کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، ټولې ادارې دې په همغږۍ د ټاکلو موخو لپاره هڅې وکړي چې بېکاري او فقر مهار شي او د اقتصادي پياوړتیا، ټولنیز مثبت بدلون او بنسټونو رغولو لپاره اساسي کار وشي.
د رياستالوزراء سياسي معاونیت له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سیاسي مرستیال مولوي عبدالكبير تېر ورځ مازیګر د ریاستالوزراء له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې له یو شمېر غړو، د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو له مسوولینو سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي، د همکاریو پراختیا او د خدماتو د مؤثریت زیاتېدو په اړه بحث وشو.
خبرپاڼه کاږي، د اسلامي امارت اړونده مسوولینو له سیمهییزو ولسونو سره د تفاهم او همغږۍ پر پياوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د مرکزي او سیمهییزو ادارو دروازې د ولسونو پر مخ خلاصې دي.
د سرچینې په حواله، د ریاستالوزراء اداري مرستیال وویل، ادارو کې بیروکراسي او فساد پای ته رسېدلي او په وخت سره د خلکو په عرایضو او غوښتنو اجراات ترسره کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې مسوولین باید د لومړیتونو په درجهبندۍ سره د خدماتو پوښښ پراخ کړي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې ویلي، ټولې ادارې دې په همغږي ډول د ټاکلو موخو لپاره هڅې وکړي چې بېکاري او فقر مهار شي او د اقتصادي پياوړتیا، ټولنیز مثبت بدلون او بنسټونو رغولو لپاره اساسي کار وشي.
نوموړي، د اسلامي امارت د مسوولینو او ادارو هڅې وستایلې او ویې ویل، اړتیا ده چې د ادارو د فعالیتونو پایله کې د خلکو د ستونزو حل او اسانتیاوو برابرېدو برخه کې جوت بدلون رامنځته شي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن