کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): فرانسپرېس خبري اژانس د ځايي او امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې په یوه وسلهوال برید کې لږ تر لږه ۶۹ کسان وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د برید د څرنګوالي، د بریدګرو د هویت او د پېښې د دقیق ځای په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د کانګو امنیتي چارواکو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
سرچینې لیکلي، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په وروستیو کلونو کې، په ځانګړې توګه د دغه هېواد په ختیځو سیمو کې، د وسلهوالو ډلو د پرلهپسې بریدونو شاهد پاتې شوی؛ هغه بریدونه چې له امله یې زرګونه کسان وژل شوي او بېځایه شوي دي.