کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴): کورنیو چارو وزارت وایي چېامنیتي ځواکونو پکتیکا کې د یوه سوداګر له کوره غلا شوي ۱۱۳ زره امریکایي ډالر او ۹ میلیون کلدارۍ بېرته ترلاسه کړې او په تړاو یې د غلو یوه ډله نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د پکتیکا امنیې قومندانۍ منسوبینو د مرکز ښرنې په مربوطاتو کې په یو لړ عملیاتو کې د غلو هغه درې کسیزه ډله نیولې چې څه موده مخکې یې دغه ولایت کې د یوه سوداګر له کوره ۱۱۳ زره امریکايي ډالر او ۹ میلیون کلدارې غلا کړې وې.
هغه لیکلي، پولیسو یاده اندازه پیسې له غلو بېرته ترلاسه او سوداګر ته یې سپارلي دي.
کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې نیول شوو کسانو ته به د نافذه شریعي قوانینو په رڼا کې سزا ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP