ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې د ورېښم چینجیو روزونکي د خپل کاروبار د ودې په موخه د ملاتړ غوښتنه کوي

جوزجان کې د ورېښم چینجیو روزونکي د خپل کاروبار د ودې په موخه د ملاتړ غوښتنه کوي

author avatar
19 Jun 2024 - 08:47
جوزجان کې د ورېښم چینجیو روزونکي د خپل کاروبار د ودې په موخه د ملاتړ غوښتنه کوي
author avatar
19 Jun 2024 - 08:47

شبرغان (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۳): جوزجان کې یو شمېر کسان چې د ورېښم چینجیو پر روزنه بوخت دي، له حکومت او مرستندویه موسسو غواړي چې ملاتړ یې وکړي څو کاروبار یې لا وغوړېږي.

د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اوسمهال ډېری هغه کسان چې د ورېښم چینجیو کاروبار کوي، ښځینه دي.

۳۴ کلنه مریم چې له لسو کلونو راهیسې د ورېښم چینجيو روزنې کاروبار کوي، پژواک خبري اژانس ته یې وویل، له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصاد په وده کې ونډه اخلي او له خپل کاره خوشحاله ده.

هغې زیاته کړه: «څه باندې لس کاله کېږي چې د ورېښم چینجيو پر روزنه بوخته یم، هر کال د پسرلي په رارسېدو هیله‌ لرم چې د دې چینجي پالنې لپاره یو مناسبه او ښه پسرلي واوسي؛ ځکه چې له همدې لارې د ژوند تېرولو لپاره عاید ترلاسه کوو، په دې کار کې دوه لوڼې مې راسره مرسته کوي.»

نوموړې وايي، له دې کار سره یې ډېره لېوالتیا درلوده او هیله‌منده ده چې کاروبار یې لا ډېر پرمختګ وکړي.

مریم د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له ریاست او مرستندویه موسسو غواړي چې د دوی ملاتړ وکړي، په دې اړه ورته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او د کار وسایل ورته ووېشي.

ورته مهال، د سایرې په نوم یوه بله ښځه چې په شبرغان ښار کې له اتو کلونو راهیسې د ورېښم چینجیو د روزنې کاروبار کوي، وايي له خپل کاروبار څخه راضي ده.

هغې زیاته کړه: «د ورېښم چینجیو روزنه ډېر سخته ده، لومړی د کوچنیو مېږیانو په څېر وي، وروسته یې هګۍ خلاصېږي، د خوږو توتانو د ونې پاڼې چې نرمې وي، ورته ورکوو څو زړه بدوالی ورته پیدا نه شي او مړه نه شي، تر څلوېښتو ورځو یې پالنه کوو، وروسته له څلوېښت ورځو غوزه ټولېږي.»

هغه وايي، د ورېښم چینجی د پسرلي موسم په لومړیو کې هله خلاصېږي چې د توتانو د ونې پاڼې خلاصې او د ګوتې د یوه بند په اندازه لویې شي.

نوموړې هم د مریم په څېر ورته غوښتنه لري؛ د جوزجان د کرنې له ریاست او همکاره موسسو غواړي چې د هغوی ملاتړ وکړي څو کاروبار یې لا ډېر پرمختګ وکړي.

یوازې جوزجانې مېرمنې نه‌دي چې د ورېښم چینجیو د پالنې کار ‌کوي، بلکه یو شمېر نارینه هم پر دغه کار بوخت دي.

د شبرغان ښار اوسېدونکی اسدالله چې د ورېښم چینجي ساتي، وايي، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د ورښتونو ډېرېدو له امله د ورېښم چینجیو پالنې او ساتنې لپاره ښه کال دی.

هغه چې له کلونو راهیسې پر دغه کار بوخت دی، وايي: «موږ هم له دې لارې د خپله نفقه پیدا کوو او د خدای فضل چې ښه عاید هم لري، که همکاره موسسې او د کرنې ریاست راسره همکاري وکړي او ملاتړ مو وکړي، کاروبار به مو لا ښه شي.»

ورته مهال، د شبرغان یو اوسېدونکی ۵۰ کلن ایرکین چې د غالیو د پېر او پلور کاروبار کوي، وايي، په دې وروستیو کې د بهرنیو سوداګرو له لوري د ورېښم غالیو فرمایش ډېر شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د ورېښمو غالۍ یو نوم لري او دا غالۍ له مینځلو وروسته د برق په څېر جلا پیدا کوي له همدې امله یې فرمایشات ډېر دي.»

نوموړی هم له مسوولینو غوښتنه کوي چې یاد ولایت کې دې د ورېښمو کاروبار د ودې لپاره ځانګړې پاملرنه ولري.

ورته مهال، د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او حیواني روغتیا امر ډاکټر سمیع‌الله حکیمي پژواک خبري اژانس ته په دې اړه وویل: «د ورېښم چینجیو کار د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ښه نتیجه ورکړې؛ ځکه چې درې کاله پرله پسې وچکالي وه، خو سږ کال ډېر باران وشو او سمسورتیا هم ښه ده.»

هغه د تېرو کلونو په پرتله د ورېښم چینجیو پالنې او روزنې ته د کورنیو لېوالتیا له ډېرېدو یادونه کوي او وايي چې دغه کار د کورنیو د اقتصادي وضعیت ودې لپاره ډېر ښه رول لري.

نوموړي زیاته کړه: «په تېر کال کې مو د ۵۳ کورنیو لپاره او په روان کال کې مو د ۱۱۰ کورنیو لپاره د ورېښم چینجیو صندوقونه ووېشل چې په هر صندوق کې دوولس ګرامه دي.»

د هغه په وینا، ډېری هغه کسان چې د ورېښم چینجیو کاروبار کوي، ښځینه دي او ډېره کمه سلنه یې نارینه دي.

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلومات له مخې، اوسمهال په بازار کې د ورېښم د چینجیو یوه کیلو غوزه په شاوخوا ۱۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.