ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یو کس اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

هلمند کې یو کس اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی

author avatar
23 Jun 2024 - 16:03
هلمند کې یو کس اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی
author avatar
23 Jun 2024 - 16:03

لښکرګاه (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د هلمند ځایي مسوولین وایي، تېره ورځ یو ځوان د هلمند سیند اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د لښکرګاه ښار مختار سیمه کې یو ځوان د هلمند سیند اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل، د یاد کس جسد نن غرمه موندل شوی او کورنۍ ته یې سپارل شوی دی .

د هغه په خبره، یاد کس د دغه ولایت د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی و .

Views: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.