ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسي ګاز او په وړاندې یې د اروپایانو دوه رنګي
روسي ګاز او په وړاندې یې د اروپایانو دوه رنګي
انتظار خادم
اروپا په روسی تیلو بندیزونه لګولی خو ګاز یی ازاد دی. هسپانیه هر کال لږ تر تږه ۵.۲ بیلیون کیوبیک میتر ګاز له روسانو اخلی او بیا یی په خپل وار په اروپایانو ویشي.

د اکراین او روسانو د جنګ مخکی روسانو اروپا ته هر کال ۳۷ سلنه ګاز صادرول، له جنګ وروسته دا اندازه ۸.۷ سلنه ته راښکته شوه مګر اوس بیا ځل ۱۵ سلنې ته پورته شوه. روسانو د تیلو لس سلنه پایپ لاین په ال ان جی ګازو اړولی او د دی ډول ګازو ډکې ډکې کښتی اوس اروپا ته رواني دي.

دا چې د ګازو په کښتیو کی تیل هم روان دی او یا دا چی تیل نورو بندرونو ته ځی، هلته یی اسناد بدلېږی او بیا اروپا ته ځی، د اوسنۍ نړیوال بهیر برخه ده مګر پخوا همدی اروپایانو او امریکا د روسی تیلو د انتقال لپاره په خپلو منځونو کی موافقه وکړه چی د روسی تیلو د انتقال لپاره به د Special Purpose Vehicle (SPV) کمپنۍ او د هغوی ترانسپورتي وسایل کاروي.

یعنی څه؟ معنی دا چی دنیا دوکه کول، یوی خاصی کمپنۍ ته د روسی تیلو د انتقال موناپولی ورکول او په بل شکل خپلی ګټی څو برابره کول دی.

موده مخکی روسانو ال ان جی ګاز ارجینتینا ته ولیږل مګر په ښکاره ډول په دی دلیل چی ارجینتینا د ګازو بیه، هغه شان چی موافقه شوی وه، روسانو ته نه ورکوله، ځکه نو روسانو او هسپانیی په بله بهانه همدا کښتی هسپانیی ته ولیږله او معالمه ترسره شوه.‌

ډیره جالبه دا ده چی په هر نړیوال ترانسپورت کی باید د یوی محمولی سره د هغی محمولی ډول ډول اسناد لکه د محمولی د حرکت هېواد، د محمولی وروستی منزل او داسی ۸ یا ۹ نورو سرټیفیکټونه ضمیمه وی مګر د روسی ګازو لپاره چی له ارجینتینا هسپانی ته تلله او داسی نوری محمولی چی په روسی ګازو دکی وی او هسپانیی او نورو هېوادونو ته درومی، د Port of Origin او Port of Destination or Dischargeاړتیا نشته ترڅو څوک یی تفتیش ونکړی او کښتی په ارام زړه تر منزل ورسېږي.‌

ایا ډیره جالبه نړۍ نده؟ ډیره جالبه او دوه رنګی نړۍ ده. یو بام او دوه هوا. په هر صورت، د دی لپاره چی اروپا د اکراین په جنګ د تمساح اوښکی توی کړی، د روسانو مخالفت کوي مګر د روسی ګازو مخالفت نه.

ناټو د ۳۲ هیوادونو مجموعه ده چی تیرو ورځو کې یی خپله ۷۵ مه کلیزه ولمانځله. په دی ناسته کی د ناټو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چی د اکراین د ملاتړ لپاره به د راتلونکو ۵ کلونو په جریان کی سل ملیارد ډالر مرسته کوی. د اوس لپاره ناټو د اکراین سره په غیر منظم او اډهاک ډول مرسته کوی او دا مرستی هم د غیر مهلکو تسلیحاتو لپاره کیږي، په داسی حال کی چی زیلینسکې د هر ډول مرستی غوښتنه کړی او د دی مرستو د نه موجودیت په صورت کی به ښايي زیلنسکی د اکراین جنګ روسانو ته وبایلي چی لمړی اثرات یی هند ته د خپل بهرنیو چارو وزیر لیږل وو چې نریندرا مودی باید د پوتین او زیلنسکی تر منځ د سولی کار وکړي چی دا د ناټو لپاره د خطر زنک وو ځکه هغوی په دومره اسانۍ دا جنګ پای ته نه رسوي او باید نور ډیر ناورینونه هم وزیږوي چی بیا به پری وروسته خبری وکړو.

اکراین ته د مهلکو وسلو د سمبال او لوجیستیک ایتلاف د اوس لپاره امریکایان مدیریت کوي مګر څه موده وړاندی جو بایدن د اکراین لپاره د ۶۰ ملیارد ډالرو د مرستی وړاندیز وکړ مګر کانګریس رد کړه.

ویل کیږي که ټرمپ راتلونکی ټاکنی وګټی نو په شدت سره فکر کیږي چی نوموړی به یوه روپۍ هم اکراین ته د اکراین د جنګ لپاره ونکړی او خپل نړیوال ډیپلوماتیک او نظامي دکتورین به د خپلی خوښی سره سم تطبیق کړي.

دا چی د اکراین جنګ د ناټو غړو هېوادونو لپاره مهم دی، نه د امریکا لپاره، ناټو د اوس لپاره، مخکی له دی چی ټرمپ ولسمشر شي او یا امریکا د اکراین په مرسته کی پاتی راشي، خپل تیاری نیسي.

دا چی د اکراین لپاره دا سل ملیاردریز پیکیج به له کومه کیږي، اوسنی میکانیزم دا دی چی هر هیواد به د خپلی جی ډی پي ۲ سلنه په ناټو کی مصرفوی او بیا به د دی مرستی یوه برخه او نوره اضافي مرسته، که اړتیا شي، اکراین ته ورکول کیږي چی په دی اساس به امریکا اکراین ته د ناټو په چوکاټ کی ۱۶ ملیارد ډالر مرسته کوي.

په هر صورت، هره بله ورځ د نوی نړۍ نوی میکانیزمونه تر سترګو کیږي. هر هیواد د ځپلو ګټو په محور څرخیږی او د خپلو خلکو ګټی، وطنی ثبات، اقتصاد، ټولنیز سمبال او د خلکو اراده ورته تر بل هیواد او بل هر څه مهمه ده. نن د نړۍ د هیوادونو لپاره اړینه نده چی دوه رنګې کوي، منافقت کوی، چالاکي‌کوي او یا دا چی هر لقب او نوم ورته تاسو ورکوئ، بلکی دوی ته اړینه ده چی خپلی ځانی ګټی خوندی کړي.

روس د ټولی اروپا سره په مخالفت اخته ده. د روسانو او یا د بل هر هیواد د بقا لپاره صادرات ډېر اړین وی. اروپا د روسانو په اړتیا او ضعف خبره ده او پوهیږي چی که هر کال د روسانو ۳۰ ملیارد ډالر ګاز وانخلی نو روسان به د لویو ستونزو سره مخ شي، د اکراین جنګ به وبایلی مګر د دی لپاره چی د خپلو وطنونو او وطنوالو ګټه یی په کی خوندی ده، هر څه ته په نه نظر ګوری.

خدای دی وکړی چی افغانستان هم تل په خپلو ملي ګټو، د خپل ملت په ګټو او د خپل راتلونکی لپاره داسی پریکړی وکړي چی ټوله ګټه ګټه وي او ملت پکی سوکاله او راضي شي.

د غښتلی افغانستان په هیله.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.