ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو ډېروالی او مخنیوی یې؟
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو ډېروالی او مخنیوی یې؟

لیکنه: حامد عاطف

د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ترافیکي پیښې ډېرې شوې چې له امله یې هر کال میلیونونه وګړي خپل ژوند د لاسه ورکوي او یا د ټول عمر لپاره معلولیږي. د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس ،هر کال نږدې یو اعشاریه ۳۵ میلیونه خلک د ترافيکي پیښو له امله مړه کېږي او ۵۰ میلیونه نور دغو پېښو کې د ټپي کېدو له امله په عمري معلولیت اخته کېږي.په دې احصاييه کې یې زیات شمیر د افغانستان او په خاصه توګه د کابل – تورخم لویه لار ښودل شوې ده.

په نړۍ کې ترافیکې پېښې ډیر لاملونه لري مګر په افغانستان کې یې لاندې عمده لاملونه کېداي شي.

۱:د لویو لارو خرابوالی:

په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان لويي لارې د مختلفو هیوادونو او اداراتو لخوا ورغول شوی، دا لويې لارې په ډېره لوړه بیه او ټيټ کیفیت رغول شوي دي او د وخت د حکومت لخوا یې په سمه توګه نظارت او ارزیابي هم نه ده شوی.

په ټوله کې قیر یا نرم سړکونه ۱۵ څخه تر ۲۰ کاله پورې عمر لري، او په دې موده کې یې باید ساتنه او څارنه وشي، چې متاسفانه دا کار نه دی شوی. د واورو او باران اوبه  او د غټو موټرو د وزن نه کنټرول ؛ د لویو لارو د خرابیدو اساسي فکتورونه دي. د افغانستان ټولې لويې لارې باید پراخه او په نړیوالو معیارونو سمبال شي تر څو د پیښو مخنیوی وشي.

۲:د ترافیکي نښو او کرښو نشتون:

ترافیکې نښې او کرښې موټر چلونکو ته لار او مسیر په نښه کوي او د ترافیکو پيښو او ګډوډیو مخه نیسي. که څه هم په افغانستان کې ډير سړکونه جوړ شو خو دې سړکونو کې اساسي ترافیکې نښې او کرښې نه دي ځاي پر ځاي شوي.

۳:د متخصصو ډریورانو نشتون:

ډریوري هم د نورو مسلکونو په څير یو اساسي مسلک او پیشه ده چې متاسفانه افغانستان کې ورته خلک اهمیت نه ورکوي او له پام یې غورځوي، په ټرانسپورټیشن انجینرۍ کې د ډریور خپل مواصفات ذکر شوي دي چې په لاندې توګه یې یادونه کوم:

  • ډریور باید د ډریورۍ مسلکي زده کړی کړي وي.
  • قانوني لایسنس یا د موټر چلولو قانوني حق ولري.
  • عمر یې باید له ۱۶ کالو څخه کم او له ۷۵ کالو څخه ډير نه وي.
  • د سترګو دید یې باید سم وي.
  • قلبي مرض، شکر، تنفسي امراض، میرګي او د فشار مرض باید ونه لري.
  • الکول او نور نشه یې توکي باید استعمال نه کړي.
  • د موټر چلولو پرمهال باید الکترونیکي شیان لکه موبایل وغیر استعمال نکړي.
  • د سیټ پټۍ باید وتړي.
  • په یو وخت کې باید ډیر موټر ونه چلوي ، باید ځان مطمئن او آرام کړي.

په افغانستان کې ډریوران پورته ذکر شوو مواصفاتو ته پاملرنه نه کوي، چې بیا د ترافیکو پیښو او ټکرونو سبب کیږي.

۴: زاړه او د ناکاره  موټرو شتون:

افغانستان ته په ډيره کمه فیصدۍ نوي عرادې او موټر واردیږي، اکثره هغه موټر دي چې په نورو هیوادونو کې تاریخ تیر او ناکاره شي افغانستان ته راوړل کیږي چې دا د ترافیکي پيښو او ټکرونو یو مهم لامل دی.

۵: ډیر سرعت: په ترافیکو پیښو کې ډير سرعت د مرګونو ستر لامل دی، کوم ځاي کې چې کوم سرعت په نښه شوی وي باید ډریو په همغه سرعت سفر وکړي، متاسفانه په افغانستان کې ډریوران دې موضوع ته متوجه نه وي او د پیښو ښکار شي.

۶: د بې‌لاسه یا د کېڼ لاس عرادو ډېرېدل:

متاسفانه حکومت د خپلو عوایدو د لوړولو لپاره کیڼ یا بې لاسه موټرو ته قانوني اسناد ورکړل چې دا یې ستره تیروتنه وه ،په لویو لارو کې دا موټر د ډيرو ستونزو او حادثو سره مخ کیږي.اوس افغانستان کې په سلو کې نژدې پنځوس د چپه لاس موټر دي چې اکثر یې قانوني اسناد هم نه لري او ورځ په ورځ ډېرېږي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 294

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.