ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ د ا.ا پلاوی د دوحې درېیمه ناسته کې ګډون کوي

د ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ د ا.ا پلاوی د دوحې درېیمه ناسته کې ګډون کوي

author avatar
25 Jun 2024 - 19:06
د ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ د ا.ا پلاوی د دوحې درېیمه ناسته کې ګډون کوي
author avatar
25 Jun 2024 - 19:06

 کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اسلامي امارت د  مشرتابه له هدایت سره سم د ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ پلاوی د دوحې په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ  د دوحې راتلونکې ناسته کې د ګډون په اړه د همغږۍ ناسته وشوه.

سرچېنې لیکلي، په دې ناسته کې د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد، د افغانستان بانک مرستيال نور احمد اغا، د کورنيو چارو وزارت د نشهتوکو پر وړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلاکارانو ګډون کړی وو.

متقي په دغه ناسته کې ویلي، د مشرتابه له هدایت سره سم د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ پلاوی د دوحې په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي.

بلخي زیاته کړې، په ناسته کې ګډونوالو د دوحې په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي پر غړو، د افغانستان پر مالي او بانکي نظام بنديزونو، د خصوصي سکتور د پرمختګ په لار کې ننګونو او د مخدره موادو پرضد د افغانستان حکومت پر اقداماتو خبرې اترې وکړې.

Views: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.