونه، ٩٦ موټر، سکواټورونه او نور ماشینونه په قسمي او بشپړ ډول تخریب شوي دي.

هغه وویل چې په تېرو درېیو میاشتو کې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله ۳۱ کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

بلخوا، د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست طبیعي پېښو ته د رسېدنې امر وایي چې د دغو سېلابونو له امله څه باندې ۴۵۰۰ څاروي، ١٢٤ زره مثمرې او غیرمثمرې ونې هم له منځه تللي دي.

کامګار زياته کړه، له څېړنو وروسته له پېښو سره د مبارزې رياست د دولت له بودجې او د موسسو په همکارۍ له سېلاب‌ځپلو کورنيو د یو څه اندازې خوراکي، غيرخوراکي توکو او نغدي مرستې کړې دي.

هغه وویل چې د دايمي سرپناه، د زیانمن شوو کورونو د ترميم  او نوو ځایونو جوړولو برخو کې له موسسو او حکومتي بنسټونو سره همغږي شوې، هيله ده چې د زیانمنو اساسي ستونزو ته لازمه رسېدنه وشي.

د بدخشان د يمګان ولسوالۍ یو اوسېدونکی ملا يارمحمد وايي، سېلابونو د دې ولسوالۍ په جوخان او حضرت سعيد درو او نورو ځایونو کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.

هغه وايي چې اوس هم په کرنيزو ځمکو کې او سړکونو باندې د سېلابونو رسوبات لیدل کېږي او دغو موضوعاتو ته په سم ډول رسېدنه نه ده شوې.

نوموړی وایي چې یو څه خوراکي او غیرخوراکي توکي او نغدې پیسې یې له ځایي ادارې او موسسو ترلاسه کړي خو د هغو زیانونو پر وړاندې چې دوی ته رسېدلي، ډېر کم دي.

د بدخشان د تشکان ولسوالۍ یو اوسېدونکی صبرالله وايي چې سږ کال د دوی لپاره ښه کال نه و، سېلابونو یې کورونه او کروندې په بشپړ ډول له منځه وړي، هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې یوه امن ځای کې سرپناوې ورته جوړې کړي.

د جرم ولسوالۍ د نوي جرم کلي یوه اوسېدونکي فيض‌الاحمد وویل چې سېلابونو د دوی د کلي کرنيزو اوبو کانالونه، کورونه او جومات تخریب کړي او حاصلات یې په بشپړ ډول له منځه وړي دي.

حزب‌الله چې د فيض‌اباد ښار نهمې ناحيې مورچک کلي کې یې د وروستيو سېلابونو له امله د خپلې کورنۍ لس غړي له لاسه ورکړي وايي، تر اوسه يې د کورنۍ د څلورو غړو جسدونه ورک دي.

هغه زیاته کړه، د لسو قربانیانو له ډلې یې پلار، مور او د کورنۍ دوه  نور غړي لا هم نه دي موندل شوي، اندېښمن دی او هیله لري چې مړي یې پیدا شي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.