ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې خلک د مخابراتي شبکو د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

11 Jun 2023 - 13:19
11 Jun 2023 - 13:19

مزارشریف (پژواک، ۲١ غبرګولی ۱۴۰۲): د بلخ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وایي، د انټرنېټ بیه لوړه ده خو کیفیټ یې ټیټ دی.

دوی دغه‌راز له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د مخابراتي شبکو د کیفیټ ارزونه وکړي، څو خلکو ته په سمه توګه انټرنېټي خدمات وړاندې کړي.

د مزارشریف اوسېدونکي حکمت‌الله رحماني له پژواک سره په خبرو کې وویل، په داسې حال کې چې خلک په اوسني عصر کې انټرنېټ ته جدي اړتیا لري، خو کیفیت یې ډېر ټیټ دی.

هغه وایي: «د انټرنېټ کیفیت بیخي ټیت دی، یو ځای کار کوي خو بل ځای یې بیخي نه کوي، شبکې هم بدلوو خو بیا هم کار نه کوي، هېڅ نه کېږی چې په سم ډول خپل کارونه مخې ته یوسو.»

د نوموړي په خبره، د مخابراتي شبکو د انټرنېټ بیې هم لوړې دي، کیفیت یې ډېر خراب دی؛ هره شبکه خپلې ستونزې لري، سرپرست حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې، د بلخ ولایت بل اوسېدونکی عبدالحکیم وایي چې په مزارشریف کې انټرنېټ په سم ډول کار نه کوي او په ولسوالیو کې بیا دا ستونزه ډېره جدي ده.

هغه وایي، که څه هم یو جي‌بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانیو پېري، خو کیفیت یې دومره ټیټ دی چې له استفادې پرته یې نېټه پای ته رسېږي.

د مزارشریف بل اوسېدونکي حشمت‌الله سلطاني هم ورته څرګندوي وکړې او له حکومته يې وغوښتل چې د انټرنېټ بیې کمې او کیفیت یې لوړ کړي.

په ورته مهال، په بلخ کې د انټرنېټ کلبونو مسوولین هم د انټرنېټ د کیفیټ له ټیټوالي شکایت کوي.

په بلخ کې د یوه انټرنېټ کلب مسوول عبدالحی د انټرنېټ د سرعت له کموالي شکایت کوي او وایي، مشتریان ترې د ښه انټرنېټ تمه کوي خو دوی ورته په سمه توګه خدمات نشي وړاندې کولی چې له امله یې خپل مشتریان له لاسه ورکړي دي.

د بلخ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له اړوند مسوولينو يې په دغه برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې، د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مسوولین هم د بلخ د اوسېدونکو یاده ستونزه مني او وايي، د غوره خدمتونو وړاندې کولو برخه کې یې هڅې پیل کړې دي.

د یادې ادارې ویاند جلال‌الدین شمس د بلخ د خلکو د ستونزې په تاید سره وایي، د مخابراتي شبکو له خوا د غوره خدمتونو وړاندې کولو برخه کې جدي هڅې پیل شوې دي.

هغه وایي، د کال په هر ربعه کې د مخابراتي شبکو د کیفیت ارزونه کېږي او د سرغړونې په صورت کې ورسره قانوني چلند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د يو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم په یاده برخه کې شکايتونه کړي او د دې ستونزې د حل غوښتنه يې کړې ده.

Views: 139

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version