ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میراث په علم کې د واجب وصیت د احکامو بیان
د میراث په علم کې د واجب وصیت د احکامو بیان

لیکونکی: دکتور محمدظریف علم «ستانکزی»

د میراث علم یو له هغو علومو نه په شرعي او حقوقي برخو کې دی چې ستونزمن او مشکل فقهي او حسابي قواعد لري؛ له هغه جملې یو هم د واجب وصیت احکام دي:

واجب وصیت عبارت له هغه حالت څخه دی چې فرع د اصل د ژوند په وخت کې وفات شوی وي او له مړ شوي فرع څخه اولادونه موجود وي او وروسته اصل هم مړ شي، د اصل مړي له مال څخه د وفات شوي فرع د زوی لپاره د وفات شوي فرع د سهم په اندازه برخه رسېږي، په دې شرط چې له ثلث څخه تجاوز ونه کړي لکه:

احمد د خپل پلار محمود په ژوند کې مړ شوی وي او له وفات شوي احمد څخه د هغه زوی مقصود پاتې شوی وي، وروسته د محمود د مقصود نیکه هم مړ شي نو مقصود ته د هغه د پلار احمد د برخې په اندازه د خپل نیکه محمود له میراث څخه رسېږي.

د واجب وصیت موضوع د ځینو اسلامي هېوادونو په مدني قوانینو کې لکه د مصر، سوریې او افغانستان کې انعکاس موندلی دی چې په دې هکله باوري (مؤثق) فقهې نظر وجود نه لري نو له دې کبله واجبه وصیت د فقهي فتاواوو له نظره تر بحث لاندې نیسو:

اسلامي فقهاء د واجبه وصیت په اړه په لاندې دوو لیدلورو وېشل شوي دي:

لومړی لیدلوری: واجب وصیت جایز دی:

د ځینو محدثینو او اسلامي فقهاوو په نزد چې هغوی عبارت دي له: سعید بن المسیب، حسن البصري، طاؤوس، امام احمد، داؤد، طبري، اسحاق بن راهویه ابن حزم رحمهم الله تعالی علیهم اجمعین.

د پورتنیو علماؤو کرامو دلیل د الله تعالی دا قول دی: «كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِن تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ» البقره / ۱۸۰

ژباړه: پر تاسو باندې دا حکم شوی دی چې کله له تاسو څخه یو څوک مړ شي، که هغه خپل مال پرېږدي، نو هغه دې خپل مور او پلار او خپلوانو ته په ښه توګه وصیت کړي او دا پر متقیانو باندې حق دی.

په فقهاؤو کې د ابن حزم ظاهري رحمة‌الله علیه مذهب دی او همدا د ځینو تابعینو قول او یو روایت په حنبلي مذهب کې هم دي.

دویم لیدلوری: وصیت واجب نه دی:

د اهل سنت د څلورو مذاهبو جمهور فقهای کرامو (امام ابو حنیفه، امام مالک، امام شافعي او امام احمد رحمهم الله تعالی علیهم اجمعین) پر دې نظر دي:

چې واجب وصیت جایز نه دی او په لاندې دلایلو یې استدلال کړی دی.

د دغه مبارک ایت حکم: «كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِن تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ» البقره / ۱۸۰

ژباړه: پر تاسو باندې دا حکم شوی دی چې کله له تاسو څخه یو څوک مړ شي، که هغه خپل مال پرېږدي، نو هغه دې خپل مور او پلار او خپلوانو ته په ښه توګه وصیت کړي او دا پر متقیانو باندې حق دی.

د میراث په دغه ایت منسوخ دی: «يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ» سورة النساء/۱۰

ژباړه: الله جل جلاله تاسو ته د خپلو اولادونو په اړه سپارښتنه کوي، د هلک ونډه د دوو نجونو په شان ده.

دغه موضوع ابو داوود له ابن عباس رضی‌الله علیه عنهما څخه روایت کړې ده او یاد شوي حدیث ته امام الباني رحمة الله علیه صحیح ویلی دی.

همدارنګه د ابن عباس رضی‌الله عنهما په یو روایت کې راغلي چې ایت منسوخ نه دی مګر واجب وصیت د مړي خپلوانو وارثانو لپاره نشته، بلکې په غیر د خپلوانو د نورو لپاره واجب دي او دغه ایت د میراث په ایت او په دغه حدیث چې «لا وصیة لوارث» د وارث لپاره وصیت نشته، سره خاص شوي دي.

دغه راز د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحابه کرامو هیڅ روایت د واجب وصیت په اړه شتون نه لري، نو که چېرې وصیت واجب وای، نو په دې هکله به له صحابه کرامو روایت موجود وای.

وصیت بخشش دی او بخشش په ژوند کې واجب نه دی نو له مرګه وروسته هم واجب نه دی.

د فقهای کرامو پورتنیو نظریاتو ته ابن عبدالبر رحمة‌الله علیه اشاره کړې ده او وایي چې علماوو پر دې موضوع اجماع کړې ده چې وصیت واجب نه دی.

د علماؤو د پورتنیو لیدلورو نتیجه (پایله):

اصل اختلاف د نفس وصیت په باره کې نه دی؛ ځکه ټول اسلامي علماء پر دې باور دي چې وصیت جایز دی، مګر اختلاف د وصیت د حکم په اړه په همدې ځانګړې موضوع کې ده؛ جمهور فقهاء د وصیت حکم مستحب ګڼي او په دې ځانګړې موضوع کې الزام او وجوب ردوي، د استحباب حکم د عمل له نظره انسان ته اختیار ورکوي چې د دغو علماوو دلایل قوي او موجه دي، نسبت هغو علماوو ته چې جواز ورکوي واجب وصیت ته چې الزام او اجبار منځ ته راوړي او حتماً باید سهم د وصیت لمسي ته صورت ومومي.

په ننني عصر کې هم د واجب وصیت مجوزین او مانعین خپلو نظریاتو ته د پخوانیو علماوو په پیروۍ تللي دي؛ هغه کسان چې واجب وصیت جایز ګڼي، د واجب وصیت د مانعینو علماوو د نظر لپاره یې د فقهي قواعدو پر اساس توجیه کړې ده چې هر کله امام یا حاکم وغواړي مباحات او استحباب د عمومي مصلحت او شرعي سیاست په خاطر وجوب وګرځوي نو په دغه صورت کې د حاکم پر دې لارښوونې عمل لازم ګرځي؛ د همدغه اصل له مخې د اکثره اسلامي هېوادونو مدونو قوانینو کې واجب وصیت لازم ګڼل شوی دی.

د افغانستان مقنن واجب وصیت د مړي لمسي ته د زوی یا لور د وفات په صورت کې مخکې د هغه له مړینې، په اندازه د سهم د پلار یا مور لازم ګڼلی دی چې په دغه مورد کې د مدني قانون لاندې مواد حکم کوي:

(۲۱۸۲) ماده: هر کله چې مړی د خپل ولد فرعې ته چې د هغه په ژوند کې وفات شوی یا ل مړي سره یو ځای حقیقتاً یا حکماً وفات شوي وي، په مثل د هغه څه چې یاد شوی ولد د هغه د مرګ په وخت ژوندی وای، د هغه په متروکه کې د میراث مستحق کېده، که وصیت یې نه وي کړی، ذکر شوي فرع ته په ترکه کې په اندازه د استحقاق د ذکر شوي ارث کې په حدود د ثلث ترکه کې وصیت واجبیږي. په دغه شرط چې فرع وارث وي او مړی په خپل ژوند کې بلاعوض هغه ته داسې مال د بل تصرف له لارې د واجبې برخې په اندازه نه وي ورکړی او په هغه صورت کې چې مال یې هغه ته ورکړی وي، مګر په هغه اندازه چې یاده برخه تکمیل کړي، په طریقه د وصیت واجبه مستحق کرځي.

(۲۱۸۳) ماده: د دغه قانون د (۲۱۸۲) مادې مندرج وصیت د لور د اولاد د لومړۍ طبقې لپاره او د زوی د اولاد لپاره د ښکاره کېدونکو اولادونو که مراتب یې هر څومره ښکته وي، په دغه ترتیب چې هر خپل فرع بغیر له د بل فرع څخه محجوب ګرځولي او د هر اصل حصه د هغه پر فرع باندې وېشل کېږي سره له دې که تقسیم د میراث کښته شي، لکه دا چې اصل له هغو اصولو سره چې د هغو په واسطه شخص مړي ته منسوب کېږي، له هغه څخه وروسته وفات شوی وي او د هغوی وفات مرتب په ترتیب د طبقاتو صورت نیولی وي.

(۲۱۸۴) ماده: په واجب وصیت کې د دغه قانون د (۱۹۹۹ – او – ۲۰۰۰) موادو حکمونو رعایت حتمي دی.

(۲۱۸۵) ماده: د واجب وصیت په استحقاق کې فرع د استحقاق د هغه څخه چې اصل د هغه په شرط د ژوند د مورث څخه وروسته مستحق کېده، زیات سهم اخیستلای نه شي، همدارنګه د واجب وصیت خاوند زیات سهم له هغو اشخاصو څخه چې د قرابت په درجه کې د هغه سره یو شان (برابر) وي، نه شي مستحق کېدای.

(۲۱۸۶) ماده: هر کله چې یو شخص هغه چا ته چې وصیت هغه ته واجب وي، د هغه له برخې څخه زیات وصیت وکړي، د وصیت زیات مقدار اختیاري ګڼل کېږي او که وصیت د هغه له برخې کم صورت موندلی وي، په هغه اندازه چې د هغه برخه تکمیل کړي، واجبیږي. که چېرې د ځینو اشخاصو لپاره چې د هغوی لپاره وصیت واجب دی، وصیت شوي وي او ځینو نورو ته وصیت ونه شي، هغو کسانو ته چې وصیت شوي، د هغه د برخې په اندازه واجبیږي. د هغه چا برخه چې هغه ته وصیت نه دی شوی او د هغو کسانو باقي پاتې برخه چې هغوی ته لږ (کم) د واجبې برخې څخه وصیت شوي دي، له باقي پاتې ثلث څخه ورکول کېږي او که ثلث پوروالی ونه کړي، له ثلث او هغه څه چې د اختیاري وصیت لپاره ځانګړي شوي وي، ورکول کېږي.

(۲۱۸۷) ماده: واجب وصیت پر ټولو وصیتونو مقدم پېژندل کېږي.

(۲۱۸۸) ماده: هر کله چې د هغو اشخاصو لپاره چې وصیت د هغوی لپاره واجب دی، وصیت نه وي شوی، بل ته وصیت وشي، هغه اشخاص چې د هغوی لپاره وصیت واجب دی، د خپلې برخې په اندازه د ثلث د باقي پاتې متروکه که هغه پوره کړي، په طریقه د وصیت واجبه مستحق کېږي او که باقي پاتې ثلث د هغوی حصه پوره نه کړي، نو د ثلث باقي پاتې او هغه څخه غیر ته وصیت شوي د هغوی حصه پوره کېږي.

(۲۱۸۹) ماده: د دغه قانون د (۲۱۸۶ – ۲۱۸۷ – ۲۱۸۸) مندرجو موادو په ټولو احوالو کې هغه څه چې له اختیاري وصیت څخه باقي پاتې وي، د مربوطه احکامو په رعایت سره په اختیاري وصیت د مستحقینو ترمنځ د هغوی د برخو مطابق وېشل کېږي.

د واجب وصیت قانوني شرطونه:

د مدني قانون د پورتنیو څرګندونو (تصریحاتو) مطابق واجب وصیت له لاندې قانوني شرطونو سره سم صورت نیولی شي:

۱ – د مړي زوی یا لور د هغه په ژوند کې وفات شوي وي او له هغوی څخه اولاد پاتې وي؛

۲ – مړي خپل فرع (لمسی) ته په خپل ژوند کې بلاعوض یو مال د واجب وصیت په اندازه نه وي ورکړی؛

۳ – په واجب وصیت کې د لور اولاد د لومړۍ طبقې د واجب وصیت مستحق او د صلبي اولاد زوی په هره اندازه چې کښته وي، د واجب وصیت مستحق ګرځي؛

۴ – په واجب وصیت کې فرع (لمسی) د مړي د سهم مستحق ګرځي چې اصل د هغه د ژوند په شرط مستحق ګرځي؛

۵ – واجب وصیت باید له ثلث ترکې څخه زیات (متجاوز) نه وي، که له ثلث ترکې څخه متجاوز شي نو ثلث ترکې ته کښته راځي؛

۶ – واجب وصیت پر ټولو وصیتونو مقدم دی.

والله اعلم بالصواب

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 179

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.