ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په ناوه کې د یوه کارګر ورځنی مزد د کار کموالي له امله ۸۰ افغانۍ دی

د غزني په ناوه کې د یوه کارګر ورځنی مزد د کار کموالي له امله ۸۰ افغانۍ دی

غزني‌ښار (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۳): د غزني د ناوې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې کارونه نشته او که ورته پیدا هم شي، د ټولې ورځې د کار بدل کې یوازې ۸۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

هغوی زیاتوي چې د تېر حکومت پر مهال د ناوې ولسوالۍ لپاره هيڅ ډول پرمختیايي کارونه نه دي شوي چې له امله یې دوی له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په دې اړه د ناوې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالحبیب پژواک خبري اژانس ته وویل، له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، ان د یوې وچې ډوډۍ پېرلو توان هم نه لري.

هغه وايي: «دلته معمول ده چې ۱۲ ساعته، یعنې د سهار له شپږو بجو بیا د ماښام تر شپږو بجو مزدورکار ته ۸۰ افغانۍ ورکول کېږي؛ یعنې په ساعت کې په شپږ یا اووه افغانۍ راځي چې دا هيڅ هم نه دي.»

د نوموړي په وینا، د تېر حکومت پر مهال د دوی په سیمه کې هيڅ ډول پرمختیايي کارونه نه دي شوي نو ځکه دوی له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دغه راز، د ناوې یوه بل اوسېدونکي محمد پژواک ته وویل چې د یوې ۱۵ کسیزې کورنۍ مشر دی خو د کار نه پیدا کېدو له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه زیاته کړه: «یو ګوله ډوډۍ پسې سرګردانه یو، دلته اول کار نشته، که پیدا هم شي، د ورځې ۶۰ یا ۸۰ افغانۍ ورکوي، کارونه هم ټول سخت او ساختماني کارونه دي.»

د نوموړي په خبره: «د ناوې په بازار کې له یو چا سره کار کوم، په یوازې سر یو ټکټر شګه په ۸۰ افغانۍ ورته ډکوم، هغه هم په ټوله ورځ کې یو ځل»

د ناوې یو شمېر نورو ځوانانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې په ياده برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورته مهال، د ناوې ولسوالۍ یوه قومي مشر محمدعابد هم پژواک ته وویل، په سیمه کې یې د بېکارۍ کچه لوړه ده.

هغه د بېلګې په توګه زیاته کړه، د ولسوالۍ مقام لپاره د تعمیر جوړولو کار څو میاشتې مخکې شروع شوی خو اوس هم هره ورځ لسګونه ځوانان راځي او په دې پروژه کې د کار غوښتنه کوي.

نوموړي زیاته کړه: «دلته په زرګونو بېکاره ځوانان لرو او ورځنی مزد هم ډېر کم دی، که حکومت او یا مرستندویه موسسات وغواړي په کم لګښت سره په لسګونو عام‌المنفعه پروژې لکه سړکونه، پلچکونه، ویالې، استنادي دېوالونه، کارېزونه، چک‌ډيمونه او نور پلي کولی شي چې ورسره به ځوانانو ته کار هم پیدا شي.»

دغه راز، په غزني کې د اقتصادي چارو یوه کارپوه حفظ الله حکیمي پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې ګڼ ځوانان د کار لپاره چمتو دي خو کاري فرصتونه محدود دي.

دی وايي، په دغه ولایت کې ځوانان د کار د کموالي له امله په لږ مزد کار کوي.

هغه زیاته کړه، که چېرې حکومت په دغه ولایت کې صنعتي فابریکې فعالې کړي، تر ډېره به دغه ستونزه ورسره حل شي.

بل لور ته، حکومتي مسوولین هم وايي چې په دغه ولایت کې کاري فرصتونه کم دي.

د غزني والي حافظ امین‌جان عمري پژواک ته وویل، که څه هم د ناوې ولسوالۍ په ګډون یو شمېر سیمو کې خلک په بېلابېلو پروژو کې پر کار بوخت دي خو دا کفایت نه کوي.

هغه د اسلامي امارت له مشرانو او نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د بېکارۍ د له منځه وړولو برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

د یادونې ده، د غزني ترڅنګ د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلک کله ناکله له وزګارتیا شکایت کوي او ټینګار کوي چې حکومت باید ورته کاري زمینې برابرې کړي.

Views: 34

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.