کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۳): د امنیت شورا غونډه کې روسیې د پایدارې سولې لپاره له ا.ا سره د خبرو پر اړتیا او ایران د افغانستان د ګنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو ټینګار کړی او امریکا بیا د افغانستان د ثبات لپاره د نړۍوالې ټولنې رول اړین بللی دی.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.
اسلامي امارت ویلي چې استازي به یې په دې غونډه کې ګډون وکړي، خو د غونډې په اجنډا او ترکیب کې بدلون پر دې پرېکړه اغېز کولای شی.
د بيبيسي پښتو راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا تېره ورځ د امنیت شورا له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان پر بېړنیو مسایلو د بحث لپاره یو حیاتي میکانیزم دی خو د اسلامي امارت د استازو ګډون دغه حکومت ته د مشروعیت ورکولو یا ورسره د اړیکو عادي کولو معنا نه لري.
په راپور کې راغلي چې اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې ویلي: «د دغه کنفرانس هدف د افغانستان د واکمنو چارواکو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ په داسې حال د خبرو تقویت دی چې افغانستان له پېچلو سیاسي، اقتصادي او بشري ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی.»
هغې زیاته کړې: «له نسبي ټیکاو سره سره داسې نښې مخ پر زیاتېدو دي چې د افغانانو نارضایتي زیاتېږي؛ دا او د دې ترڅنګ له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په لړ کې د هغو ساختاري ستونزو یوځای کېدل چې د مستقل استازي (فریدون سینری اوغلو) په پروسږني رپوټ کې یادونه شوې، مسایل زیات شوي، نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د کړکېچ مدیریت په حال کې ده، له همدې کبله له ښکېلو اړخونو غوښتل کېږي چې د اوږدمهاله حلموندنې په خاطر د دغه رپوټ هدفونو ته ژمن پاتې شي.»
په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالتونو د دایمي استازي مرستیال رابرت وود هم په دې غونډه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ترڅنګ ودریږي.
هغه له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ځنډ ته په اشاره ویلي چې دغه کار به د افغانستان پر راتلونکو نسلونو منفي اغېز وکړي.
هغه زیاته کړې: «پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو زیانونو په اړه سترګې نه شي پټولی.»
هغه دغه راز ویلي، د افغانستان د ثبات او پرمختیا لپاره یوازې سيمهییزې اړيکې او همکارۍ بسنه نه کوي، نړۍوال ټولنه هم باید په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا هم ویلي، په افغانستان کې له اوسنیو چارواکو سره له خبرو پرته پایداره سوله امکان نه لري او د دې موضوع لپاره بل هيڅ بدیل نشته.
هغه ویلي، مسکو د داعش خراسان د فعالیتونو د خطرونو په اړه اندېښنه لري.
دغه راز، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني هم ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې له افراطیت او وېرې خپرولو سره د مقابلې برخو کې هڅې کوي.
هغه د افغانستان د ګنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له افغانستان سره بشري مرستې باید له قید او شرط پرته وي او د مرستو سیاسي کول د افغانستان خلکو ته زیان رسوي
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن