ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له افغانستان او پاکستان پرته د جنوبي اسيا لپاره د هند نوې پاليسي
له افغانستان او پاکستان پرته د جنوبي اسيا لپاره د هند نوې پاليسي

لیکنه: رحيم‌الله سمندر

د افغانستان او پاکستان چارواکي د جنوبي اسيا لپاره د هند په نوې پاليسي کې له لېسته غورځېدلي مشران وو چې د دغه هېواد د لومړي‌ وزير د لوړې مراسمو ته نه وو وربلل شوي.

«ګاونډيان لومړیتوب» د هند د اوسني لومړي ‌وزير يوه پاليسي ده چې د هند حکومت يې له څو کلونو راهیسې د سيمې او نړۍوالو ځواکمنو هېوادونو پر وړاندې کاروي او پر مټ يې د هند په سمندر، سوېلي او مرکزي اسيا کې خپل اغېز او ځواک غځولو ته ادامه ورکوي.

د دې پاليسۍ نوې بېلګې هغه مهال ټولو ته ښې جوتې شوې چې د هند د لومړي‌ وزیر لوړې مراسم د سارک دوو مهمو هېوادونو (يو ستراتيژيک دوست، بل ستراتژيک سيال هېواد) له حضور پرته د پاتې نورو هېوادونو مشرانو په فعال شتون کې ترسره شول.

د هند لومړي ‌وزير نريندرا مودي په وروستيو پارلماني ټاکنو کې د خپلو سيالانو په پرتله زياتې څوکۍ ترلاسه کړې او توانېدلی پرله‌پسې د درېيم ځل لپاره د هند د لومړي ‌وزير په توګه لوړه ترسره کړي.

دغه مراسم چې د جون په ۹مه د هند په ولسمشرۍ مانۍ کې ترسره شول، ځانګړي مېلمانه يې د هند نږدې ګاونډيان او د هندي سمندر هېوادونو (ايسلنډز) مشران وو.

مراسمو ته په ځانګړې بلنه او درناوي د سريلانکا او مالديف ولسمشران، د بنګله‌دېش، نيپال، بوټان، مورشيوز لومړي وزيران او د سياچيليز ايسلنډ مرستيال ولسمشر وربلل شوي وو.

افغانستان له دې مخکې په سيمه کې د هند له نږدې دوستانو شمېرل کېده او د لومړيو وزیرانو د لوړې په مراسمو کې تل بلنه ورکړل شوې؛ د مودي تېرو دوو دورو مراسمو کې د افغانستان د ولسمشرانو ګډون يې ښکاره بېلګې دي.

د افغانستان اوسني واکمن مهم طالب چارواکي هم له هند سره نسبي اړيکې لري، هندي ډيپلوماتانو څو ځلې کابل ته سفرونه کړي او د قطر له دفتر سره هم اړیکې پالي.

طالب مشرانو د هند له يو شمېر مهمو رسنيو سره د خبرو پر مهال، له دغه هېواد سره د ښو اړيکو لرلو هیله ښودلې او وروستيو کې يې د هند د زړه ګټلو لپاره د افغان سیکانو او هندوانو جايدادونه هم له زورواکو بېرته اخيستي خو تر دې دمه د مودي درېيمه بريا باندې له کابله د پام وړ مبارکۍ پيغام نه دی خپور شوی.

«ګاونډيان لومړیتوب» هندي پاليسي، په دې مهمه ناسته او نمانځنه کې د پاکستان نه شتون سوالونه پيدا کړي، يوازې پر اېکس‌پاڼو د شهباز شريف او نواز شريف ځنډنيو او لنډو لېږل شوو پيغامونو په ځواب کې د مودي اېکس‌پاڼې ځواب او ټکي ډېر سنجول شوي وو چې «د هند ولس ښېګڼې او امنيت تل زموږ اولويت شمېرل کېږي.»

څه موده مخکې د پاکستان پارلماني ټاکنو په پايله کې د لومړي‌ وزير په توګه د شهباز شريف ټاکلو پر مهال، له ځنډ پرته د هند لومړي ‌وزير له خوا ورته د مبارکۍ پيغام واستول شو.

د چين او نورو رقيبو هېوادونو د اغېزو او پراختيا مخنيوي لپاره هند تل په سیمه او هندي سمندر پورې تړلو هېوادونو او وچو سيمو (ايسلنډز)، لکه مالديف، موريشيوز او سيچيلز کې د خپل نوي ژورليد ساګار SAGAR، (Security and Growth for All in the Region) له پلې کولو څخه کار اخلي چې په «سيمه کې د ټولو لپاره د امنيت او پرمختګ» مانا لري.

هنديان د دغه ژورليد په مرسته له څو کلونو راهیسې له چين سره د سيالۍ په موخه د سيمې په يو شمېر هېوادونو کې د خپلو اغېزو او نفوذ پراخولو په فکر دي او دغه کار د پرمختيايي پروژو او «شریک امنيت ټینګښت» په نيت ترسره کوي چې ځیني وخت له مخالفت سره هم مخ شوي دي.

يوه بېلګه يې هم تر دې دمه له مالديف سره ترينګلې اړیکې وې چې د اوسني رابلل شوي ولسمشر ډاکټر محمد مويزو پلويانو به د تېرو ټاکنو پر مهال د هند مخالفت په پار د «هند باسلو» شعارونه ورکول.

د هند لومړی ‌وزیر غواړي له درېيم ځل ټاکنې دستي وروسته د «اکټ ايست» پخوا جوړې شوې پاليسي تر نوم لاندې چې د هند د حکومت يو ډیپلوماتيک نوښت دی، له ګاونډيو هېوادونو سره خپلې اقتصادي، ستراتيژيکې او کلتوري اړیکې په هر اړخيزه معنا غښتلې کړي.

د دې پاليسۍ موخه دا ده چې له يو لوري هند د سيمې يو اقتصادي او پوځي ځواک وښيي او له بلې خوا په سيمه او «هند سمندر» کې د خپلو سيالانو د پراختيا او اغېزو مخه ونيسي.

پاکستان او چين چې په سيمه کې د هند دوه نږدې سيالان ګڼل کېږي، په خپلو رسنيو کې یې د مودي بيا بریا برخه کې ګڼې تبصرې کړې دي او د هغه پاليسي، پلانونه، د ايتلاف بڼه او ليدلوری يې ننګولي دي.

د سارک او سيمې له دغو رابلل شوو هېوادونو سره لومړيتوب درجه کې د ژورو اقتصادي او ستراتيژيکو اړيکو جوړول او د هغوی پرمختيا کې ونډه اخيستل کولای شي چې هند د اسيا پر يوه ځواکمن هېواد باندې بدل کړي.

په سيمه‌يیزو او نړۍوالو مسايلو کې د لوېديځ او ختيځ ځواکمنو هېوادونو په پلوي يا مخالفت زموږ د ځواکمنو ګاونډيو، دغه سيالي سيمه نوره هم بې‌ثباته کوي او ګڼې بدې پايلې به ولري.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک خبري اژانس يې مسووليت نه اخلي.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.