ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روسانو او طالبانو د ډیپلوماسۍ نوی څپرکی
د روسانو او طالبانو د ډیپلوماسۍ نوی څپرکی
انتظار خادم
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د برطانیی، امریکا، فرانسې، چین او له روسیی څخه جوړه ده. دوی له اولې ورځې نړۍ په خپلو منځونو کی ویشلی. طبیعی منابع یی هضم کوي، خلک یی ځپلی او افکار یی یرغمل کړی خو په خپلو کی یی کله هم مستقیمه او توده جګړه نده کړی.
د سړې جګړې تیوری د دویمی نړیوالی جګړی وروسته رامنځته شوه او معنی دا وه چې لوی هېوادونه به مخامخ جګړه نه کوي بلکی واړه او بی وزله هېوادونه به د یوه بل په وړاندی جنګوي، مری به عام خلک او ګټې به دوی کوي.ویتنام، افغانستان، ختیځه او لودیځه افریقا، کیوبا، جنوبی او مرکزی اسیا، منځنی ختیځ او لاتین امریکا کې یې سلګونه بیلګې شته چې دی لویو هېوادونو د یوه بل په وړاندی د خپلو ګټو د تحقیق لپاره واړه هېوادونه څنګه لولپه کړي دي.

په هر صورت، په ۲۰۰۱ کال کې امریکا، برطانیی او اروپایانو په افغانستان حمله وکړه، روسانو او چینایانو یی نه مستقیم ملاتړ وکړ او نه یی مخامخ مخالفت. طالبان مات او په ۲۰۰۳ کال کې روسانو طالبانو د ترورستانو په حیث یاد او تور لست کې یې واچول.‌

له هغې مودې تر اوسه د افغانستان اړوند د روسانو مزاج څو څو ځل بدل شوی مګر عملي اقدام یې نه دی کړی. تر هغې چې امریکا او اروپا افغانستان کی وه، حاکم نظام د هغوی تر تسلط او کامل کنترول لاندې وو او امکان نه وو چې د جمهوریت بعضو ناکاره مشرانو د چینایانو او روسانو سره کلکه او حقیقي ډیپلوماتیکه اړیکه د ملي ګټو پر اساس جوړه کړې وای.‌

بالاخره امریکایان مات، د روسانو او چنیایانو زړه یخ او نور یی کرار کرار د ارام ساه اغستل پیل کړل. دا باید ومنو چې د امریکایانو په مفتضحانه ناکامۍ روسان او چینایان ارام شو مګر سیمه ییزو ستونزو بل رنګ واخیست.

تیر درې کاله د روسانو انتظار او ارزونې موده وه. یواځینی هېواد چې طالبان یی په رسیمت وپیژندل هغه چنیانان وو مګر د هغوی مزل هم ډېر په احتیاط.

روسان او چینایان په یوه کښتۍ کې سواره او تر ډېره یې د افغانستان او نړۍ په اړه دریځ یو دی چې ښه بیلګه یې بیچینګ ته د پوتین سفر او پایلې وې.

  • لمړی دا چې د چین وروسته د طالبانو په رسمیت پېژندل د روسانو لپاره انتخاب نه بلکی اړتیا ده.‌ د امریکا له ماتې وروسته په افغانستان کې د عام ولس او طالبانو نفرت د امریکا په وړاندی ډېر او نړۍ په امریکا بې باوره ده. د دې خلا د ډکولو لپاره به روسان تر نورو لمړۍ قدم اخلی چې افغانستان سره ژوری ریښې جوړی او نوی مزل پیل کړي.
  • دویم دا چې، د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې په مسکو کې د داعش ډلی حملی او تر ۱۲۰ کسانو مرګ ژوبله د روسانو لپاره د ویښیدو زنګ وو. د روسې داخلي استخباراتو اف اس بی وښوده چې دې ۵ حمله کوونکو د نیم میلیون لوبلو ( ۵۰۰۰ ډالرو) په بدل کې داسې خونړۍ حمله وکړي.‌ روسان، د دی لپاره چې راتلونکی محتمل خطرات رفع کړي، د طالبانو سره د خپل مشترک دښمن لپاره لاسونه یو کړي، او دا کار به هلته په حقیقت بدلیږي چی روسان طالبان په رسمیت وپیژني.
  • درېیم دا چې افغانستان د ستراتیژیک موقعیت د درلودلو برسیره، د څېړنو سره سم دری تریلیون ډالر خزانی لري.‌ څه تری امریکایانو او اروپایانو ویوړی مګر ډېره برخه یی لا پرته ده. که څه هم چینانان په دی کار کې تر روسانو مخکې دي مګر روسان هم د دې خزانې د استخراج او ترلاسه کولو لوی ارمانجن دي.

په هر صورت، څه موده وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاورف طالبان د افغانستان حقیقت او یواځینۍ رهبری وبلله چې په وړاندې یی د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سیلیون انتقاد توند او طالبان یی په خپلو ژمنو کی پاتې ګڼلی او زیاته کړې یی ده، که روسان طالبان له تور لست نه لری کړي، نو خطرات به یی نړېوال وي.‌

په هر صورت، اوس روسان د افغانستان د رسمیت لپاره تابیا نیسي مګر لاندې ستونزې به حتما ګالي:‌

  • د روسانو لپاره د طالبانو په رسمیت پیژندل نه اسانه دي او نه ارزانه.‌ د ۲۰۰۳ کال راهیسې د روسانو کورنۍ او بهرۍ پالیسي، د ملکي او نظامي مامورینو، جنرالانو او پالیسی جوړونکو افکار او کاری ستراتیژۍ د طالبانو په ضد ترسیم او عملی شوی.‌ اوس هر څه ۱۸۰ درجې بدلول کول به لویه انرژي او ژور کار غواړي چې روسان باید ورته تیار شي.‌
  • همدا شان، د طالبانو په رسیمت پیژندل به روسان اړ کړي چې په ملګرو ملتونو او د نړۍ په کچه غبرګونونه خنثی او لویه نړیواله ډیپلوماسي په کار واچوي او خپل دا دریځ منطقي او قانع کوونکی کړي.
  • همدارنګه، طالبان به د رسیمت پیژندلو وروسته، هرو مرو د چینایانو او روسانو په مرسته د شنګهای په تړون کې د غړیتوب غوښتنه کوي چې دا به هم د دواړو هېوادونو لپاره لوی ازمیښت وي مګر غوښتنه یی حتما مطرح کیدونکی ده.
  • وروستی دا چې چینانان د نړیوالو منابعو د استجراح په ماموریت کې تر روسانو ډېر مخکې دي.‌ دا به هم د روسانو لپاره لوی ماموریت وي چې څنګه د طبیعی سرچینو په استخراج کې دواړه هېوادونه انصاف وکړی او د تقابل پر ځای تفاهم انتخاب کړی.

حکومتونه ځي راځي مګر ملتونه او د ملتونو غوښتنې پاتې کېږي.‌ پخوانی نظام لاړ او تر شاه یی ډېر بدرنګ وضعیت پرېښود.‌ اوسني نظام هغه بدرنګ وضعیت لا پسې بدرنګ او ټولنیزی او اقتصادي ستونزی یې لا لس برابره کړې. د امریکایانو په ماتې، د نړۍ په تیښته، د هېواد په نه رسیمت پیژندلو کې حکومتي اشخاص نه بلکې ملتونه سهار او ماښام قرباني ورکوي.‌

د یوه هېواد په رسیمت نه پيژندل معنی د سوداګرۍ، تګ راتګ، تفاهم، تعامل او د یوه ملت د ټول نسل د بل هېواد او یا هېوادنو د نسلونو سره د قطع رابطي معنی لري چې اثرات یې لسګونه کال پاتې کېږي.

د افغانستان په رسیمت نه پیژندل د دې بی وزله ملت د نور بی وزله کیدلو په معنی دی، ځکه نو هیله ده چی روسان افغانستان په رسیمت وپیژني، طالبان په خپلو پالیسیو تجدید نظر وکړي، میرمنو ته د کار او تعلیم اجازه ورکړی، عام ولس د خپل ځان برخه کړي، د قدرت انحصار پرېږدی او افغانستان او نړۍ له خپلو عینکو ونه ګوري بلکې د افغان ملت د اړتیا له زاویې یې وارزوي.‌

د اباد افغانستان او سوکاله ملت په هیله.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.