ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د خپلو طبیعي زېرمو او ستراتيژیک موقعیت له امله د چین او هند په نوې سیالۍ کې
افغانستان د خپلو طبیعي زېرمو او ستراتيژیک موقعیت له امله د چین او هند په نوې سیالۍ کې

لیکوال: د پوهنتون استاد او نړۍوالو اړیکو کارپوه عزیزاحمد فضلي

د «افغانستان د سيمه‌ييزې همکارۍ ابتکار» ناسته کې چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په ۳۰مه په پلازمېنه کابل کې د سیمې هېوادونو د استازو په ګډون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب ترسره شوه، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله، د دې ناستې اساسي موخه  له افغانستان سره د سیمې هېوادونو همکاري او تعامل ښودل شوی دی. له دې ناستې یو ورځ وروسته د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د چین ولسمشر د اسلامي امارت د استازي بلال کریمي باورلیک ومانه او همدارنګه له دې ناستې څلور ورځې وروسته د فبرورۍ په درېیمه د پاکستان د موقتې ادارې مشر انورالحق کاکړ په یو رسنیزه غونډه کې د کابل پر وړاندې خپل څو میاشتنی سخت دریځ مات کړ او له اسلامي امارت سره یې پر اړیکو ټینګار وکړ.

دا چې چین له څه کم درې کاله احتیاطي اړیکو ولې دومر ژر له کابل سره د ګرمو اړيکو نوی باب پرانیست او د پاکستان د موقتې ادارې سخت دریځ ولې د کابل پر وړاندې نرم شو؟ هغه پوښتنې دي چې تېرې ځو ورځې پرې رسنۍ او کارپوهان کار کوي. تېرې څو ورځې د افغانستان په بهرنيو او ډیپلوماتیکو اړیکو کې یو نوی باب و؛ چین خپل څه کم درې کلن احتیاطي تارونه له کابل سره پیاوړي کړل، تاشکند او متحده عربي اماراتو افغان سفارتونه د اسلامي امارت استازو ته وسپارل او د پاکستان موقتې ادارې خپل څو میاشتنی دریځ له کومې لاستې‌راوړنې پرته نرم کړ.

له بلې خوا، د کابل او نوي ډيلي په اړیکو کې  دوه کلنه چوپتیا وروسته له هغه ماته شوه، کله چې د هند حکومت د پخواني جمهوري نظام سفیر او ډېپلوماتیکو کارکوونکوو ته د ویزو له تمدید څخه ډډه وکړه او بالاخره د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۲۴مه په دغه هېواد کې افغان سفارت خپلې چارې وځنډولې چې دغه کار د اسلامي امارت دوه کلنه هیله ور پوره کړه او د دغو دواړو هېوادونو په اړيکو کې نوی څپرکی پرانیستل شو، د هندوستان ټایمز د خبر له مخې، د هند او افغانستان اړیکې وروسته له هغه ډېرې د پام وړ وګرځېدې چې د هند استازي د «افغانستان د سيمه‌‌ييزې همکارۍ ابتکار» فارمټ کې ګډون وکړ او همدارنګه په عربي متحده اماراتو کې د دغه هېواد استازي د اسلامي امارت سفیر بدرالدین حقاني د هند ملي جشن ته دعوت کړ. د نوي ډيلۍ او کابل ترمنځ د اړیکو او تعامل دا څپرکی داسې وخت پیلېږي چې د هند له دوو ګاونډوو رقیبو هېوادونو (پاکستان او چین)  سره د اسلامي امارت اړیکې نوی رنګ اخلي.

د کابل او اسلام اباد اړیکې له افغان مهاجرینو سره د ناوړه چلند، سرحدي شخړو او بېځایه تورونو لګولو له امله سړې شوې، له بلې خوا چین د هند یو سیمه‌ییز رقیب او د پاکستان د ستراتیژیک ملګري په توګه له اسلامي امارت سره د پراخو تجارتي او اقتصادي اړیکو د رغېدا په درشل کې ده چې هند له دې اړیکو څخه په اندېښنه کې ده.

له پاکستان سره وروستي کړکېچونه او په دې تړاو د چین چوپتیا هغه څه دي چې اسلامي امارت یې د نوو لارو چارو او نورو هېوادونو سره د اړیکو پر رغېدا مجبور کړی، د دې خبرې ثبوت له هندوستان، مرکزي اسیا او ایران سره د نوو اقتصادي او تجارتي اړیکو پیل دی، د ۲۰۲۳م کال د نومبر په نهمه ایران ته د رییس‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ یو ټیم سفر او په دغه هېواد کې له بېلابېلو چارواکو سره لیدنې او د رسنیو د راپورونو پر اساس، چابهار بندر څخه د دغه ټیم لیدنه د دې پخلی وکړ چې اسلامي امارت له سیمې سره د تجارتي راکړې ورکړې لپاره د پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو پر ځای پر بدیلو لارو غور او کار کوي، همدارنګه د «افغانستان د سيمه‌‌ييزې همکارۍ ابتکار» ناسته کې د چابهار بندر د توسعې او له کابل سره د پراخو او حسنه اړیکو د ټینګښت اړوند د هند د شارژدافیر وینا د چین او پاکستان لپاره یو واضح پیغام او د خطر زنګ و.

چابها بندر د ایران کې له تر ټولو سمبال او پرمختللی سمندري بندر دی چې په مستقیم ډول له سمندر سره وصل دی او د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره تر ټولو غوره قطب شمېرل کېږي چې د ایران په جنوب سیستان او بلوچستان ولایت کې موقعیت لري. دغه بندر د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله خورا مهم دی چې د منځنۍ اسیا په وچه کې د پرتو هېوادونو (افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان) ازادو اوبو ته د لاسرسي تر ټولو نږدې لاره ده د (Drishti IAS) بنسټ د یوې لیکنې پر اساس د دغه بندر په پراختیا او پرانیستو سره هندوستان خپلو اساسي موخو ته (افغانستان کې نفوذ او د دغه هېواد طبیعي سرچینو ته ازاد لاسرسی، د مرکزي اسیا مارکېټ او منابعو ته لاسرسی او په دې سیمه کې د چین د نفوذ مخنیوي په موخه د دغه هېواد سیالۍ ته ځان اماده کول او له سیفیک پروژې سره سیالي) ده، رسېدلی شي. هند د چین د سیمه ییز هژمون او نفوذ پر وړاندې ډېر جدي دی چې د مخنيوي لپاره یې هیڅ ډول فرصت له لاسه نه ورکوي. هند د چین د یوې لارې او يو کمربند پروژه د ځان لپاره يو تهديد ګڼي، دا پروژه نوي ډيلي د خپل ملي امنیت لپاره د ګواښ په توګه تعریفوي، بلخوا د چین او اسلام‌اباد ګډ اقتصادي دهلېز (سیفیک) د دې سترې پروژې د یوې برخې په توګه په ډېر مهارت نړۍوالو او سیمې ته ورپېژندل شوې، خو حقیقت کې دا دهلېز د دې سترې اقتصادي پروژې برخه نه ده، دا پروژه په ډېر مهارت د چین او پاکستان ترمنځ ډیزاين شوې چې د چین او پاکستان ترمنځ د امنیتي – ستراتیژیک یووالي سمبول او له هندوستان سره پر دښمنۍ یې بنسټ اېښودل شوی.

چین د خپل هژمونیک موقعیت د تثبیت، د سیمې د انرژۍ پر مارکېټونو کنترول او خپل سیمه ییز نفوذ په هځه کې دی چې د دې موخې ترلاسه کولو لپاره یې په سیمه کې سترې پروژې تر لاس لاندې نیولې، چې مهمه پروژه یې له پاکستان سره په ګډه سیفیک پروژه ده، چین پر دې پروژې ستره پانګونه کړې او د چابهار بندر پروژه د دې پروژې پر وړاندې د سیالې پروژې په توګه پېژني د (Central Eurasia Studies) څېړنیز بنسټ د (۲۰۳۳) د یوې څېړنې له مخې، چین غواړي چې د واخان دهلېز له لارې افغانستان او ایران د سیفیک پروژې ته په داخلولو سره په چابهار کې پانګې اچونې اړوند د دغو هېوادونو علاقه کمه او د چابهار له لارې د سیمې لپاره د هند موخې او ستراتیژۍ بې اغېزې کړي.

همدارنګه هند او چین د تکنالوجۍ د ستر صنعت په درلودو سره یو  له بله په دې برخه کې جدي سیالان بلل کېږي، دواړه هېوادونه د خپلۍ تکنالوجۍ صنعت د ودې او نورو صنعتونو چلولو لپاره خامو موادو (نفت، ګاز، د ډبرو سکاره، مس، لیتیم…..) ته اړتیا لري، دا دواړه هېوادونه په دې هڅه کې دي چې دا منابع ارزانه او نږدې ترلاسه کړي، چې د دوی لپاره غوره ټاکنه د مرکزي اسیا، منځني ختیځ او افریقا ده، موږ په دې سیمو کې د دې منابعو پر سر د دې هېوادونو ترمنځ د سیالۍ شاهدان یو. افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو بلخصوص د لیتیمو پراخو سرچینو درلودلو له امله د دغو هېوادونو لپاره مهمه ټاکنه ده چې دا هېوادونه په همدې موخه په افغانستان کې د زیات نفوذ په لټه دي او د دغو هېوادونو له جملې دواړه په دې هڅه کې دي چې موجوده نظام ته د بېلابېلو امتیازاتو په ورکولو خپل رول پیاوړی او ډېره ګټه وکړي چې چین اسلامي امارت ته په سیاسي اړیکو (سفیر منل او پر پاکستان فشار راوړل، څو له کابل سره اړیکې ښې او خپل دریځ کې نرموالی رامنځته کړي) لومړی امتیاز ورکړ. چین او پاکستان د پياوړو اقتصادي اړیکو ترڅنګ له هند سره د دښمني ګډ ټکي په سیمه کې ستراتيژیک دوستان کړي، له بلې خوا پاکستان په یوازې ځان د هند رقابت نه شي کولی او همدارنګه دې مسئلې ته هم اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې دې هند پراخ نفوذ ولري، نو د همدې موخې لپاره د چین دوستي ته اړ دی، د پاکستان نیوز رسنۍ د خپل حکومت د پخواني چارواکي جان اڅکزي له قوله ویلي چې له هند سره د سرپرست افغان حکومت اړیکې تر پخوا ډېرې نږدې شوې دي چې له امله یې پاکستان اندېښمن دی) چین او پاکستان د کابل او هند د اړیکو پراخېدو او چابهار پروژې ته د دغه هېواد د ورګډېدا مخنیوي په موخه کابل ته پورته ذکر شوي امتیازات ورکړل، وبه ګورو چې هند کابل ته څه ورکوي.

دا له هیچا پټه نه ده چې موږ د سیمه ییز ګېم او منطقوي رقابت د ثقل په مرکز کې قرار لرو او دا ځل مو د سترو قدرتونو لوبې ته خپلې طبیعي سرچینې ور ټېل وهي، د سیمې هیځ ځواک ته دا د منلو نه ده چې پر طبیعي سرچینو مالامال او د بهترین ستراتیژیک موقعیت درلودونکی افغانستان خپلو سیالانو ته پرېږدي چې دا سیاست له پېړیو را په دېخوا د افغانستان لپاره د سیمې او نړۍ د ځواکمنو هېوادونو له خوا تعقیبږي، په تاریخي لحاظ د روسیې او انګلیستان، روسیې او امریکا، چین او امریکا، ایران او عربستان، هند او پاکستان له خوا د دې ډول رقابتونو او سیاستونو شاهدان یو او دا ځل زموږ هېواد د خپلو طبیعي سرچینو او ستراتیژیک موقعیت له امله د چین او هندوستان سیالي تجربه کوي.

په پایله کې ویلی شو چې چین د یوې لارې او یو کمربند پروژې او پراخو اقتصادي پلانونو په درلودو سره غواړي د نفوذ ساحه پراخه او خپل سیمه ییز هژمونیک موقعیت ثابت کړي، بلخوا هند له چین سره په بېلانس رامنځته کولو او د چین د نفوذ مخنیوي په موخه موازي ګامونه اخلي چې د چابهار بندر او د منځي ختیځ له لارې له اروپا سره نوی اقتصادي دهلېز یې ښې بېلګې دي. چین د چابهار پروژې او د هند د ذکر شوو موخو مخنیوي او سیفیک پروژې د لا اغزمنتیا په موخه، افغانستان د واخان کوریډور له لارې دې پروژې ته ور داخل کړ، څو له دې لارې ایران ته دا پروژه وغځوي چې د چابهار توسعه او اغېزمنتیا تر خپل سیوري لاندې راولي او د دغو هېوادونو په مارکېټونو او د انرژۍ په سرچینو خپل نغوذ زیات کړي، خو هند ته دا مسئله د منلو نه ده، له یوې خوا همدا رقیبې پروژې او له بلې خوا سیمې او د افغانستان طبیعي سرچینې بلخصوص لیتیم هغه څه دي چې په دې سیمه کې رقابت رامنځته کوي او موږ دغه اور ته ورټېل وهي.

د چین له خوا د کابل استازی منل او د اسلام اباد د دریځ نرموالی د کابل او نوي ډيلي د اړیکو د پیاوړتیا مخنیوي او د کابل په وروستۍ ناسته کې د هند د استازي له وینا څخه وروسته د چابهار لوري ته د کابل د پام وراوښتو، د سیفیک له لارې د واخان کوریډور پراختیا، د سیمې او افغانستان له طبیعي زېرمو د هند د څنډې ته کولو په موخه ده چې باید موجوده حاکم نظام په خپل بهرني سیاست کې د سیمې د ځواکمنو هېوادونو بلخصوص، هند – چین او هند – پاکستان ترمنځ خپله موازنه او بې طرفي حفظ، متوازنې اړیکې ایجاد  او له احتیاط څخه کار واخلي، کنه نو پایلې به یې ډېرې خطرناکې وي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک خبري اژانس يې مسووليت نه اخلي.

Views: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.