ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د شیګل ولسوالۍ د شینګش سیمې خلک روغتون او سړک نه‌لري

18 Jun 2024 - 15:23
18 Jun 2024 - 15:23

اسعداباد (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د کونړ د شیګل ولسوالۍ د شینګش غرنۍ سیمې اوسېدونکي شکایت کوي چې روغتون او سړک نه‌لري او خپل ناروغانو د څارویو په واسطه د ولسوالۍ تر مرکزه رسوي.

د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ د «شینګش» غرنۍ سیمه چې د ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې پرته ده، خلک یې د سړک او روغتون په ګډون له ګڼو لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

د یادې سیمې یوه قومي مشر عبدالرحیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ په سیمه کې چې ډېر لوی او کوچني کلي لري، له ۱۰ زرو ډېر خلک ژوند کوي خو هیڅ ډول روغتيايي خدماتو ته لاس‌رسی نه‌لرو.»

هغه زیاتوي، شینګش یوه غرنۍ سیمه ده چې اوسېدونکي یې د لارې اوږدوالي او خراب‌والي له امله نه‌شي کولای خپل ناروغان پر وخت روغتون ته ورسوي.

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی او د قومي شورا مشر حاجي کمال وایي، د لارې اوږدوالي له امله یې ډېر ځله ناروغان او امیدواره مېرمنې روغتون ته په لار کې ساه ورکوي.

هغه وویل: «زموږ سیمې ته ولسي خلکو په خپل شخصي لګښت د غرونو په سرونو کې لار وهلې ده، هغه هم ویجاړه شوې، کله چې ناروغ پیدا شي یا یوه ښځه چې د نسايي ولادي مسله وي، صحي خدمتونو ته لاس‌رسی نشته دلته، هغه د مرګ له ګواښ سره مخ وي، بیا یې کټ کې په لس کسانو نیسو او ولسوالي ته یې کوزوو.»

نوموړی زیاتوي، د سیمې خلک یې د روغتیايي خدماتو او سړک نشتوالي ترڅنګ د ژوند له نورو لومړنیو اسانتیاوو هم بې‌برخې دي او په تېرو کلونو کې هم ورته هیڅ ډول پاملرنه نه‌ده شوې.

هغه زیاته کړه: «زموږ په سیمه کې د یوې عادې ناروغۍ لپاره درمل نشته، تېره ورځ مې کوچنی لمسی له غره را پریوته، لاس یې مات شو، له څلور ساعته پلي مزل وروسته مو د ولسوالۍ کلینک ته ورسوو، ژوند مو له سختو کړاونو سره مخ دی، مونږ خپل ناروغان یا په کټونو کې وړو، یا یې په څارویو باندې وړو، لاره نشته، څنګه وکو.»

بل لور ته بیا، د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېرو درېیو کلونو کې یې د دغه ولایت په ډېرو لرې پرتو سیمو کې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړې خو په وینا یي چې د دغه ولایت غرنۍ جغرافیې ته په کتو، اړتیا ده چې دغه خدمات لا پراخ شي او محرومو سیمو ته ورسېږي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص پژواک خبري اژانس ته وویل، د شیګل ولسوالۍ اړوند په ډېرو سیمو کې یې نوي روغتیایي مرکزونه جوړي کړي او په خبره یې چې د شینګش سیمي اوسېدونکو ستونزه به هم ډېر ژر حل شي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version