ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ نړۍوال جام؛ افغانستان سبا نیمه‌پایلوبه کې له سوېلي افریقا سره لوبېږي

د کرکټ نړۍوال جام؛ افغانستان سبا نیمه‌پایلوبه کې له سوېلي افریقا سره لوبېږي

author avatar
26 Jun 2024 - 12:42
د کرکټ نړۍوال جام؛ افغانستان سبا نیمه‌پایلوبه کې له سوېلي افریقا سره لوبېږي
author avatar
26 Jun 2024 - 12:42

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو په لړ کې سبا له سویلي افریقا سره لومړۍ نیمه‌پایلوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د کرکټ ملي لوبډله سبا د شل‌اوریز نړۍوال جام په لړ کې له سوېلي افریقا سره نیمه‌پایلوبه ترسره کوي.

کرکټ بورډ ویلي، په پلان کې لري چې یاده سیالي د کابل کرکټ لوبغالي کې پر لوی سکرین خپلو هېوادوالو ته خپره کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او سوېلي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ به سبا سهار د افغانستان پر خت پنځه بجې لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره شي.

دغه سیالي د وېسټ‌انډيز ټرېنېډاد او ټوباکو ټاپو په لوبغالي کې ترسره کېږي چې د افغانستان پر وخت به د سهار په پنځو بجو پیل شي.

همدارنګه په شل‌اوریز نړۍوال جام کې افغانستان، هند، انګلستان او سوېلي افریقا لوبډلې نیمه پایلوبې ته وتلې چې دویمه نیمه پایلوبه به د انګلستان او هند لوبډلو ترمنځ تر سره شي.

دغه‌راز د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشدخان په یوه ویډیویي پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې د سبانۍ لوبې لپاره دې ورته دعاوې وکړي.

نوموړي له هېوادوالو مننه کړې چې همیشه یې دوی ته دعاوې کړي او زیاته کړې ده چې د لوبغاړو خواري هم وه او د خلکو دعاوې هم وې او دوی یې دغه ځای ته ورسول.

راشدخان ویلي، د سوېلي افریقا لوبه ډېره مهمه او نیمه پایلوبه ده، په دغه لوبه کې هم له ټولو خلکو څخه غوښتي چې په خپلو دعاوو کې دې د ملي لوبډلې لوبغاړي یاد ساتي او دغه‌راز زیاته کړې یې ده چې د چا په زړه کې داسې څه خبره رانه شي؛ تکبر او غرور ترې ونه شي.

هغه وایي: «زموږ کوښښ همدا وي د ټولې لوبډلې چې میدان کې سل سلنه نه، بلکې ۲۰۰ سلنه خواري او مهنت وکړو او دغسې بریاوې خپل هېواد ته راوړو.»

د یادونې ده، افغانستان پرون په نړۍوال جام کې بنګله‌دېش ته په ماتې ورکولو سره نیمه‌پایلوبې ته لار پیدا کړه.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.