جلالاباد (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې د ۶۸ کیلوګرامه چرسو او هېرويينو د قاچاق په تور دوه کسان نیولي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د چنګاښ په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د جلالآباد ښار اړوند نغرک پوستې امنيتي منسوبينو دوه کسان له نشهيي توکو سره يوځای نيولي دي.
هغه زياته کړه، دغه کسان چې په يو کرولا موټر کې ناست وو، يوه يې ۵۲ کيلوګرامه چرس او بل يې ۱۶ کيلوګرامه هيرويين قاچاق کول چې ونيول شول.
نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
خو وایي، نيول شوي کسان اوسمهال د امنيه قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې په مديريت کې تر پوښتنو لاندې دي چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن