ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان ولې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې؟
پاکستان ولې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې؟

لیکوال: عبدالله

ټوله نړۍ پر دې پوهېږي او تل یې ویلي دي چې پاکستان د نړۍوالو ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای دی او پخپله ددغه هېواد د پخواني ولسمشر جنرال مشرف په ګډون ډېرو مشرانو یې دا پخلی هم کړی دی، خو په دې وروستیو کې چې ددغه هېواد امنیت یو ځل بیا خراب شوی، دوی اوس د نا امنیو او ترهګريزو  پېښو تورونه هلته پر مېشتو بې وزلو افغانانو اچوي او هڅه کوي چې ځان سپین باز معرفي او افغانان د املوکو په تول کې ترهګر معرفي کړي.

پاکستان چې د اقتصادي تباهۍ پر ګړنګ ولاړ دی او له دېوالیه کېدو څخه یې په ډېرې سختۍ ځان ژغورلی دي، د خپل پخواني عادت له مخې ، دې لپاره چې یو ځل بیا ځان له اقتصادي ستونزو اوباسي ؛ یو ځل بیا یې د افغان کډوالو د ویستلو ډنډوره اچولې او غواړي په دې بهانه یو ځل بیا له نړۍوالو میلیونونه ډالر ترلاسه ، لس سلنه یې پر افغان کډوالو ولګوي او پر ۹۰ سلنه یې خیټه واچوي.

څیړونکي او شنونکي په دې نظر دي چې افغان کډوال د پاکستان لپاره لنګه غوا ده، او کله هم چې د پاکستان اقتصادي وضعیت خراب شوی دی؛ نو د  افغان کډوالو د ستونزو ، ویستلو، شړلو، یا په نا امنیو کې د لاس درلودلو غوغا جوړه کړي، خو کله چې یې جیبونه ډک شي، بیا نه ستونزې وي، نه نا امني وي او نه هم له افغان کډوالو بیا شکایت کوي.

د پاکستان حکومت د ملګروملتونو د يو غړي هېواد په توګه د دغه سازمان د ټولو منل شويو نړيوالو کنوانسیونونو، نړيوالو قوانينو او د بشري حقونو د ټولو نورمونو خلاف پرېکړه کړې ده چې ټول بې اسناده افغان کډوال یو  داسې هېواد افغانستان ته په زوره استوي چې هلته پخپله ۲۰ میلیونه خلک له بې وزلۍ سره مخ دي.

د ملګرو د سرمنشي ویاند سټیفن دوچاریک هم دا نن ویلي چې، د یو اصل په توګه، هېڅ کډوال باید په زور او جبر سره خپل هیواد ته وا نه استول شي. ”

همدا پرون د نړۍوال بانک په یوه راپور کې راغلي چې، د اقتصادي شاتګ پر مهال د افغانستان صادارت هم کم شوي، خو واردات د تېر په څېر زیات دي، په داسې مهال چې خصوصي سکټور بیا کمزوری شوی او دا هېواد په پراخه کچه په بهرني ملاتړ متکي دي.

په راپور کې یادونه شوې، په داسې مهال کې چې د  افغانستان نفوس د ودې په حال کې دی، خو د کار موندنې فرصتونه کم شوي، افغانان له محرومیت سره مخ دي، ښارونو کې بې‌وزلي زیاته شوې او په کلیو او بانډو کې بیا اقلیمي بدلون خلک اغېزمن کړي دي.

ددې ترڅنګ د ملګرو ملتونو بېلا بېلو ادارو او په ځانګړې توګه د بشري مرستو ادارې (اوچا) بار بار ویلی چې په افغانستان کې ۲۴ میلیونه افغان بشري مرستو ته اړتیا لري، په داسې بد اقتصادي حالت کې افغانستان ته د  نږدې دوه میلیونه افغان کډوالو د هغوی د خوښې خلاف بېرته لېږدل له ټولو بشري، اسلامي او اخلاقي معیارونو خلاف کار دی.

د پاکستان  د حکومت دغه پريکړه نه يوازې د انساني ارزښتونو خلاف او د غندلو وړ ده بلکې د دغه هېواد او په افغانستان کې ددوی د لاسپوڅو د هغه دریځ خلاف عمل هم دی، چې دا څلويښت کاله يې افغانانو ته د اسلامي اخوت او واحد بې سرحده امت په توګه پر افغانانو د تپلو کوښښ کاوه‌.

نن د پاکستان دغه منافقانه څېره ټولو ته رسوا کېږي چې څنګه يې دا څلوېښت کاله ( د ورور، اسلامي هېواد) دروغژنه شعار یې ورکولو او افغانانو ته یې تل پر دې دروغژن شعار دوکه ورکوله.

په اوس وخت کې د افغان ګډوالو موضوع له را پورته کولو څخه د پاکستان موخه، له اقتصادي ستونزو څخه د وتلو ترڅنګ د خپلو داخلي مشکلاتو څخه د خپلو معترضو خلکو توجه په بله اړول دي؛ بلکې د دې تر څنګ غواړي تېرو دوو کالو کې د پاکستان تر کنټرول لاندې سېمو کې د ټولو ترهګريزو پيښو پړه پر افغانانو واچوي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 142

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.