اسعداباد (پژواک، ۱۷غويی ۱۴۰۴): د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د اروپایي ټولنې په مالي لګښت یې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې کړې چې ۵۰۰ جریبه للمي ځمکې به خړوب کړي.
د کونړ ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست تخنیکي مشاور سید حفیظالله سعیدي د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال وویل، د اروپایي ټولنې د ۱۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ناړۍ ولسوالي مسلماباد او د وټهپور ولسوالي په قلعه سیمو کې د لمریزې برېښنا پر مټ للمي ځمکو ته اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغه وویل: «یادو پروژو کې د څه د پاسه ۱۰۰ زره لېتره په ظرفیت د اوبو ذخیرې، شپېته لمریزې تختې چې پنځلس کیلوواټه برېښنا تولیدوي، ۴۵۰ متره پایپ،۲۰ متره استنادي دیوال، ۴۵۰۰ د املوکو نیالګي، د ۳۳۰ بزګرانو پوهاوی لوړل او ۱۳۲ وړو کاروباریانو سره مرستې شامل وې چې شپږ میاشتو کې بشپړه شوې.»
هغه زیاته کړه، د اوبو د تنظیم په دغو پروژو کې د کانالونو پاکول او استنادي دیوالونو رغول هم شامل وو چې په معیاري توګه یې د رغونې چارې ترسره شوې دي.
ورته مهال، د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقـاني یادې پروژې د خوړو خوندیتوب او د خلکو اقتصادي ودې لپاره مهمه یادې کړې او د اروپایي ټولنې له استازو څخه یې د مننې ترڅنګ د ورته نورو پروژو د تطبیق غوښتنه وکړه.
د یادولو ده چې د کونړ په یو شمېر نورو سیمو کې هم د اروپایي ټولنې په مالي لګښت د للمي ځمکو د خړوبولو په موخه د اوبو رسولو د شبکو چارې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP