ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: د نظام ستنې ورځ تر بلې ټینګېږي

متقي: د نظام ستنې ورځ تر بلې ټینګېږي

author avatar
24 Jun 2024 - 14:43
متقي: د نظام ستنې ورځ تر بلې ټینګېږي
author avatar
24 Jun 2024 - 14:43

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي چې د دوحې په ناسته کې اسلامي امارت ته د ګډون بلنه پر دې دلالت کوي چې نړۍ ورځ تر بلې د اسلامي امارت حیثیت او اهمیت درک کوي.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي دغه څرګندونې د یاد وزارت له مرستیالانو، رییسانو او کارکوونکو سره د لوی اختر رخصتیو د پای او رسمیاتو د پیل پر مهال جوړه شوې غونډه کې په هغه ویډیویي کلیپ کې کړې چې نن د دغه وزارت پر اېکس‌پاڼه خپور شوی دی.

متقي ویلي، په راتلونکو ورځو کې د دوحې ناسته جوړېږي او اسلامي امارت هم په رسمي توګه دې ناستې ته بلل شوی دی.

دی وايي، اسلامي امارت ته د ګډون بلنه پر دې دلالت کوي چې نړۍ ورځ تر بلې د اسلامي امارت حیثیت او اهمیت درک کوي.

هغه دغه راز زیاته کړې، ځینو هېوادونو ته د امارت د مسوولینو او وزیرانو وروستي سفرونه دا څرګندوي، درک او منل شوې چې د افغانستان موجوده حکومت د ولس له ملاتړه برخمن واحد مسلط حکومت دی او که نړۍ تعامل کوي له همدغه نظام سره به یې کوي.

متقي که څه هم د چا نوم یاد نه کړ خو ویې ویل، هغه تشویشونه او هیلې چې د دغه نظام دښمنانو درلودل، نور ورځ تر بلې له خارو سره خاورې کېږي، نه په داخل کې او نه له هېواده بهر داسې کوم تشویش لیدل کېږي چې هغه دې دښمنانو ته هیله ورکړي.

د نوموړي په وینا: «د نظام ستنې ورځ تر بلې ټینګېږي، تر ټولو لویه د خوشحالۍ خبره هغه د افغانانو د وحدت خبره ده، هغه له یو بل سره د ملګرتیا خبره ده، هغه د نظام تر شا د درېدو خبره ده، هغه په ټول هېواد کې هر نوعه اختلاف، تعصب، سمت‌ پرستي، تنظیم ‌پرستي او قوم پرستي له منځه تلل دي چې دا د اینده افغانستان لپاره ښه زېری دی.»

متقي دغه راز وویل، له کوچني اختره بیا تر لوی اختر پورې کابل د ډېرو زیاتو بهرنیو مېلمنو کوربه و، د بېلابېلو هېوادونو او لویو سازمانونو پلاوي راغلل، په بېلابېلو برخو کې یې مجالس درلودل، دا د دې څرګندونه کوي چې افغانستان اوس له نړۍ سره د تعامل برخه کې ډېر وړاندې تللی دی.

نوموړي دغه راز ویلي، لکه څرنګه چې افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره ښه تعلقات لري، له اروپایي هېوادونو او امریکا سره هم مثبت تعلقات غواړي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.