ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یویشتمه پیړۍ کی د چین او هند ژوره سیالي
یویشتمه پیړۍ کی د چین او هند ژوره سیالي
انتظار خادم
نړیوال تحلیل هر اړخیزو معلوماتو ته اړتیا لري. دا معلومات باید له یوه اړخه ورځنی او له بله اړخه په ارقامو او اعدادو مستند وی. د نړۍ ټول هیوادونه د نورو هیوادونو سره ډول ډول اړیکي لري. بعضی یو طرفه او بعضي یی څو بعدي وي. بعضی یی استعماری او استثماري او بعضي یی په دوه اړخیزو ګټو ولاړی وي.‌ بعضی اړیکي د هېوادونو تر منځ ټول ابعاد پالي او بعضی یی په مشخضو سکتورنو کی سیالي کوي. په هر صورت، د هند او چین اړیکی هم له دی امره مسثتنی نه دي.‌
نړی څه چی په هند او چین به یواځی لسګونه کتابونه ولیکل شي.‌ د دی هېوادونو د تحلیل او تحقیق ابعاد دومره پراخه دی چی د لسګونو مقالو له لمنو به هم بیرون شی مګر زه به یی دلته یواځی په لنډ ډول ستاسو لپاره بعضی ارقام یاد کړم ترڅو تاسو پری نور ژور بحث د خپلی اړتیا سره سم په خپله وکړئ.‌

شک نشته چی هندوستان به په شدت اقتصادي صعود ته روان وي مګر لا ورته ډیره لاره پاتی ده.‌ د هند ګاونډی چین یی لوی سیال او په لار کی لوی خنډ دی. حد اقل د دواړو هېوادونو ۶۰-۶۰ زره عسکر په۴۰۵۶ کیلو متره ګډ سرحد کی پراته او یو بل ته لاس په ماشه ناست دي چی د ۲۰۲۰ کال د ګلوان نښته یی یو مثال دی چی ۲۰ هندي عسکر په کی ووژل شو، شل ځل تر اوسه د دواړو هېودادونو تر منځ مذاکره شوی مګر مسله لا تر اوسه لاینحل پاتی ده.

هند او چین هر کال۱۱۷ ملیارد ډالر مشترک تجارت لري مګر دا متوازن نه بلکی یو طرفه سوداګري ده. معنی په ۱۱۷ ملیارد ډالرو کی ۱۰۱ ملیارد ډالر د چین صادرات او یواځی ۱۶ ملیارد په کی د هند صادرات دي.

د ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۳ کال پوری چین ته د هند صادرات ۰،۶ سلنه کم شوی په داسی حال کی چی هند ته د چین صادرات۴۵ سلنه زیات شوی وي.

تاسو به هرو مرو دا دوه سوداګریز  Trade Surplus او Trade Deficit اصطلاحات اوریدلی وی. کله چی د یوه هېواد بل هېواد ته صادرات ډیر او واردات کم وی نو دی حالت ته Trade Surplus ویل کېږي، مګر کله چی مسله معکوسه شوی نو بیا ورته په سوداګریزه اصطلاح کی Trade Deficitویل کېږي.

اوس نو له ارقامو معلومیږي چی په ۲۰۱۹ کال کی د هند چین سره تجارتی ډیفیست ۵۳ ملیارد ډالر وو په داسی حال کی چی دا رقم په ۲۰۲۳ کال کی ۸۵ ملیارد ډالرو ته پورته شوی او شاید په ۲۰۲۴ کال کی تر سل ملیاردو هم واوړي.

د چین برسیره، په ۲۰۲۳ کال کی د هند ټول نړیوال تجارتی کسر ۱۲۱ ملیارد ډالر وو، دا په داسی حال کی ده چی په ۲۰۲۴ کال کی شاید دا رقم ۷۸ ملیارد ډالرو ته راښکته شي. معنی دا چی هند د نوري نړۍ سره د تجارت بیلانس جوړولی او ساتلی شي مګر په چین دومره اتکاء لري، لکه څومره چی افغانستان په پاکستان متکی دي.‌

‌د صدرعظم مودی حکومت د چین د احتیاج څخه د خلاصیدو لپاره لویی اقتصادي ستراتيژۍ په کار اچولی مګر لا به ډیر وخت واخلی چی د چین سره سوداګریز بیلانس جوړ کړي.

هند د چین مختلف ډول اموال واردوي. دارو درمل، پلاستیک، برقی سامان الات، تکنالوجیکي‌ وسایل او حتی ۷۵ سلنه بطری او د بطریو خام مواد د چین څخه هند ته راځی، دا په داسی حال کی ده چی په ټوله نړۍ کی چینایان د ارزانه مالونو په خرڅولو مشهور چی رقابت یی ممکن نه دی او د برقی موترو د بطریو د جوړولو نړیوال معدنونه او د استخراج انحصار لري.‌

د نړۍ پر مخ هند یواځی هېواد نه دی چی د چین سره په دی وضعیت اخته دی بلکی چین د نړۍ د ۱۲۰ هیوادونو تر ټول غټ تجارتی ملګری دی چی د ډیری حیرانۍ وړ او هند ته یی سیالی بی حده ستونزمنه ده.‌ چین په خپل قدرت پوهیږي او لا هم د دی ځواک د لا پراخیدا په فکر کی دی. ټوله نړۍ د چین د سوداګریز وسعت څخه په ډار کی ده مګر هیڅ یی هم په توان نه دی پوره.‌ څومره چی نړۍ د ازادۍ کوښښ کوي، هغومره به د چین تر سیوری لاندی راځي.

معنی دا چی د چین د اقتصادي انحصار څخه به ازادي ممکنه وي مګر ډیره ستونزمنه هم ده.‌

د بیلګی په توګه،‌ په ۲۰۱۰ کال کی د جاپان د ماهی نیولو کښتی د چین د یوي نظامي کښتی سره د سنکاتو په ایسلند کی ټکر شوه.‌ چین د دی لپاره چی جاپان ته سزا ورکړي، هغه مهال چی جاپان ته د چین لخوا ۹۰ سلنه Rare Earth Minerals یا د لنتینوم او سماریوم په شمول ۱۵ ډول ځمکینی نایاب منرالونه صادریدل چی چین پری ناصافي بندیز ولګوه او جاپان یی د ډیری تنګسی سره مخامخ کړ.

جاپان حتما له مشکلاتو تیر شو مګر ډیر ژر یی تخنکیي ټیم جوړ او د یوه ملیارد ډالرو په مصرف یی خپله فابریکه جوړه کړه چی اوس یی د احتیاج اندازه د ۹۰ سلنی نه ۶۰ سلنی ته راښکته شوی.‌ معنی دا چی که د جاپان غوندی یو لوی اقتصادي هیواد چی هم پسی لری او هم تخنیکي توان، د یو ملیارد ډالرو له مصرف وروسته هم خپل ۶۰ سلنه دا ډول مواد د چین څخه راوړی او بله لار نه لري، نو د هند په شمول به د نورو هېوادونو څه حال وي؟

‌هند د چین سره په خپلو اړیکو خبر او د احتیاج د خلاصیدو لپاره لاس په کار شوی مګر ډیر اوږد سفر یی پر مخ پروت دی.

د مودی حکومت تر اوسه د خصوصي سکتور د ودی او په کور دننه د تولید د تشویق لپاره په ۱۴ سکتورونو کی ۲۶ ملیارد ډالر تخصیص کړی او کمپنیو ته یی ډیر تکسونه معاف کړی او کم کړی مګر تر اوسه لا هم د امید کوم څرک نه تر سترګو کیږي.

په ۲۰۲۳ کال کی د مودی د دی ابتکار په پایله کی هند ته د یو لک کرور هندی کلدارو سرمایه راغلی او ۷۰۰۰۰۰ خلکو ته کار پیدا شوی مګر د هند لویوالی او اقتصادي ستونزو په نظر کی نیولو سره، دا پرمختګ په هیڅ حساب دی.‌

هند نه یواځی د چین سره په اقتصادي لانجه ککړ دی، د نړۍ په سطحه یی ډیپلوماسی هم د چین تر تاثیر لاندی ده.‌

یو مثال یی د هند-روسیی او روسیی-چین رشته ده.

‌په ۱۹۶۲ کال کی چی  د هند او چین جګړه وه، د هغه وخت شوروی امپراتورۍ د چین ملاتړ وکړ، مګر کله چی په ۱۹۷۱ کال کی د هند-پاکستان جګړه وه، نو شوروی د هند ملاتړ وکړ. له هغی وروسته د هند او روسیی رابطه خورا ټینګه او په ډیرو نړیوالو سټیجونو لکه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ډیرو ناستو کی یی د هند په ملاتړ خپله رایه کارولی، مګر دا سلسله د چین په ابتکار، د هند له لاسه تلونکې ده.‌

ولسمشر پوتین د ټاکنو له ګټلو وروسته لمړی بیجینګ ته سفر وکړ او ډیر لوی استقبال یی وشو.‌ شی جین پینګ او پوتین رابطه د دوه سیاست والو نه بلکی د دوه ملګرو په شان ده، ځکه دواړه په یوه کښتی کی سواره دي او دواړو مشرانو دا حالت درک کړی دی.

هر هغه څه چی چین یی د پوتین لپاره کولی شي، په هیڅ دلیل یی هند نشی کولی. ولسمشر پوتین د اکراین په جنګ کی د چین په اوږو سپور دی.‌ لږ تر لږه ۹۰ سلنه د مشخصو وسلو پرزی ( چیپس) د چین څځه روسیی ته واردیږی، په داسی حال کی چی امریکا او ناټو وار وار په چین انتقاد کړی مګر شی جینګ پینګ نړیوال انتقادات نالیدلی نیولی. که داسی امتحان راشی چی د مودی حکومت د پوتین او غرب/امریکا او ناټو ترمنځ انتخاب وکړي، نو هرومرو به هند غربیان انتخاب کړي.

پوتین په دی حساسیت پوهیږی او ځکه خو د هند په پرتله چین ته ډیر قرابت لري. راځۍ لږ نور هم په چین او روسیه تم شو او بیا به د هند-چین خبره راټوله کړو.‌

چین اوس د روسی لپاره اب حیات مثال لري.‌ چین کلنی عاید۱۷ تریلیون ډالر مګر د روسیی کلنی عاید د ۲.۲ تریلیون څخه نه ډېریږي.‌ معنی دا چی د چین نفوس د روسیی لس برابره او اقتصاد یی اته برابره دی.‌ د چین او روسیی ګډ کلنی تجارت ۲۶۰ ملیارد ډالر دی، په داسی حال کی چی د هند-روسی ګډ تجارت د ۶۵ ملیارد څخه نه پورته کېږي.‌

هند هر کال د روسیی څخه۳۶ سلنه کلنی نظامی اسباب اخلی، په داسی حال کی چی چین د روسیی د تیلو او ګازو په زیربنا ۹۵ ملیارد ډالر او د تیلو په سکتور کی ۴۸ ملیارد ډالر سرمایه بنده کړی ده.

په هر صورت،‌ که د هند او روسیی او چین-روسیی رابطه له هره اړخه وڅېړو، نو روسیه به چین ته د هند په پرتله ترجیح ورکوي چی دا د هند لپاره ډیره قیمتی تمامیدای شي.‌

روسیه په سیمه کی یو مثال او داسی نور لسګونه اسیایی، افریقایی او د ختیځ اروپا هیوادونه دی چی د چین سره نښتی او هند به یی هره ورځ تاوان ورکوي.

وروستی دا چی نړیوالی سیالۍ نوی نه ده او نه هم تری تیښته کیدای شي. نړیواله ډیپلوماسی، تجارتی مخالفتونه، نظامي جنګونه، او سیاسي معاملات د هېوادونو د ورځنی ژوند برخه ده مګر سوال دا پیدا کېږي چی د افغانستان په شمول هېوادونه، د دی رقابتونو لپاره څومره عملي،‌ منطقي، غیر احساساتي او پر پایلو منتج قدمونه اخلي او د دی لویو هر اړخیزو سیالیو له طوفان څخه څنګه په امن کی پاتی کېدای شي؟‌

که هند په دومره عظمت د چین او دنیا سره په لانجه اخته دی،‌ افغانستان هره لحظه د دی بغرنج حالت ښکار دی.‌ امید د وخت حاکمان او په ټوله کی، د ملت خبیر او مسلکی خلک د وطن مسایل تحلیل او د توان په اندازه د خپل ملت او هېواد د نجات لپاره لاس په کار شي.

دا چی څنګه باید د خپل وضعیت چاره وکړو، بله لیکنه که به یی تفصیل وړاندې کړم. ‌

د انتظار خادم د اواز کالم د لړۍ (۲) لیکنه

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.