ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډیورند د کرښې لنډ تاریخي پس منظر
د ډیورند د کرښې لنډ تاریخي پس منظر

لیکنه: عبدالباری جهاني

له هغې ورځې چې د پښتنو ستر او ځوان مشر منظور پښتین، چې له خدای څخه ورته د اوږده او بریالي ژوند غوښتنه کوم، او د پي ټي ایم تحریک نورو مشرانو او فعالینو د « لر او بر یو افغان» چیغه پورته کړې او د افغانستان پښتنو منورینو او ځوانانو، هم په افغانستان کې دننه او هم په بهرنیو ملکونو کي، دا غږ بدرګه کړی دی؛ نو د پنجاب ځینو ځیره خورو پښتنو مشرانو د دې، پر حقه، غږ او شعار په مقابل کې په تبلیغ او عکس العمل لاس پورې کړی دی.

تازه د پاکستان موقت صداعظم انورالحق کاکړ ویلي دي چې افغانانو موږ خرڅ کړي یو او نور د لر او بر یو افغان د چیغې پورته کولو حق نه لري.

لومړی خو باید ووایو چې د ډیورنډ ظالمانه او په نړۍ کې تر ټولو غیرعادلانه کرښه د افغان ولس او د هغه د مشرانو او پاچاهانو په سلا او مشوره نه ایستل شوې او نه زموږ مشرانو، خدای مه کړه، دا خاوره خرڅه کړې ده. دوهمه خبره دا ده چي د ډیورنډ د ظالمانه کرښي څخه، چي په ۱۸۹۳ کال کي وایستل سوه، زیات و کم ۷۰ کاله مخکې د پښتونخوا او بلوچستان اوسنۍ سیمې له افغانستان څخه بېلي کړه شوې وې او په دې کې نه یوازې د افغان ولس اراده شامله نه وه ؛ بلکې د افغانستان مشرانو، ان د حامدکرزي او اشراف غني د   حکومتونو تر سقوطه پورې، د پښتونخوا او د لراو بر یو افغان داعیه نه وه پرې ایښې.

د نولسمې پېړۍ د دریمې لسیزې په لومړیو کلونو کې، چې د سدوزیو امپراطوري کمزورې او بالاخره سقوط شوه، د سیکهانو نوي مشر او پاچا رنجیټ سینګهـ، د افغانانو تر منځ د داخلي جنګونو څخه ګټه پورته کړه او له کشمیر څخه تر سوات، پېښور، دیره جاتو او سند پورې ټولې ځمکې یې لاندې کړې.

د ۱۸۳۳ کال د مارچ په میاشت کې، د انګرېزانو یوه نوکر شاه شجاع او رنجیت سینګه د لرې پښتونخوا، سند او بلوچستان ټولي مځکي، د یوه تړون په اساس، چې نه د افغان اولس او نه د افغانستان د مشرانو اراده پکې شامله وه، رنجیت سینګ ته وسپارلې.

شاه شجاع د ۱۸۰۳ څخه تر ۱۸۰۹ میلادي پوري د افغانستان پاچا وو او په همدغه کال یې، په خپل ژمني پایتخت پېښور کې، د انګرېزانو له استازي مونسټارټ الفینسټون سره د دوستۍ یو تړون لاسلیک کړ. خو د دوستۍ د دغه تړون رنګ لا پر کاغذ باندې وچ شوی نه و، چې د شاه شجاع بل ورور شاه محمود کابل ونیوه او شاه شجاع یې له قدرته وپرزاوه.

شاه شجاع د خپل تخت د بیرته نیولو لپاره څو ځله هلې ځلې وکړې خو بریالی نه شو او په ۱۸۱۲ کال کې د سیکانو د پاچا رنجیت سینګ لاسته ولوېد. رنجیت سینګ هغه بندي کړ؛ او تر ډیرو خواریو، لوږو تندو او شکنجو وروسته یې د کوه نور الماس او نور جواهرات ورڅخه واخیستل او شاه شجاع، څو میاشتې وروسته، ایله په تېښته بریالی شو.

شاه شجاع بیا هم لومړی د کشمیر او وروسته د کابل د نیولو لپاره کوښښونه وکړل خو په ټولو کوښښونو کې ناکام سو او بالاخره یې په لودیانه کي ځان انګرېزانو ته تسلیم کړ. هغوی د کاله ۵۰۰۰ پونډه تنخوا ورته وټاکله او ده په همدغو پیسو د کابل د حکومت پر ضد او د قدرت نیولو لپاره دسیسو ته دوام ورکړ.

شاه شجاع ته، د هند په لودیانه کې، له دولس کاله انتظار ایستلو څخه وروسته، هغه وخت د کابل د تخت د بیرته نیولو تمه ور پیدا شوه چې د سدوزیو وروستی پاچا شاه محمود نسکور شو او قدرت د بارکزیو لاسته ولوېد او ضمناً، د قدرت نیولو پرسر، د بارکزیو وروڼو ترمنځ رقابتونه د داخلي جنګ سرحد ته ورسېدل او په دغه وخت کی لا پر هرات باندې د ایران د یرغل کولو د پلان په باب رپوټونه هم خپرېدل، چې انګرېزانو هېڅ وخت نه غوښتل دا مهم ښار، چې د هند دروازه بلل کېدله، د ایران او تزاري روسیې د دسیسو ښکار شي.

شاه شجاع پوهېدو چې رنجیت سینګ د پېښور او شاوخوا سیمو د ترلاسه کولو سره تر هر چا ډېره علاقه لري او ضمناً له امیردوست محمدخان سره، چې دا وخت یې د کابل قدرت په لاس کې وو، زړه دښمني لري ؛ نو د رنجیت سینګ له لاسه خپل ټول لیدلي توهینونه یې هېرکړل او هغه ته یې د دوستۍ لاس وغځاوه او پر کابل باندې د حملې په صورت کي یې د پوځي مرستې غوښتنه ورڅخه وکړه. شاه شجاع مهاراجه رنجیت سینګ ته، د خپل خاص استازي قاضي محمدحسین په لاس، یو لیک واستاوه او په هغه کی یې رنجیټ سینګ ته د پېښور او شاوخوا علاقو د بخښلو پېشنهاد کړی وو. د شاه شجاع او رنجیت سینګ ترمنځ لیکونه تبادله شول.

په دې لیکونو کي رنجیټ سینګه داسي پېشنهادونه کړي دي چي د شاه شجاع او بل هر واکمن لپاره ډېر سپکوونکي وو. بالاخره شاه شجاع او رنجیت سینګ د انګرېزانو په منځګړتوب، چې مشري یې د ګورنر جنرال منشي کپټان ويډ Capton Wade کوله د ۱۸۳۳کال د مارچ د میاشتې پر دوولسمه یو شرموونکی تړون لاسلیک کړ چي باید متن یې دلته راوړو.

د شاه شجاع او رنجیټ سینګه د ۱۸۳۳ کال د مارچ د دولسمي تړون:

د مهاراجا رنجیت سینګ او شاه شجاع الملک ترمنځ د دوستۍ اړیکې په کلکه ټینګ شوې دي او د هغوی د ګټو ترمنځ هیڅ ډول تضاد او اختلاف نه په اوس کې موجود او نه به په آینده کې منځته راشي. دوی موافقه لري چي پر راتلونکو موادو باندي د ښه نیت او دوستۍ په اساس، چې دوی دواړو منځته راوړی دی، توافق وکړي.

۱: شاه شجاع الملک له خپله طرفه، د خپلو اولادونو او له ده څخه وروسته د راتلونکو واکمنانو او ټولو سدوزیو له خوا د اباسین پر دواړو غاړو باندې له ټولو هغو ځمکو څخه چې همدا اوس د مهاراجا رنجیت سینګ په ملکیت کې دې لاس پر سر کیږي. لکه: کشمیر، او د هغه په ختیځ، لوېدیځ او شمال کې ټولې سیمې د اټک د قلا، چچ، خبل، امب او د اباسین پر کیڼ اړخ باندې له پېښور، د یوسفزیو علاقه، د خټکو سیمه، هشتنغر، میهني، کوهاټ او د خیبر تر درې پورې په پېښور پورې تړلې اړونده سیمې بونیر، د وزیرو علاقه، دوړ، ټانک، ګوراک، کالاباغ او خوشحالګهړ، د هغه له ټولو مربوطاتو سره. ډیره اسماعیل خان د هغه له مربوطاتو سره چې په هغه کې دیره غازی خان، کوټ میتون او مربوطات یې سنګر، هیرین، داجیل، حاجی پوری، رنجپوری او درې کڅۍ او مینګوره د هغې له مربوطاتو سره او د اباسین پر کیڼ اړخ باندې مُلتان. دغه ځمکې او ځایونه به د مهاراجا ملکیتونه ګڼل کیږي او شاه به له هغوی سره هیڅ غرض نه لري. دا ځمکې نسل پر نسل په مهاراجا او د هغه په اولادونو پورې اړه لري.

۲: د خیبر پر هغه بله غاړه به خلک په دې خوا کې له غلا، تېریو او ګډوډیو له ایجادولو څخه منع کیږي. که له هرې خوا څخه څوک په مالیاتو کې غبن وکړي او هغي بلی خواته ور واوړي نو دواړه خواوې وظیفه لري چي مقصر یوه بل ته وسپاري.

۳: لکه د مهاراجا او د برټانیې د حکومت ترمنځ د لاسلیک شوي تړون په اساس، چې هیڅوک حق نه لري، د مهاراجا له پاسپورټه پرته، د سوتلیج د سیند له کیڼ اړخ څخه ښي اړخ ته واوړي؛ همدغه اصول به له اباسین څخه، چې اوبه یې له سوتلیج سره ګډیږي، د تېرېدلو په برخه کې هم رعایت کیږي. هیچا ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د مهاراجا له پاسپورټه پرته له اباسین څخه تېر شي.

۴: د شکارپور او د سند په برخه کې، چې د اباسین پر ښي اړخ پراته دي، شاه به ټول هغه شرایط رعایت کوي چې د دوستۍ د هغه نېکمرغه تړون په اساس ایښودل شوي دي چې د کپټان ویډ په واسطه د مهاراجا او د بریټانیې د حکومت ترمنځ ټینګ شوي دي.

۵: کله چې شاه په کابل او کندهار کې خپل واک ټینګ کړي؛  نو هر کال به مهاراجا ته لاندیني شیان لیږي: پنځه پنځوس اعلی آسونه، چې ښه رفتار به کوي. یوولس ایرانۍ تورې، اووه ایراني خنجرونه، پنځه ویشت ښه یابوګان، راز راز وچي او تازه مېوې، مزه داره خواږه خټکي، دا به ټول کال د کابل د سیند او پېښور له لاري لېږل کیږي. انګور، انار، مڼې، بهی، بادام، کشمش، پیسته او دا به ټول په ښه زیات مقدار را استول کیږي. د دې ترڅنګ به هر رنګ ټوکران، له پوست څخه جوړي خولۍ، د کیمخاب ټوکران، چي طلا او سپین زر به پکښي کار سوي وي، یو سل او یو ایراني قالیني. شاه به دا ټول شیان هر کال مهاراجا ته لیږي.

۶: دواړه خواوی به یوه بل ته په مساوي القابو خطاب کوي.

۷: د افغانستان سوداګر به، چي په لاهور، امرتسر او د مهاراجا د قلمرو په هره برخه کې تجارت کوي، نه زورول کیږي. بلکې مسوولو مقاماتو ته به ټینګ هدایت ورکړل شي چې د هغوی لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. دغه راز باید له هغو سوداګرو سره چي افغانستان ته ځي همدغه راز سلوک وشي.

۸: مهاراجا به هر کال شاه ته، د دوستس له مخې پنځه پنځوس شالونه، پنځه ویشت ټوټې ښځینه ټوکران، یوولس لوی پوړني ، پنځه ټوټې کیمخاب، پنځه کوچني پوړني او پنځه پنځوس باره پېښوری وریجې لیږي.

۹: د مهاراجا هرمامور چې افغانستان ته د آسونو د اخیستلو یا نورو کارونو لپاره لېږل کیږي او دغه راز د شاه مامورین چې پنجاب ته تر یوولس زرو روپیو پورې د سودا اخیستلو لپاره ځي باید چې دواړه خواوې د هغه په کارونو کې د اسانتیاوو برابرولو کوښښ وکړي.

۱۰: هر وخت چې د دوړاو خواوو پوځونه په کوم ځای کې غونډیږي؛ نو د غوایانو د حلالولو اجازه باید ورنه کړل شي.

۱۱: ( دغه ماده ښايی تر ټولو شرموونکې او ربړوونکې وي. جهاني) که شاه له بارکزیو سره د جنګ لپاره له مهاراجا څخه عسکر واخیستل. د فتحی په صورت کي باید له بارکزیو څخه غنیمت شوي شیان جواهرات، آسونه، سپکي او درنې وسلې باید د دواړو خواوو ترمنځ په مساوي شکل ووېشل شي. که چیرې شاه د مهاراجا له مرستې پرته له هغوی څخه مالونه غنیمت کړل؛ نو شاه موافقه کوي چې یوه برخه به یې مهاراجا ته، د دوستۍ د نښې په توګه  لیږي.

۱۲: دواړه خواوې باید پرله پسې یوه بل ته لیکونه او سوغاتونه واستوي.

۱۳: که چیرې مهاراجا له شاه څه د پوځي مرستې غوښتنه وکړي؛ نو شاه باید یوه قوه د خپل مهم افسر تر قوماندې لاندې ورته واستوي. دغه راز که شاه له مهاراجا څخه پوځي مرسته وغواړي؛ نو هغه به هم پوځي قوه ورته لیږي، چې هغه به مسلمانان وي، او د ده یو مهم افسر به یې قومانده پر غاړه لري او تر کابل پورې به ورځي. هرکله چي مهاراجا پېښور ته ځي؛ نو شاه باید یو شهزاده د هغه د هرکلي لپاره واستوي او مهاراجا به هم د هغه له مقام سره سم، د هغه هرکلی کوي او په ښه توګه به یې رخصتوي.

۱۴: د هر یوه دوست د هغه بل دوست او دښمن یې د یوه بل دښمن دی.

۱۵: دواړه خواوې له دې تړون سره موافقه لري او د هغه له موادو څخه باید هیڅ ډول سرغړونوه ونه شي. دغه اوسنی تړون د تل لپاره نافذ دی. جهاني.

شاه شجاع امیردوست محمدخان او بریتانوي استعمار ص ص ۹۱- ۹۳ Correspondence Related to

Persia an Afghanistan pp 369-371

دا تړون، د شاه شجاع په نوم، یوه فراري افغان، چي هیڅ ډول رسمی حیثیت یې نه درلود، له انګرېزانو او رنجیت سینګ سره لاسلیک کړی دی چې هیڅ ډول حقوقي ارزښت یې نه درلود او په وروسته کي همدغه تړون د انګرېزي پوځ په ټول قدرت پر کمزوري او بې وسه افغان ولس باندې تحمیل شوی دی. او ټولې هغه ځمکې انګرېزانو لاندې کړي او غصب کړي دي چې فراري شاه شجاع، یوازې د قدرت د لېونتوب په خاطر، د تړون په اساس رنجیت سینګ ته په سوغات کې منلې وې. د همدغه تړون په اساس په ۱۸۷۹ کال کې د ګندمک تړون او په ۱۸۹۳ کال کي د ډیورنډ تړون لاسلیک سوی دی؛ چې نه د ګندمک د تړون په وخت کي امیرمحمدیعقوب خان او نه د ډیورنډ د تړون په وخت کې امیرعبدالرحمن خان د هغه د نه لاسلیک کولو او د لاسه وتلو مځکو د بیرته اخیستلو وس درلود. دا به ډېره ناځوانمردانه وي چې که څوک په ذکر شویو دریو واړو تړونونو کی یو هم د افغان اولس ارادې ته منسوبوي.

حتی په ۱۸۳۳ کال کي، چي فراري پاچا شاه شجاع له رنجیټ سینګه سره تړون لاسلیک کاوه، دا ټولې سیمې  سیکهانو، زیات و کم پنځه لس کاله مخکي نیولي وې او شاه شجاع په اصطلاح له یوه انجام سوي عمل سره مخامخ وو. هغه د سیکهانو په مقابل کي، چې انګرېزان یې هم په خپل ټول قدرت تر شا ولاړ ول، نه یوازي بې وسه وو بلکه لاسلیک یې هیڅ ډول قانوني ارزښت نه درلود او نه یې درلودلای شوای. البته د دې خبرې معنا په هیڅ توګه دا نه ده چې څوک به د شاه شجاع شرموونکی عمل، چې مطلب یې، په هره توګه، د قدرت نیول او د قدرت لېونوتب وو، دفاع وکړي.

د شاه شجاع او رنجیټ سینګه تړون کومه نتیجه ورنه کړه. شاه شجاع په ۱۸۳۴ کال کې، د انګرېزانو په مستقیمه مرسته، پر کندهار باندي حمله وکړه خو د امیردوست محمدخان په مقابل کې یې ماته وکړه او د بلوچستان له لاري بیرته لودیانې ته وتښتېدی. په همدغه وختکي، چي امیردوست محمدخان په کندهار کي له شاه شجاع سره په جګړه لګیا وو، رنجیت سینګه پر پېښور باندي حمله وکړه او د هغه سیمي تش په نامه واکمن سلطان محمدخان طلایی یې پسې واخیست. سلطان محمدخان او د هغه وروڼه سعیدمحمدخان او پیرمحمدخان جلال آباد ته وتښتېدل.

رنجیت سینګ او سلطان محمدخان طلایی او د هغه وروڼه په دې متیقین ول چې امیردوست محمدخان به حتماً په کندهار کې د شاه شجاع او انګرېزانو په مقابل کې ماته خوري. حتی کندهاري وروڼه، چي د شاه شجاع او انګرېزانو مستقیم تهدید ورته متوجه وو، د امیردوست محمدخان مرستي ته د ښار له قلا څخه د باندي ونه وتل؛ او د شاه شجاع له ماتې وروسته یې هغه ته اجازه ورنه کړه چي ښار ته ننوزي او لږترلږه د جنګ څخه ستړیا رفع کړي. سلطان محمدخان او د هغه وروڼو غوښتل چي پر کابل باندي حمله وکړي خو د انګرېزانو او شاه شجاع په مقابل کې د امیردوست محمدخان د ماتې پر ځای د هغه د بشبړ بري خبر ورته ورسېد او دوی هم، په ټیټو مغزیو، امیردوست محمدخان ته د دې لویې فتحې مبارکي وویله.

امیردوست محمدخان د هغوی په غوړه مالي ونه غولېدی خو بیا یې هم ۹۰۰۰ سپاره عسکر او توپچي قوه، د سلطان محمدخان تر قوماندې لاندي، د رنجیټ سینګه په جنګ او د پېښور د اخیستلو لپاره ولېږله. سلطان محمدخان بیا هم خیانت وکړ او د خپل ورور په مقابل کې د خپل پخوانی دښمن رنجیت سینګ سره، چې دی یې له پېښوره پسي اخیستی وو، یو ځای شو. دوست محمدخان جبراً ماته وکړه او کابل ته ستون سو. رنجیټ سینګه دې فتحي زړه ور کړ او په ۱۸۳۷ کال کې یې د دوست محمدخان پر قلمرو باندی حمله وکړه. دوست محمدخان خپل زړه ور زوی اکبرخان د هغه مقابلې ته واستاوه او د جمرود په جنګ کې یې د سیکهانو قوې ته ماته ورکړه او د رنجیټ سینګه تر ټولو مهم او زړه ور جنرال هري ینګه یې وواژه. Sykes, A History of Afghanistan Vol1 PP 397-398 د همدغه ۱۸۳۷ کال په مني کي، د برټانوي هند ګورنرجنرال لارډ آکلینډ Lord Auckland د امیردوست محمدخان دربار ته ځوان صاحب منصب الیکزانډر برنس Capton Alexander Burnes چي رنجیټ سینګه له نازه قنري باله، د امیردوست محمدخان دربار ته واستاوه. امیردوست محمدخان لارډ اکلیند ته د نوی وظیفې د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې لیکلي وه چې د رنجیټ سینګه او د هغه ترمنځ په سوله کي منځګړتوب وکړي. پېښور باید افغانانو ته ورکړه سي او د افغانستان او سیکهانو سرحد باید اباسین وټاکل شي. په عوض کې دی حاضر دی چې له کشمیر څخه تېر شي. Ibid P402

لارډ اکلیند، چي په خپل پوځ او قوت مغرور وو، د دوست محمدخان یوه غوښتنه هم ونه منله او په عوض کي یې په ۱۸۳۹ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ. د ۱۸۳۹ کال د جون په میاشت کي، چي انګرېزي پوځ له کندهار څخه د کابل پرلور حرکت کاوه، رنجیت سینګ مړ شو. انګرېزانو کابل ونیولو. دوست محمدخان بخارا ته وتښتېدی. خو دوه کاله وروسته انګرېزانو په افغانستان کي داسي شرموونکې ماته وخوړه چي په خپل تاریخ کي یې نه وه خوړلې. تفصیل یې د دې مضمون تر حوصلې وتلی دی.

امیردوست محمدخان په ۱۸۴۳ کال کي بیرته د افغانستان پاچا سو او په ۱۸۴۸ کال کي یې د انګرېزانو او سیکهانو ترمنځ په جنګ کي، د سیکهانو په ګټه برخه واخیستله. په هغه جنګ کې، سلطان محمدخان طلایی هم د سیکهانو په ملاتړ درېدلی وو. دوست محمدخان او سلطان محمدخان او د سیکهانو قوتونو د انګرېزانو د عصري وسلو او منظمو پوځونو په مقابل کي مقاومت ونه سو کړای او دوست محمدخان بیرته کابل ته پر شا سو. مرحوم میرغلام محمدغبار، چې خپل تاریخ یې له بده مرغه ، تر ډېره ځایه، یو طرفه او غیرمستند

لیکلی دی ادعا کوي چې دوست محمدخان هیڅ پوځي اقدام ونه کړ او خاموشانه کابل ته ستون شو او د افغانستان خاوري یې انګرېزانو ته، چي سخت وار خطا ول، بېله جنګه پرېښودلې. غبار، افغانستان در مسیرتاریخ ص ۴۳۳

په داسي حال کې چې که امیردوست محمدخان له انګرېزانو سره، د سیکهانو په مرسته درېدل نه غوښتلای، نو خپل دوه زامن سرداراکرم خان او سردار افضل خان یې د هغوی په جنګ نه لېږل او وروسته یې پخپله حرکت نه کاوه. خو کله چي امیردوست خان له کرنل هربرټ څخه د اټک قلا ونیوله او هغه یې تسلیمېدلو ته مجبور کړ نو په دغه فتح قانع شو او نور یې نه غوښتل چي مخته ولاړ سي. خو خپلو نورو مشرانو هغه مجبور کړ چي جنګ ته دوام ورکړي.

دوست محمدخان خپل پنځه زره سپاره، د انګرېزانو په مقابل کي، د ګجرات پرلور ولېږل او هغوی د ۱۸۴۹ کال د فبروري په میاشت کي د ګجرات په جنګ کې د انګرېزانو په مقابل کي ماته وکړه. انګرېزانو نه یوازي هغوی ته ماته ورکړه بلکه د خیبر تر درې پورې یې تعقیب کړل او دوست محمدخان ایله، د خپل چټک آس په مرسته، نجات پیدا کړ او ځان یې کابل ته ورساوه. Sykes Vol2 P64

دوست محمدخان، تر مرګه پورې، له خپلې داعیې څخه تېر نه شو او اباسین یې د افغانستان سرحد باله؛ خو په دې پوهېدی او تجربې هم ورته ثابته کړې وه چي له زور سره ژبه نه کیږي او د انګرېزانو څخه خپلي خاوري په زور نه سي اخیستلای.

انګرېزانو د امیر شېرعلي خان د پاچهی په وروستي کال ۱۸۷۹ کال کي، یو ځل بیا پر افغانستان باندي تېری وکړ. شېرعلي خان، د روسانو څخه د پوځي مرستی ترلاسه کولو لپاره، مزار شریف ته ولاړ او هلته وفات سو او انګرېزانو د هغه زوی امیرمحمدیعقوب خان، چي له انګرېزي پوخ سره یې په هیڅ توګه مقاومت په وس پوره نه وو، د ګندمک د تړون لاسلیکولو ته مجبور کړ.

د دې تړون په اساس انګرېزانو په امیرمحمدیعقوب خان دا ومنله چي په کابل کي به د هغه حکومت انګرېزي استازي ته ځای ورکوي او د سفیر او د هغه د ورسره ملګرو ساتنه به د امیر پر غاړه وی. د تړون په نهمه ماده کي راغلي دي چي انګرېزان به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستی د ساتلو په منظور کندهار او جلال آباد او نوري هغه سیمي چي انګرېزي پوخ نیولي دي، د کُرم، سیبی او پښین څخه پرته، بیرته د افغانستان حکومت ته سپاري. البته دا وروستۍ علاقې به هم د بریټانیې د حکومت تر حفاظت او ادارې لاندې وي او د تل لپاره

به له افغانستان څخه نه بېلیږي. د دغو سیمو مالیات به د ملکي حکومت د لګښتونو د کمولو څخه وروسته د افغانستان حکومت ته سپارل کیږي.

د برټانیې حکومت به دغه راز د خیبر او میچني د درې، چي د جلال آباد او پېښور ترمنځ واقع دي، کنټرول په خپل اختیار کي اخلي او دغه راز به د هغو مستقلو قبایلو، چي له دغو درو سره اړه لري، ټول اړېکي په خپل لاس کي اخلي. Treaties, Engagements and

Sanads Vol 13 PP241-242

د کابل لپاره د انګرېزانو سفیر میجر کیوناري Major, Cavagnari، چي د بریټانیې د حکومت په نمایندګي یې، د ګندمک تړون هم لا سلیک کړ، ایله درې میاشتي په کابل کې تیرې کړې وې چې د ملی قیام قرباني شو او د الیکزاندر برنس په څېر د غازیانو د اور په لمبو کې وسوځېد.

انګرېزانو امیرمحمد یعقوب خان ملامت او ګرم وباله او هغه هم ځان انګرېزانو ته تسلیم کړ.

هغوی هند ته واستاوه او په افغانستان کي عمومي ملي پاڅون پیل سو. انګرېزانو بیا هم ماته وخوړه او په ۱۸۸۰ کال کي امیرعبدالرحمن خان، چي دوولس کاله یې په بخارا کې په تبعید کي تېر کړی و، وطن ته ستون سو، د کابل پر تخت کښېناست او په ۱۸۹۳ کال کې له انګرېزانو سره د ډیورنډ تړون لاسلیک کړ.

د ډیورنډ د تړون په اساس بیا هم ټولي هغه سیمي چي انګرېزانو مخکې له مخکې خپل پوځیان پکې ځای پر ځای کړي ول رسماً انګرېزانو ته تسلیم سوې. البته امیرعبدالرحمن خان هیڅ وخت د لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو او په افغانستان پورې د موښلولو له تلاشونو څخه لاس وانه خیست او د عمر تر پایه پوري یې په سرحدي قبایلو کي د ښورښونو ملاتړ کاوه. له هغه څخه وروسته امیر حبیب الله خان، چې هر وخت یې د سولې شعارونه ورکول او د پلار په څېر یې په څرګنده د قبایلي سیمو په ښورښونو کی لاسوهنې نه کولې مګر بیا یې هم د بریټانیې پر ضد په جهاد کې برخه واخیستله، چې تفصیل یې په تاریخي کتابونو کې شته دي او په دې مضمون کي یې د ځایېدلو حوصله نشته.

نور د افغانانو له هیڅ پاچا سره دا قدرت نه وو چي دلاسه وتلي مځکي یې له انګرېزانو څخه په زور اخیستي وای. د افغانستان مشران، که څه هم چي له خپلي پر حقي داعیې څخه تېر نه شول او لکه څرنګه چې مخکې مو وویل، د حامدکرزي او اشرف غني تر وخته پورې د پښتو نستان داعیه ژوندۍ وساتله شوه. اوس به نو څوک څرنګه ادعا وکړي چې افغانانو دا خاوره یا لر پښتانه پلورلي او بیرته د لر او بر پښتنو د یو ځای کېدلو دعوه نه شي کولای.

ډیورنډ خط داسې  ظالمانه کرښه ده چې په نړۍ کي یې بل هیڅ مثال نشته. دا کرښه لکه څرنګه چې غیرطبیعي او په زور ایستله شوې ده یو وخت به په همدغه شکل په زور لیرې کیږي او د کرښې دواړو خواوو ته پراته قومونه به چي سم پر نیمايی بېل شوي دي بیرته سره یو کیږي.

مأخذونه

۱: جهاني، عبدالباري. شاه شجاع امیردوست محمدخان او بریتانوي استعمار. صداقت

خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۹.

۲: غبار، میرغلام محمد. افغانستان در مسیر تاریخ جلد اول. دولتي مطبعه کابل. ۱۳۴۶.

3: Sykes, Percy. A History of Afghanistan. First Indian Edition 1981.

4: A Collection of Treaties and Sanads.Vol 13 Calcutta 1933.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 2909

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.