ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلامي امارت د روسیې بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ

اسلامي امارت د روسیې بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ

author avatar
23 Jun 2024 - 14:37
اسلامي امارت د روسیې بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ
author avatar
23 Jun 2024 - 14:37

کابل (پژواک، ۳ جنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د هغو څرګندونو هرکلی وکړ چې د افغانستان له حکومت سره یې د لا ډېرو باثباته، دوامداره او حقیقي خبرو اترو ملاتړ کړی.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وړمه ورځ (جمعه) په یوې خبري ناسته کې ویلي وو چې د ټولیز امنیت تړون سازمان غړي هېوادونه وایي، اړینه ده چې د طالبانو له خوا له جوړ شوي حکومت سره دوامداره خبرې اترې ترسره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې د افغانستان له حکومت سره یې د لا زیات باثباته، دوامداره او حقیقي خبرو اترو ملاتړ کړی دی.»

خبرپاڼه کاږي، اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د یوه مسوول حکومت په توګه چمتو دی چې له ټولو لوریو سره پر مشترکو مسایلو جامع او پایله درلودونکې خبرې اترې ولري.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان حکومت د روسیې په ګډون ټولو هېوادونو ته په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د «اشغال» له پای سره سم د نا امنۍ عوامل له منځه تللي او ورسره په افغانستان کې د پانګونې او سترو پروژو د پلي کولو زمینه برابره شوې ده.

Views: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.