ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي د انټرنېټي خدمتونو له ټيټ کیفیت او لوړو بیه شکایت کوي

17 Jun 2024 - 09:39
17 Jun 2024 - 09:39

هرات (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳ ): د هرات ځيني اوسېدونکي وایي، په داسې حال کې چې د انټرنېټي خدمتونو کیفیت ټيټ دی خو بیې یې لوړې دي.

د هغوی په خبره، په کومو پیسو چې انټرنېټي خدمات او یا د مخابراتي شبکو انټرنېټي بستې فعالوي، د هغو د ډېر ټیټ سرعت له امله یې پیسې بې‌ځایه ځي چې دا چار ورته ځوروونکې ده او د دې لامل کېږي څو په دې اړه شکایتونو وشي.

د هرات یوه اوسېدونکي نقیب‌الله حقمل پژواک ته وویل، له څو کلونو راهیسې له انټرنېټ استفاده کوي، لکه څرنګه چې انټرنېټي کڅوړې پلورل کېږي، کیفیت یې هغه ډول نه دی.

هغه زیاته کړه: «څو کاله کېږي چې له انټرنېټ استفاده کوم، پر موږ د 4G په نوم انټرنېټ پلورل کېږي خو له بده‌مرغه کار یې د G3 او G2 په څېر دی چې دا چاره موږ ته اندېښمنوونکې ده.»

نوموړي له مسوولینو دغه ولایت کې د انټرنېټ ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه وکړه او وایي چې د انټرنېټ د بیو برخه کې دې هم تغییرات راشي؛ ځکه چې د دوی په خبره، انټرنېټ د سرعت له مخې پلورل کېږي او چې څومره انټرنېټ ضعیفه وي، په هماغه اندازه یې باید بیې هم کمې وي.

بلخوا، د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی ثناالحق دغه ولایت کې د انټرنېټي خدماتو په اړه وایي که څه هم انټرنېټي شبکې فورجي دي خو د فورجي په څېر کار نه کوي.

نوموړي زیاته کړه: «له اترا ادارې مو دا غوښتنه ده چې د انټرنېټ سرعت او انټرنېټي خدماتو ته جدي توجه وکړي.»

د هغه په خبره، انټرنېټي ترافیک ډېر دی، د اترا اداره باید د انټرنېټ چټکولو برخه کې هڅه وکړي؛ ځکه چې اوسمهال انټرنېټي خدمات د خلکو پر کار‌و بار هم تاثیر لري.

دغو شکایتونو ته په کتو، د انټرنېټي برخې تخنیکي کسان وایي چې بېلابېل لاملونه شته دي چې په موبایلونو او یا هم په کمپیوټرونو کې د انټرنېټ سرعت کمزوری کوي.

دغه ولایت کې د انټرنېټ یوه تخنیک‌کار ګل‌محمد پیمان پژواک ته وویل، موبایلونو ته د کمزورو قطعو نښلول، په وای‌فای کې تراکم، د روټرونو نامناسب ځای، له څو پروګرامونو څخه یو ځای استفاده کول او له وي‌پي‌اېن کارول هغه عوامل دي چې د انټرنېټ سرعت د استفادې پرمهال کمزوری کوي.

هغه وویل: «له انټرنېټ یا وای‌فای څخه د استفادې پرمهال باید له انټرڼېته استفاده مو هم زده وي، کوم انټرنېټ چې له سیمکارټ او یا له وای‌فای څخه اخلو، باید له هغو په هماغه اندازه هیله ولرو.»

ورته وخت کې، په لوېدیځ زون کې د اترا ادارې مسوولین د انټرنېټي خدماتو ټيټ کیفیت مني او وایي، د دغو ستونزو د حل لپاره اقدامات هم شوي دي.

د هېواد په لوېدیځ زون کې د اترا امر مولوي بازمحمد سروري پژواک ته وویل چې د انټرنېټي خدماتو د بیو او کیفیت په اړه څو ځله شکایتونه شوي او اترا ادارې هم د شکایتونو په اړه لازم اقدامات کړي دي.

هغه وویل: «د غوره خدمت رسونې د ارزونې په موخه، کال کې څلور ځلي له ټولو هغو مرکزونو چې لوېدیځ زون په ښارونو کې دي ارزونه کوو او هر شرکت چې ستونزه ولري، د ستونزو د هواري په موخه مخابراتو وزارت ته یې معرفي کوو او د خدمت رسونې موضوع هم څارل کېږي.»

مولوي سروري په دې اړه د فعالیتونو خبره کوي او زیاتوي چې تېر کال هم ارزونې ترسره شوي چې په هغه کې روشن مخابراتي شبکه د هرات ښار په کچه د ۳۰ نوو سایټونو پر نصبولو او فعالولو مکلفه وګڼل شوه چې دې چارې د خدماتو په ارتقا کې مهم رول لرلی دی.

خو په لوېدیځ زون کې د اترا امر زیاتوي چې دوی هر اړخیزه هڅه کوي څو د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو له مخې خنډونه لرې او اوسېدونکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.

د یادونې ده چې هرات ولایت کې د مخابراتي شبکو له خوا د مخابراتي او انټرنېټي خدماتو وړاندې کولو ترڅنګ، لسګونه انټرنېټي شرکتونه هم موجود دي چې دې برخه کې فعالیت لري.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version