ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د فدرالي نظام ګټې او تاوانونه
په افغانستان کې د فدرالي نظام ګټې او تاوانونه

لیکواله: فرښته جلالزۍ

په افغانستان کې د فدرالي نظام د ګټو او تاوانونو په اړه په خبرو کولو ځان بې شعوره راته ښکاري، خو پر دې چې که زه افغانه یم او د خپل وطن تاریخ او ملي هویت او ملي ګټې پېژنم؛ نو باید په دې کې هیڅ د بحث ځای نه وي چې زموږ د وطن قومي او تاریخي جوړښت او موجود ټولنیز حالت او جغرافیه اصلاً د فدرالي لپاره د یوې خبرې ځاي هم نه لري.

خو که تاسو علاقه لرئ چې په جزییاتو یې وپوهېږئ، نو لومړی به یې په کتابي رقم درته تشریح کړم. البته دا ډېر لوي بحث دی او زه یې دلته په دې یاددښت کې اساسات لیکم.

فدرالي د حکومت کولو یوه سیاسي طریقه ده لکه شاهي، جمهوري او دیموکراسي. په فدرالي نظام کې قدرت په یوه ملي (مرکزي) حکومت او څو سیمه‌ییزو یا محلي حکومتونو وېشل کېږي.

مثلاً، کابل مرکزي حکومت او ۳۴ ولایتونه سیمه‌ییز حکومتونه.

په فدرالي سیسټم کې د واک چلولو طریقه څنګه ده؟

په فدرالي سیسټم کې اساسي قانون د قدرت اصلي مرجع ده. یعنې اساسي قانون د مرکزي حکومت او د نورو سیمه‌ییزو حکومتونو صلاحیتونه، واک او مسوولیتونه ور وېشلي دي. د مرکزي حکومت او د سیمه‌ییزو حکومتو صلاحیتونه فرق لري. هر سیمه‌ییز حکومت د خپل قدرت او صلاحیت په چوکاټ کې فعالیت کوي، خو په ځینو مسایلو کې چې قانون ټاکلي‌ د مرکزي حکومت تر فرمان لاندې دي. د بېلګې په توګه امریکا په نړۍ کې د فدرالي سیسټم یوه پخوانۍ نمونه ده. په امریکا کې اساسي قانون د قدرت اصلي مرجع ده. تر اساسي قانون لاندې یو مرکزي حکومت دی او پنځوس ایالتونه یا سیمه‌ییز حکومتونه کار کوي. خو لویې پرېکړې د مرکزي حکومت په لاس کې دي. د بېلګې په توګه له امریکا د دفاع او د ملي امنیت د ساتلو لپاره پرېکړې کوي، خارجي سیاست ټاکي. د ضرورت په وخت کې د جنګ اعلان کوي. سرشمېرنه کوي، د پيسو او اسعارو پالیسي جوړوي.

ایالتي حکومتونه بیا اړ دي چې په دغو ټولو مسایلو کې د مرکزي حکومت خبره ومني. مګر په ځینو نورو مسایلو کې خپلواکي لري.

مثلاً: هر ایالت صلاحیت لري چې ځان ته ټېکس یا مالیه وټاکي او ټوله یې کړي. یعنی که تاسو په امریکا کې کار کوئ، هم د مرکزي حکومت مالیه ورکوئ او هم په هغه ایالت کې چې کار کوئ، د ایالت مالیه ورکوئ. یعنې هر کارګر دوې مالیې ورکوي.

هر ایالت د خپلې مالیې له پیسو خپل پولیس روزي، قانون نافذوي، ایالتي انتخابات کوي، خپل تعلیمي موسسات چلوي. مرکزي حکومت د اړتیا په وخت کې مرسته ورسره کولائ شي.

خلاصه: فدرالي نظام د اساسي قانون له مخې چلېږي. مرکزي حکومت د ټول وطن په سطحه پرېکړې کوي.

ایالتي حکومت په خپله ساحه کې خپل قانون چلوي. په امریکا کې د دغه سیسټم ټینګولو لپاره ډېر خونړي جنګونه شوي‌ دي. د بېلګې په توګه د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې د امریکا شمالي او جنوبي ایالتونو ترمنځ څلور کاله داسې خونړی جنګ وشو چې تر شپږ نیم لکه ډېر عسکر په کې ووژل شول. دا چې څومره ملکي خلک وژل شوي او څومره تباهي پېښه شوي لا جلا خبره ده. خو اوس، امریکا د دنیا ستر اقتصادي او نظامي قدرت دی.

د امریکا په یوه سر کې چې ماشۍ الوځي، مرکزي حکومت پرې خبر دی. د امریکا استخبارات او پولیس او اردو په نړۍ کې ساری نه لري؛ نو فدرالي نظام ښکلی کار کوي، هر څوک خپل مسوولیت پېژني او د خپل صلاحیت په چوکاټ کې پرمخ ځي.

په امریکا کې د بیان ازادي ته احترام کېږي؛ مګر هېڅ څوک د امریکا بنسټ ایښودونکي جورج واشنګټن ته سپکاوی نه شي کولائ. په امریکا کې خلک د غونډې، لاریون، اعتراض او احتجاج حق لري؛ مګر هېڅوک اجازه نه لري چې د امریکا ملي ګټو ته تاوان ورسوي. که څوک د یوې خاشې سرغړونه وکړي، قانون حساب ورسره کوي. سیسټم داسي حاکم دی چې څوک د ټېکس یو ډالر نه شي غلا کولی او که څوک د لسو ډالرو په درغلۍ ګېر شو، پولیس یې زندان ته وړي.

اوس نو راځو زموږ بېچاره وطن ته؛

۱: موږ پرمختللې ټکنالوجي نه لرو.

موږ پرمختللي سازمانونه نه لرو.

موږ د اوس لپاره داسې تعلیمي نظام نه لرو چې خلک د ملي ګټو پر اساس وروزي.

موږ خپلې ملي ګټې نه دي تعریف کړې؛ یو کوچنی مثال یې له پاکستان سره زموږ اړیکه ده.

موږ لا هم نه پوهېږو چې له پاکستان سره څه وکړو؛ زموږ یو واکمن وايي چې پاکستان سر سخت دښمن دی، بل واکمن وايي چې د پاکستان په خوشحاله ساتلو کې زموږ پرمختګ دی.

زموږ یو واکمن وايي چې پېښور زما خاوره ده، بل واکمن په تورخم کې دروازه ورسره افتتاح کوي.

۲- زموږ وطن سیسټم نه لري.

زموږ په وطن کې بانکي او مالي سیسټمونه کمزوري دي، عدلي سیسټم کمزوری دی، د قانون د انفاذ ځواکونه (پولیس) په اجوره کار کوي.

داسې پیاوړي سازمانونه/ ادارې نه لرو چې د قانون عملي‌ کولو لپاره کار وکړي، موږ داسې پیاوړی سیسټم نه لرو چې زموږ لګښت او ګټه کنټرول کړي.

جمهوریت لکونه مامورین، پولیس او عسکر درلودل، مګر په شل کاله کې یې حتا له خپلو چارواکو د برق پیسې نه شوې ټولولی. په شل کاله جمهوریت کې له ګمرکونو د قیمتي توکو موټر د مالوچو په تول راتېرېدل.

فکر وکړئ چې که په افغانستان کې نظام فدرالي شي، مرکزي حکومت به په کابل کې وي، هرات به ځان ته حکومت وي او خپله مالیه به ټولوي؛ له هرات سره به څوک څنګه محاسبه کوي چې د اسلام‌کلا له بندره یې څومره مالیه ټوله کړې ده؟

د افغانستان له جمهوریت سره په لک‌هاوو نړۍوال عسکر وو، یونیم لک یې خپل پولیس او عسکر وو، خو په هرات کې یې د یوه اسماعیل خان مخنیوی نه شوای کولای. خو تر ټولو خطرناکه مسئله دا ده چې په فدرالي سیسټم کې هر ایالت ځان ته پولیس او عسکر او وسله‌ لري.

زموږ په وطن کې کلونه کلونه جنګ شوی، تاسو فکر وکړئ چې په افغانستان کې ۳۴ ایالته وي او هر یو ځان ته وسلې او وسله‌وال ولري، څه حال به شي؟ د کابل کورنۍ جګړې د څو ډلو وې، پنځه ډلې، دا پسې ۳۴ کړئ.

موږ د اوس لپاره داسې تعلیمي نظام نه لرو چې زموږ متعلمین په ملي روحیه وروزي.

کله چې د یوه هېواد خلک په واحده ملي روحیه نه وي روزل شوي، ملي ګټې یې نه وي تعریف شوې، قوي استخبارات ونه لري، د قانون نافذولو پياوړي پولیس ونه لري، مستقل او فعال قضايي سیسټم ونه لري، هر څوک ناسمه استفاده ترې کولای شي، په داسې حال کې زموږ په وطن کې له قومي مسایلو په ډېره اسانۍ استفاده کېدلای شي.

تاسو د بشري حقونو د څارنې نړۍوالې ادارې راپور لیدلی چې په ۲۰۰۱ کال کې د ځینو ګوندونو وسله‌وال د خلکو کورونو ته ورننوتل او پر ښځو یې جنسي تېري وکړل، مالونه یې چور کړل او ځوانان یې ووژل.

تاسو قیاس وکړئ چې بلخ یو جلا حکومت شي د خلکو به څه حال وي؟

په هر حال، د افغانستان د فدرالي کېدو نظر ته له ډېرو کلونو په منظم ډول او دوامدار کار کېږي.

ولې؟

باور پر دې دی چې د دغه نظر پلویان که طاهر بدخشي و، که پدرام دی یا نور چیزفهمان دي؛ فکر کوي چې فدرالي کېدل د افغانستان د تجزیې لپاره مقدمه جوړولی شي.

په جمهوریت کې د دې لپاره ډېر کار وشو، د بېلګې په توګه دایکنډي ولایت شو، پنجشېر ولایت شو، د هرات شینډنډ ولسوالۍ، د غزني مقر او د ننګرهار شینوارو هم د ولایت کېدو ډېرې نارې وکړې.

که جمهوریت سقوط شوی نه وای، د بدخشان پامیر، د هرات اسلام‌کلا، د غور تیوره، د فاریاب اندخوی‌ او د غزني جاغوري ولسوالۍ هم په ولایتونو بدلېدې.

شاید د زیاتو ولسوالیو د ولایتونو کېدو تر شا یو اساسي نظر دا و چې په فدرالي نظام کې به هر ولایت ځان ته ایالت وي، هر قوم چې زیات ولایتونه لري، زیات حقوق، زیاته پانګه او صلاحیت به لري، شاید بیا چې د تجزیې غږ کېده، ډېر پلویان به یې لرل.

که داسې نه وو نو د شینوارو حق او د پنجشېر حق ولې مساوي نه و؟

مثلاً، په فدرالي سیسټم کې به پنجشېر جلا ایالت و، پنجشېر به حق درلود چې خپل زمرد په چا خرڅوي او په څو یې خرڅوي؛ بیا له پنجشېر سره مرکزي حکومت د زمردو حساب کولای شوای؟

بل مثال: تاسو خبر یاست چې په ۲۰۱۶ کال کې د اشرف غني حکومت د منځنۍ اسیا د وارداتي برق پروژه (توتاپ) اعلان کړه خو د بامیان خلکو اعتراض وکړ چې د پروژې سویچ باید د دوی په ولایت کې وي.

حکومت بامیان ته برېښنا ورکوله خو د بامیان خلکو ویل چې موږ سویچ غواړو؛ په کابل کې یې مظاهره وکړه، چاودنه په کې وشوه او ډېر مظلومان په کې شهیدان او زخمیان شول، بالاخره توتاپ له توتاپ سره ولاړه.

ایا په داسې وطن کې فدرالي نظام کار ورکوي؟

په خپله په کابل کې هم ورته مسایل بې شمېره دي؛ یو ښه مثال یې د کوټه‌سنګي (میرویس‌میدان) هوايي پُل دی؛ د کوټه‌سنګي هوايي‌ پُل په یوولس میلیون ډالرو جوړ شوی دی، هدف یې دا و چې په کوټه‌سنګي کې بېروبار کم کړي، مګر پل سرچپه جوړ شوی دی، ولې؟

په دې خاطر چې د سیمې یوه ډله خلک راپورته شول چې پل باید د دوی په سیمه کې جوړ شي، حکومت مجبور سو چې پُل سرچپه جوړ کړي، د سرچپه پل ګټه څه شوه؟ هیڅ! په کوټه‌سنګي کې د موټرو بېروبار پر خپل ځای پاتې شو، تر پله لاندې به پر نشه‌یي توکو روږدي کسان کښېناستل او له باد او بارانه بچ شوي وو.

کابل چې دومره زور نه لري چې یو پل سم جوړ کړي؛ نو که هرات ځان ته حکومت وي، د اسلام‌کلا د ګمرګ حساب به څوک کوي؟ بیا به د کابل له هرات سره جنګ وي.

زه باور لرم چې فدرالي سیسټم د همداسې کورنۍ جګړې ښه میدان دی.

شاید دا هماغه مسئله ده چې امیر عبدالرحمن خان یې د حل کوشش وکړ؛ د امیر عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې زرګونه پښتانه مجبور شول چې خپل کلي او کورونه، خپل شنه باغونه او سمسورې ځمکې اېله کړي او نورو سیمو ته کډه شي.

چا غوښتل چې له غزني څخه قطغن ته کډه شي؟ له کونړه یې کډې وربار کړې او د قطغن په دښتو کې یې واچول، د عبدالرحمن خان په واکمنۍ کې د دغه فرمان زرګونه پښتانه مخالفان خانان او ملکان ووژل شول.

عبدالرحمن خان په نورو قومونو هم رحم نه دی کړی، خو هدف یې د داسې ملي پروژې عملي کول وو چې د افغانستان قومونه داسې سره ګډ شي چې بیا یې د جلا کېدو امکان کم وي. دا چې عبدالرحمن خان ښه کار کړی یا بد، د تاریخ‌پوهانو قضاوت دی، دا قضاوت موږ د افرادو په حیث نه شو کولای؛ شاید د هغې لویې قربانۍ نتیجه دا ده چې نن د میدان‌وردګو په بهسود کې هزاره دي، په چک کې پښتانه دي او په دایمیرداد کې پښتانه او هزاره سره ګډ دي؟ ودونه یې سره کړي، دوستۍ لري، مړي او ژوندي یې سره ګډ دي، دا خلک چې سره جلا کوې، نو د وینې سېلونه به بهېږي.

د فدرالي نظام راتلونکی:

تاسو پوهېږئ چې داسې پروژې د یوې ورځې یا لسو کلونو لپاره نه وي؛ طاهر بدخشي د پاچا په زمانه کې د فدرالي نارې وهلې، پدرام په شل کاله جمهوریت کې د فدرالي نظام نارې وهلې، ډېر نور خلک یې شاید صریح نه وايي، مګر موافق دي، دا یو اوږدمهالی فکر دی.

دا چې نن زه مجبوره یم چې د افغانستان ټول مسایل له پامه وغورځوم، د فدرالي پر تاوانونو یاددښت ولیکم، دا د هغه اوږودمهاله کمپاین برخه ده.

د خلکو یوه مشخصه ډله غواړي چې د فدرالي نظام په اړه غوغا جاري وساتي څو دا فکر د خلکو په ذهن کې تازه پاتې شي او کله چې یې موقع برابره شوه، عملي یې کړي، که نن وه او که سل کاله وروسته وه، فرق نه لري.

فکر کوم چې دا ډېر وخت غواړي چې د هرات بارکزي دومره بې‌شعوره شي چې د فدرالي نظام تر پلمې لاندې د کندهار له بارکزو جلاکړون ومني، بالاخره پښتانه د افغانستان د ولس برخه دي، دا د فدرالي تجزیې برنامه هغه وخت پیاوړې کېدلی شي چې پښتانه هم ورسره یوځای شي.

زه وینم چې یو شمېر خارج مېشتي کم سواده او کم شعوره پښتانه له نورو کورسوادو خارج مېشتو سره پر ټوېټر سپېسونه جوړوي او په دې اړه په بحثونو کې خوش خیالي کوي، دا جاهلان نه ویني چې د وطن تر نیمايي زیات خلک په نس نه دي ماړه!

عاقلانه خبره دا ده چې اول له خپل وطنه امریکا جوړه کړي، یا دې سویس ترې جوړ کړي او یا دې د جرمني سیالي ته ور ورسوي.

په کومه ورځ چې د افغانستان عسکرو په هند او سیند کې لنګر اچولی و، طب یې له سویس سره ډغرې وهلې او اقتصاد یې جرمني ته چلینج ورکاوه، بیا د فدرالي غم وکړئ.

بیا به زه هم چکچکې ورته وکړم!

اوس دې پر ځان ریشخند نه وهي، اوس دې په وطن کې پر مظلومو خلکو ملنډې نه وهي.

زما د نیا په کور کې یو مزدور و چې پزه یې بېخي پيته وه، یو وار بېچاره زکام شوی و او پزه یې بهېده، په دسترخوان ناست و، پزه یې بهېده، انا مې ورته ویل: «ځوانیمرګ سې، هسې خو دې ښه پزه نه وه، زکام لا د الله ببوغی کړې.» بېچاره یې له دسترخوانه پورته کړ.

نو د افغانانو هسې هم ښه پزه ده، د فدرالي بحث چې کوي لا ځانونه وشرموي، پر دې بېخي لویه چلیپا کش کړئ.

هر ځای چې یې هر چا بحث کاوه، دغسې یې وشړئ لکه زما د انا مزدور.

غریب خلک یو، د شاه دوشمشېره روی دی، غوږ مه ورته نیسئ او اشتراک مه په کې کوئ!

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک خبري اژانس يې مسووليت نه اخلي.

Views: 411

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.