ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د تېرې اونۍ په نسبت د لومړنیو خوراکي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی

کابل ښار کې د تېرې اونۍ په نسبت د لومړنیو خوراکي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی

author avatar
22 Jun 2024 - 14:29
کابل ښار کې د تېرې اونۍ په نسبت د لومړنیو خوراکي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی
author avatar
22 Jun 2024 - 14:29

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۳): کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د لومړنیو خوراکي توکو بیو بدلون نه دی کړی، خو د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لږ لوړ شوی دی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۲۶مه ‎ د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۸۰ افغانۍ وه خو زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېدې.

حاجي محمدحسین وايي، د لوی اختر په ورځو کې ډېرو کسانو چې بهر کې مېشت دي، خپلو دوستانو او خپلوانو ته پیسې رالېږلې نو د افغانیو ارزښت لږ لوړ شو او اوس چې بېرته بازارونه پرانیستل شول، سوداګر او هټۍوال د خپلو مالونو له خرڅلاوه لاسته راغلو پیسو باندې ډالر پېرې، له همدې امله نن د ډالر ارزښت لږ لوړ شوی دی.

د خوراکي توکو بیې

کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، نن لکه تېره شنبې  په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه ۲۹۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۹۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

نفتي توکي

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي  وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر د یو لېتر پټرولو بیه ۶۰  او د یو لېټر ډېزلو بیه ۵۸ افغانۍ ده.

دغه‌راز، د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وایي چې نن د تېرو ۷ ورځو په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۴۶ افغانۍ ده.

سره زر

د کابل ښار د تیمورشاهي پر واټ د حاجي صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو ۷ ورځو په څېر یو ګرام ٧٥٠ عیار عربي سره زر په ۴۳۵۰ افغانیو او ‎یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۳۴۵۰ افغانیو پلوري.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.