ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ په وټه‌پور کې د خلکو په شخصي لګښت ۲۵ کیلومټره سړک جوړېږي

28 Jun 2023 - 13:20
28 Jun 2023 - 13:20

اسعداباد (پژواک،۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د کونړ د وټه‌پور ولسوالۍ اړوند د «دهوز» سیمې خلک چې د موټرو تګ راتګ لپاره هېڅ لار نه لري، اوس یې د یوه عمومي اشر په پیلولو سره په خپل شخصي لګښت د ۲۵ کیلومټره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.

د دهوز سیمې اوسېدونکي د بېل او کولنګ په وسیله په غرونو کې تر خپلې سیمې د سړک جوړولو کار پیل کړی دی.

د وټه‌پور ولسوالۍ د دهوز درې اوسېدونکي وایي، د سیمې د قومي مشرانو د یوې پرېکړې له مخې یې د دغه سړک جوړلو لپاره له خپلو خلکو پیسې راټولې کړې دي .

د یادې سیمې یو قومي مشر حاجي شیرالله -چې له خپلو څلور زامنو سره یوځای د غره په سینه کې د موټر لارې جوړولو ته راوتلی- وايي، له کلیوالو يې نږدې دوه میلیون افغانۍ راټولې کړې دي.

نوموړی زیاتوي، تر اوسه يې درې کیلومټره لار جوړه کړې او د ۲۲ کیلومټره نورې لارې جوړولو کار دوام لري.

هغه وویل: «زموږ په سیمه کې تر ۴۰ زرو څخه زیات خلک ژوند کوي، خو د سړک له نعمته بې‌برخې دي، خپل ناروغان په ډېر کړاو اوږده پلي مزل او د څارویو په وسیله د ولسوالۍ تر مرکزه رسوو او ناروغانو ډېر وخت د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکړي.»

هغه وایي، د تېر حکومت پر مهال یې څو ځله له چارواکو غوښتي چې په سیمه کې ورته سړک جوړ کړي، خو چا یې غږ نه دی اورېدلی.

یاد قومي مشر زیاتوي، اوس دې پایلې ته رسېدلي چې خلک باید خپله لاس په کار شي او ځان ته د موټر لار جوړه کړي.

نوموړی وايي، د دغې لارې جوړولو کې د نارینه‌وو ترڅنګ ښځې هم کار کوي، څو کارونه یې ژر بشپړ شي.

د دهوز سیمې یو بل قومي مشر ملک عالم‌جان وايي: «موږ په یوه غرییزه سیمه کې ژوند کوو، د ګټې وټې بله چاره نه لرو، یوازې په مالدارۍ د ژوند اړتیاوې پوره کوو، اوس کلیوالو د سړک جوړولو پرېکړه کړې، نو له ناچارۍ مو د خپل کور څاروي وپلورل او پيسې مو د سړک جوړېدو ته وقف کړې.»

هغه وایي: «کابو نهه میاشتې وړاندې د اسلامیک ریلیف او خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د دغه سړک یوازې پنځه کیلومتره برخه بشپړه شوې او پاتې برخې ته یې ولسي خلکو ملا تړلې ده.»

د نوموړي په وینا، د دغه سړک په اوږدو کې د غره غټې ډبرې او تړنګونه شته چې پرته له سکواټر ماشین او نورو وسایلو څخه پرې د ولس توان نه رسېږي.

هغه له حکومت او مرستندویه ادارو څخه غواړي چې د یاد سړک په جوړېدو کې ورسره مرسته او همکاري وکړي.

د سیمې یو مدني فعال محمدلایق سمون وایي، حکومت ته پکار دي چې د دهوز په څېر، د کونړ په نورو هغو سیمو کې چې خلک یې د موټر لار نه لري، د سړکونو جوړولو او نورې بنسټیزې پروژې پلې کړي.

نوموړي وویل: «د وټه‌پور ولسوالۍ اړوند دهوز دره چې زرګونه خلک پکې ژوند کوي، د موټر لار ورته نشته او خلک یې په ډېر تکلیف سره خپل ناروغان د ولسوالۍ تر مرکزي روغتونه رسوي، دوی لاهم د ژوند اړتیاوې د څارویو پرمټ د اوږده پلي مزل په واسطه پوره کوي.»

په ورته مهال، د کونړ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي مني چې په تېرو کلونو کې دهوز سیمې ته د پرمختیایي چارو په برخه کې پاملرنه نه ده شوې او خلک یې د سړک ترڅنګ، له ګڼو نورو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

د یادې ادارې رییس شمس‌الرحمن سېلاب وایي، د دهوز سړک د اساسي جوړولو په موخه یې پر مرکزي حکومت سربېره له یو شمېر نړۍوالو ادارو سره خبرې کړې او د مرستې ژمنې ورسره شوې دي.

د یادونې ده، په هېواد کې له څلور لسیزې ډېر وخت جګړې له امله ډېری انکشافي پروژې نه دي عملي شوې او د ډېرو سیمو اوسېدونکي زېربنايي تاسیسات نه لري.

Views: 139

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version