ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیکاراګوا هېواد د افغانستان لپاره سفیر معرفي کړ

نیکاراګوا هېواد د افغانستان لپاره سفیر معرفي کړ

author avatar
23 Jun 2024 - 11:51
نیکاراګوا هېواد د افغانستان لپاره سفیر معرفي کړ
author avatar
23 Jun 2024 - 11:51

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): نیکاراګوا هېواد په چین کې د دغه هېواد اوسنی سفیر مایکل کمپبل د افغانستان لپاره د سفیر په توګه معرفي کړی دی.

فرانس‌پرېس خبري اژانس تېره شپه ناوخته راپور ورکړی چې په چین کې د نیکاراګوا هېواد اوسنی سفیر به د افغانستان اړوند چارې له بیجینګ څخه اداره کوي.

 د راپور له مخې، د نیکاراګوا هېواد د ولسمشر مرستیال روزاریو موریلو د افغانستان لپاره د سفیر ټاکل کېدو موضوع تایید کړې ده.

هغه ویلي: «موږ له اسلامي امارت، د هغه هېواد له خلکو د هغه فرصت له امله چې زموږ دوست مایکل کمپبل ته یې ورکړی، مننه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ځينو هېوادونو لکه چین، ایران او پاکستان د اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې پرته د افغانستان لپاره سفیران معرفي کړي دي.

Views: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.