ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهان: نجونې له بلوغ مخکې واده کولو ته مه مجبوروئ

پوهان: نجونې له بلوغ مخکې واده کولو ته مه مجبوروئ

author avatar
29 Jul 2024 - 16:20
پوهان: نجونې له بلوغ مخکې واده کولو ته مه مجبوروئ
author avatar
29 Jul 2024 - 16:20

زرنج (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د زرنج ښار اوسېدونکې یوولس کلنه نازګل چې دوه کاله مخکې له خپله او اووه کلنه خور یې د روږدي پلار له لوري واده ته اړې شوې وايي، خپله له تاوتریخوالي سره مخ ده خو په دې دوو کلونو کې له خپلې خور هیڅ احوال نه لري چې مړه ده که ژوندۍ.

له بلوغ مخکې د هلکانو او نجونو واده کول د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې له پخوا راهیسې دود دي؛ پوهان وايي چې ډېری وخت دا ډول موارد ښې پایلې نه لري او د ښځې او خاوند ترمنځ د ژوند تریخېدو لامل کېږي.

ناز ګل: پلار مې پیسې نه درلودې، زه یې په دوه لکه افغانۍ پر یوه ۴۰ کلن سړي وپلورلم

نازګل د نیمروز د زرنج ښار اوسېدونکې وايي، دوه کاله مخکې په نهه کلنۍ کې د مور او پلار د پرېکړې له مخې اړه شوه چې له یوه ۴۰ کلن سړي سره واده وکړي، د هغر په خبره، لا یوولس کلنه ده، د بلوغ سن ته نه ده رسېدلې.

هغه په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې، پژواک خبري اژانس ته وویل: «پلار مې روږدی دی… پیسې نه لري، زه یې په دوه لکه افغانۍ پر یوه ۴۰ کلن سړي وپلورلم، زما بله خور یې د خپل پور په بدل کې ۵۰ کلن سړي ته ورکړه.»

نازګل چې تر اوسه د شریک ژوند په اړه په څه نه پوهېږي، د خپل خاوند په اړه وايي: «له سړي وېرېږم، هره شپه تر سهاره انګړ کې ویښه کېنم.»

نوموړې د خپلې خور په اړه وویل: «خور یې عایشه چې اووه کلنه وه او ۵۰ کلن سړي ته یې واده کړه، د فراه بکواه ته یې بوتله، د ژوند او مرګ په اړه یې احوال نه لرو.»

نازګل وايي، خاوند یې چې هر ځل کور ته راځي، دا چې دا د کور کار او شریک ژوند په اړه په څه نه پوهېږي، وهي یې او شکنجه کوي یې.

دا یوازې نازګل او عایشه نه دي چې له بلوغ مخکې یې واده کړی، بلکې ۴۸ کلنه فاطمه د نیمروز بله اوسېدونکې هم له بلوغ مخکې عمر کې واده کړی او اوسمهال خوشحاله ژوند نه لري.

نوموړې وویل، مخکې له دې چې بالغه شي، په لس کلنۍ کې د ورور په بدل کې ۲۵ کلن سړي ته په نکاح ورکړل شوه خو تر ننه یې نېکمرغي ونه لیده.

هغې چې په ۱۳ کلنۍ کې یې خپل لومړی ماشوم زېږولی او اوس ۱۲ زامن او لوڼې لري، زیاته یې کړه: «نه د ماشومتوب په خوشحالۍ پوه شوم، نه د ځوانۍ او نه مې له ژونده خیر ولید، کله چې نوې ځوانه شوم، مور شوم، هره شپه به مې تر سهاره خپل ماشوم سره ژړل، د ورځې به مې تر ماښامه د کور کار کاوه.»

فاطمه وايي، په کم عمر کې واده، پرله‌پسې زېږونونه او د کور ستونزو ستړې او ناروغه کړې ده او اوس د ملا له ډیسکه ځورېږي او د اقتصادي ستونزې له امله د درملنې توان هم نه لري.

هغې وویل، څو چې یې لور اتلس کلنۍ ته ونه رسېږي، د واده په اړه به یې پرېکړه ونه کړي او له پلرونو او ميندو یې وغوښتل: «باید میندې او پلرونه خپلې لوڼې او زامن مخکې له دې چې ځوانان شي، واده ته اړ نه کړي، اجازه دې ورکړي چې درس ووایي، د کور له کارونو سره په بشپړه توګه بلد شي او د روزګار له سړو او تودو سره عادت وکړي.»

متخصص ډاکټر: له بلوغ مخکې واده کول روغتیايي ستونزې رامنځته کوي

د زرنج ښار په ولايتي روغتون کې د نسايي ولادي ناروغيو متخصصې ډاکټر ياسمين حبيبي پژواک ته وويل: «که څه هم دغه ډول کورنۍ پر داسې کار وياړي چې خپلې لوڼې په ماشوم‌توب کې‎ واده کوي، ‎خو پر دې نه پوهېږي چې لوڼو ته یې لویې ‎روغتيايي ستونزې پیدا کېږي.»‎

هغه وايي: «هغه نجونې چې له ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې مور کېږي، له دې امله چې بدن یې د ودې له اړخه تکمیل او مور کېدو ته چمتو نه وي، نو د لویو خطرونو لکه مړینې، بې‌هوښه کېدو، د جنین د سقط کېدو، لوړ فشار، سختې خونریزۍ، د مهبل څېرېدو … سره مخ کېږي او دغه نجونې ان پر ژور خپګان هم اخته کېږي.»

هغې هم له کورنیو وغوښتل څو خپلې لوڼې له بلوغ مخکې واده نه کړي.

ديني عالم: د اسلام سپېڅلي دين سپارښتنه کړې چې واده باید له بلوغ وروسته وشي

يوه ديني عالم مولوي محمدحسن حقيار پژواک ته وويل: «د حنفي فقهې له مخې، د واده لپاره د نجلۍ  عمر له میاشتنۍ ناروغۍ وروسته او د هلک عمر له احتلام وروسته ټاکل شوی دی.»

هغه وايي: «پېغله نجلۍ او هلک د خپل پلار او نېکه دواړو له لوري په نکاح ورکول کېدای شي، خو مهم شرط دا دی چې پلار او نېکه يې باید عاقل وي‎ او د هلک او نجلۍ راتلونکی په پام کې‎ ونیولای شي او پوه شي چې همدا د دوی لپاره چانس دی او که دا چانس له لاسه ورکوي او راتلونکی یې خرابېږي او کوم ناوړه تصرف ونه لري، نجلۍ په پیسو خرڅه نه کړي، کومه شخصي ګټه یې نه وي، د ځینو قماربازانو په ډول چې خپلې لوڼې په قمار کې ورکوي، دا ډول نه وي، یعنې پلار او نېکه د نجلۍ په ګټه دي، نکاح یې صحیح ده.»

هغه زياته کړه، که له پلار او نېکه پرته کوم بل وارث نجلۍ په نکاح ورکړې وي، نجلۍ بلوغ ته له رسېدو مخکې کولای شي خپله نکاح لغو کړي.

حقیار زیاتوي: «واقعاٌ په افغانستان کې ډېر داسې کسان دي چې خپلې کوچنۍ لوڼې د پیسو په بدل کې خلکو ته ورکوي، داسې کسان هم شته چې خپلې ۱۶ کلنې او ۱۷ کلنې لوڼې یې ۷۰ کلن سړي ته ورکړې دي او د هغو ژوند بیا ډېر خراب شوی دی، دا کار یې سم نه دی… کله چې نجلۍ لویه شي او بلوغ ته ورسېږي، کولای شي واده فسخه کړي.»

په همدې حال کې، د نیمروز یوه قومي مخور او دیني عالم مولوي ګل‌احمد احمدي وویل: «د حنفي فقهې له مخې د نجلۍ د واده عمر له میاشتنۍ مریضۍ او د هلک لپاره له احتلام وروسته عمر ټاکل شوی دی.»

هغه وايي، په ماشومتوب او تر بلوغ مخکې د هلکانو او نجونو د ودونو دود د هېواد په ځينو سيمو کې له مخکې موجود و چې اوس هم ‎په ځينو سيمو کې دا ډول دود شته.

Views: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.