ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه نایابه حنجره چې خاموشه شوه
یوه نایابه حنجره چې خاموشه شوه

لیکوال: نعمان دوست

په انګړ کې مو ګڼې ونې وې. یوې یې ښه سم سیوری جوړ کړی و. همدې لاندې مې کټ ایښی و او راډیو مې اوریده. دا راډیو په یوه زاړه غټ ټایپ کې وه. د راډیو انتن پسې مې لاین غوټه کړی و او د ونې په یوه ښاخ پسې مې تړلی و. د همدې راډیو په مرسته به په جلا وطنۍ کې له خپل وطن څخه راپورته کیدونکيو خوږو غږونو ته غوږ وم.
د روژې میاشت وه؛ خو زه لا هغه وخت له دې الهي ازمونه معاف وم. د روژه ماتې په مهال به زموږ روژه داران انګړ کې پر پلاستیکي سترنجۍ ناست ول او ما به کټ کې ډډه وهلې وه.
په هغه ماښام، اذان ته لږ وخت پاتې و. د راډیو ستن مې ګرځوله، پر یوه څپه برابره شوه. له دې څپې د ملکوتي کلام خواږه په داسې انداز کې را پورته کیدل چې راسا د زړه رګونو ته داخلیدل او زړه ته یې نشاط ور بخښه.
څپه مې په نښه کړه. دا د کابل راډیو څپه وه چې هر ماښام یې له روژه ماتې یو ساعت وړاندې تلاوت نشروه. که څه هم په کور کې مو د قاري باسط، قاري عنطر، قاري رقیه او… کسیټې وې؛ خو کوم اغیز چې له کابل راډیو څخه نشریدونکي تلاوت را باندې وکړ، په نورو کې مې هومره نه و محسوس کړی.
دا نو عجیبه وخت و؛ د شورویانو له وتلو دوه کاله تیر شوي ول. کابل واکمن د سولې نارې وهلې؛ خو تنظیمونو د بیرونیو ملاتړو په مټ په ټول شدت جګړه جاري ساتله. د کابل حکومت یې کفري باله او سوله یې ورسره د خپلې تقوا خلاف عمل ګڼه. موږ په کیمپونو کې دا هم اوریدل چې کابل کې جوماتونو ته غټ غټ قلفونه پراته دي. خو له همدې ( کافر) کابله، د قرانکریم نشریدونکیو زرینو پلوشو ته مو پام نه و.
دا له بې شانه تاثیر او خوندونو ډک غږ د الحاج قاري برکت الله سلیم و، چې نن د تل لپاره ټپ شو.
انا لله و انا الیه راجعون
(2)
د طلايي حنجرې لرونکي دغه قاري صیب سره مې له ماشومتوبه آشنايي پیدا شوه؛ خو دا اشنايي صرف د نوم وه چې د راډیو د څپو له لیارې ټینګه شوې وه.
یو ارمان مې دا و چې له نږدې یې وګورم او له لیدلو یې فیوضات حاصل کړم.
وختونه تیریدل، زموږ د مهاجرت دوره پای ته و رسیده. خپل خواږه وطن ته راغلو او بیا مو پنځه کاله ( ۱۳۷۱- ۱۳۷۵) د هغو اشخاصو د واک ننداره هم وکړه چې ځانونه ورته له ټولو غوره مسلمانان ښکاریدل.
د دوی وحشیانه او ویجاړونکې دوره د ( شر او فساد ) د لقب په ګټلو پای ته رسیدلې وه او یو نوی نظام حاکم و. د همدې نوي نظام په درېیم یا څلورم کال مې کابل راډیو کې د یوه رضاکار په توګه له څو نورو مشرانو ملګرو سره د ( ادبي انګازې) په نوم اونیز پروګرام چلولو ته اوږه ورکړه.
په هغه ورځ مې همدا قاري صیب برکت الله سلیم میلمه و. مخامخ لیدلو ته یې ډیر لیواله وم. بالاخره د ستډیو ور پرانیستل شو او دا مبارک انسان راننوت. هرکلي ته یې ولاړ وم. غیږ مې ورکړه؛ خو بیرته لرې کیدلو ته مې زړه نه کیده. لکه د هغه له زړه چې قراني وړانګې راپورته کیږي او سیده زما زړه ته راننوځي.
قاري صیب، راسره د خپلې شاعرۍ په اړه خبرې وکړې. هغه ته خپل شعرونه په یادو زده ول او یو په بل پسې یې څو غزلې راته وویلې.
د تلاوت په اړه یې راسره اوږدې خبرې وکړې، په دې سپیڅلي ډګر کې یې د خپلو لاس ته راوړنو په اړه وغږیده. ویل یې چې شاوخوا لس نړیوالۍ سیالۍ یې ګټلي دي. هغه د نورې نړۍ ،په ځانګړې توګه، د عربي نړۍ د قاریانو په اړه هم خبرې کولې. ویل یې: د هغوی قاریان ځانګړي ډاکټران لري، ځانګړي خواړه خوري او…
خبره مې ور پرې کړه، ما ویل قاري صیب: تاسو هم خاص خواړه خورئ؟ دا کوم ډول خواړه دي؟
غلی شو، یوه ترخه موسکا یې وکړه او بیا یې ویل: هر څه چې په دسترخوان کیښودل شي، ځانګړي له کومه شول!
قاري صیب ټول عمر د خدای ج کلام ته وقف کړی و، دعا کوو چې الله ج یې په ښکلي جنت ونازوي. ان شاء الله داسې ځای ته به لاړ شي چې هرڅه یې زړه وغواړي هغه به ور رسیږي، ځکه چې: ((…وَلَكُمۡ فِيهَا مَا تَشۡتَهِيٓ أَنفُسُكُمۡ وَلَكُمۡ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ))
پر ګور یې نور او یاد یې تلپاتې
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 959

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.