کابل (پژواک، ۵ جنګاښ ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې د اسلامي امارت سیاستونه د ملي ګټو او افغان ولس د غوښتنو پر اساس غوره او پلي کېږي او په وینا یې، افغان حکومت د خلکو سلا مشورو ته په درنه سترګه ګوري.
ارګ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ په جلا ناستو کې له ګڼ شمېر قومي مشرانو او ځينو حکومتي مسوولینو سره لیدلي دي.
سرچینې لیکلي، له بېلابېلو ولایتونو راغلو قومي مشرانو او علماوو د خپلو سیمو د سیمهییزې حکومتولۍ او پراختیايي چارو په اړه نظرونه او وړاندېزونه د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
هغوی دغه راز د افغانستان اړوند سیمهییزو او نړۍوالو موضوعاتو په هکله د اسلامي امارت له دريځ او سیاست څخه په ملاتړ وویل، د افغان حکومت روښانه او واحد نظر د ملي ګټو لپاره ګټور دی.
همدارنګه یادو علمای کرامو او مخورو له حکومتي ادارو سره د ولس د همکارۍ د پراختیا په موخه هم خپل وړاندیزونه شریک کړل.
سرچینې زیاته کړې، د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې وویل، د اسلامي امارت سیاستونه د ملي ګټو او افغان ولس د غوښتنو پر اساس غوره او پلي کېږي.
نوموړي دغه راز د باثباته او پرمختللي نظام د رامنځته کېدو برخه کې د افغان ولس همکاري اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې افغان حکومت د خلکو سلا مشورو ته په درنه سترګه ګوري.
مولوي عبدالکبیر حکومتي مسوولینو ته د اړوندو ادارو د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
دا په داسې حال ده چې د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال وړمه ورځ له یو شمېر قومي مشرانو او دولتي مسوولینو سره ليدنه کې ویلي وو چې حکومتي ادارې ولس ته د خدمت برخه کې مسوولې دي، د خدماتو وړاندې کولو لړۍ به لا غوره او پراخه شي.
هغه همدارنګه ویلي وو چې د اسلامي امارت ټوله تکیه پر ملت ده او د حکومت د پرمختګونو سبب د خلکو له خوا اسلامي نظام ته لاس ورکول دي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن