ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې د افغانستان د ستراتیژیک عمق پالیسي جوړولو اړتیا
پاکستان کې د افغانستان د ستراتیژیک عمق پالیسي جوړولو اړتیا

د سید محمداعظم لیکنه

دا لیکنه پر مؤقتې ادارې غږ کوي چې په هېواد کې د دوامدار امنیت جوړونې په پار په پاکستان کې د افغانستان د ستراتیژیک عمق جوړولو پالیسۍ ته په خپله رسمي اجنډا کې ځای ورکړي. دا پالیسي باید د پاکستان د پوځ له خوا پر افغانستان د وروستیو نظامي بریدونو په غبرګون کې جوړه او عملي شي. طالبان اړ نه دي چې په پاکستان کې خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته د رسېدو لپاره په نظامي ډګر کې د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره لاس او ګرېوان شي، بلکې له خپلې ځیرکې ستراتیژۍ او له خپل ټول وس او توان څخه دې ګټه پورته کړي څو په پاکستان او کشمیر کې غیرمتعارفې ډلې او ځواکونه دا توان پیدا کړي چې له ذیدخلو دولتونو سره د تاوتریخوالي پر ځای د سیاسې مذاکراتو له لارې خپل بنیادي حقوق ترلاسه کړي او د دوی په سیمو کې د لس‌هاوو کلونو اوږدو شخړو ته سوله‌ییز حل وموندل شي. هم طالبان او هم په سیمه کې پر امنیت تاثیرګذاره نور اړخونه باید په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د استثنایي پوځي او همدار راز نرم ځواک له جوړېدو څخه دې مثبته ګټه واخلي څو هم افغانستان او هم ټوله سیمه په امن کې شي. که دغه هدف ترلاسه نه شي او پاکستاني پوځیان لا هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې افغانستان د بې امنۍ او بې‌ثباتۍ خوا ته ورټېل وهي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې په بالقوه توګه دا توانایي شته چې پاکستان ته هغسې ستونزې او چلنجونه جوړ کړي چې په ۱۹۴۷ میلادي کال تر هغه له جوړېدو وروسته هيڅکله هغه هېواد ورسره نه و مخ شوی.

په دې لیکنه کې د پالیسیو پر درې ډوله انتخابونو رڼا اچول شوې ده، تر ټولو غوره انتخاب یې لومړنی دی او تر ټولو ناکاره او بې‌ګټې انتخاب یې دویم دی، کوم چې طالبان یې همدا اوس د تطبیق په حال کې دي. لومړنی په دې تر ټولو غوره دی چې په تطبیق سره یې په کړکېچونو کې ذیدخله یو اړخ هم ځان بایلونکی نه‌ګڼې؛ د دغه انتخاب له مخې طالبان، د هند او پاکستان دولتونه او همدا راز په پاکستان او کشمیر کې وسله‌وال غیردولتې ګروپونه د همکارۍ له لارې په مشترکه توګه د ستونزو پر وړاندې درېږي او هغوی ته د حل لارې پیدا کوي. دویم انتخاب کې هیڅ ګټونکی نشته؛ ځکه د ستونزو د حل پر ځای د خراب عمل په مقابل یوازې عکس‌العمل ښودل دي او بس. درېیم انتخاب کې د دې پر ځای چې د پاکستان پوځ او جاسوسې اداره د ستونزو د حل لپاره د یو عنصر په توګه وپېژندل شي، خپله دوی ستونزه تعریفېږي او اصلاح یا له منځه وړل یې د طالبانو لپاره اولویت جوړېږي.

د پالیسۍ لومړی انتخاب:

که څه هم اروپایي استعماري امپراطورۍ، بریتانوي هند او تزاري روسیه/ شوروي اتحاد، لسګونه کاله وړاندې ړنګې شوې دي، خو د دوی د میراث او بقایاوو له لاسه د منځنۍ او جنوبې اسیا سیمه لا تر نن پورې کړيږي. د کشمیر او ډیورند کرښې پر سر لانجې تر ټولو ډېرې خطرناکه سرحدي ستونزې دي چې له امله یې هند، پاکستان او افغانستان د ناامنیو، بې‌پایه دښمنیو او تربګنیو او یو د بل په مقابل کې د توطیو جوړولو په یو نامعلوم، پېچلي او بې‌پایانه ګرداب کې راګیر دي.

د اروپایي استعمارچیانو د میراث سربېره د پاکستان او هند ترمنځ د تربګنۍ او دښمنۍ له کبله په سیمه کې بې‌شمېره غیرمتعارف یا غیردولتي ډلې او ګروپونه رامنځته شوي چې د یوه هېواد لپاره د نیابتي او د نورو لپاره د ترهګرو او تروریستي ډلو حیثیت لري. خو د دغو ډلو اکثریت پر دې باور دي چې دوی په اصل کې د خپلو ټولنو او سیمو د ژغورنې او ګټو تأمینوونکي استازي او مبارزین دي.

کابل باید له خپل سافټ پاور څخه ګټه واخلي او د کشمیر جهادي ډلو، پاکستاني طالبانو او په بلوچستان کې ازادي‌غوښتونکو غورځنګونو ته بلنه ورکړي څو په افغانستان کې خپل سیاسي دفترونه پرانیزي. د کړکېچ له ساحو څخه بهر په مصؤن ځای کې د سیاسي فعالیت د فرصت په جوړولو سره به دوی و توانیږي څو د خپلو هېوادونو د دولتونو او همداراز له نړۍوالو سازمانونو سره سیاسي مذاکرات ترسره کړي او د خپلو لسګونو کلونو اوږدو کړکېچونو او ستونزو ته د حل لارې ومومي.

افغانستان هم په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني نظامیانو له خوا د عملیاتو او په تېره بیا د کشمیر پر سر د پاکستانۍ امنیتي ادارو او هند ترمنځ د تربګنیو قرباني هېواد دی. طالبان باید د یادو ټولو کړکېچونو مدیریت او حل ته لومړیتوب ورکړي؛ په تېره بیا د کشمیر لانجې ته باید ډېره ځانګړې پاملرنه وکړي او دغه لانجه د پاکستان پر وړاندې د دوی د پالیسۍ مرکزي او تر ټولو مهمه او غټه نښه او هدف باید وګرځول شي.

کله چې یادې ډلې او ګروپونه په کابل کې خپل دفترونه پرانیزي، طالبان به دوی ته دا توان ور په برخه کړي چې په مستقله توګه یوازې خپل سیمه‌ییز او د دوی له خلکو سره تړلې ستونزې او مشکلات له اړوند حکومتونو او سازمانونو سره تر بحث لانډې ونیسي څو چې دوی دا توانایي او استقلال ونه لري، دوی مجبوره دي چې د هغه هېواد او سازمانونو ګټو خوندي کولو ته لومړیتوب ورکړي کوم چې دوی ته یې ځای ورکړی او یا هم پر دوی کنټرول لري، څو چې دوی د ځان پر ځای د بل و جیوپولیټیکو ګټو ته په لومړیتوب ورکولو مجبوره وي، دوی به لا هم د یوه او یا ډېرو هېوادونو او سازمانونو له خوا د ترهګرۍ په تور تورن وي، په کشمیر، پښتونخوا، او بلوچستان کې به تاوتریخوالی او کړکېچونه دوام ولري چې بیا به نه افغانستان، نه پاکستان او نه هند د دوامداره سولې او ثبات خاوندان شي.

طالبان اړ دي څو په سیمه کې د روانو کړکېچونو، په تېره د کشمیر لانجې، مدیریت او حل له لارې په افغانستان کې سوله او ثبات پیاوړي او مطمين کړي. د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک هغه ځواک او قوت دی چې پر سر یې هم د دولت او هم د غیردولتي وسله‌وال سازمان خولۍ سکښتي او برابره راځي. د دوی دغه بې‌ساري کیفیت ته په پام، په ایډیال حالت کې ټوله سیمه بیا په خپل وار و دوی ته اړه ده څو د دوی له بې‌مثاله، استثنایي، بې‌نظیره او فوق‌العاده وړتیاوو او تجربو څخه په سیمه کې د ټولو روانو کړکېچونو د حل لپاره ګټه پورته شي.

د افغانستان شاوخوا سیمې په ټولو کړکېچونو کې هم دولتونه دخیل دي او هم غیردولتي وسله‌وال سازمانونه. هغه د پخوانیو زمانو خبره ده چې وایي پوهه قوت دی او د پوهې منبع د مقایسه کولو توان دی؛ د مثال په توګه هر هغه څوک چې د ښه او بد، روغ او ناروغ، دوحې او لښکرګاه فرق او مقایسه کولای شي، هغوی قوي او توانمند دي؛ ځکه چې هم یې ښه لیدلي او تجربه کړي او هم یې بد، هم یې د روغتیا خوند لیدلی هم یې د رنځ، هم یې په دوحه کې سیاحت کړی او هم یې د لښکرګاه د ژوندانه تجربه لیدلې ده. طالبان هم د دولت په امکاناتو، اړمنتیاوو او سیستم تر یو ښه حده باخبره ځواک دی او هم د یو غیردولتي وسله‌وال سازمان نیمګړتیاوې، غوښتنې، هیلې او توانمندۍ په ښه توګه درک کولای شي. شنیده کی بود به مانند دیده؛ طالبانو هر څه په خپله لیدلي دي.

په سیمه کې دولتونه او غیردولتي وسله‌وال سازمانونه دې طبیب ته نه ځي، بلکه د طالبانو له سرګذشت څخه دې په خپلو هېوادونو او سیمو کې د سولې او ثبات د بېرته راستنېدو لپاره پوره ګټه پورته کړي. ترڅنګ یې طالبانو ته یو بې‌ساری تاریخي فرصت په لاس ورغلی دی څو ګاونډي هېوادونو کې له دولتي او غیردولتي ادارو او سازمانونو سره د همکارۍ له لارې افغانستان د سیمې او نړۍ د ناقراریو، بې امنیو او کړکېچونو له مرکزه د منطقې او جهان د سولې جوړونې، سولې ساتنې او سولې غوړولو پر ټاټوبي تبدیل کړي.

د طالبانو د ادارې له خوا نوښت به ټولو اړوند اړخونه ته، د پاکستان او هند د دولتونو په شمول، دا زمینه مساعده کړي څو اساسي ستونزې او مشکلات په ښه او روښانه توګه تشخیص، مؤثره او متناسب حل لارې ورته پیشنهاد او ومومي. کله چې بلوچستان، خیبر پښتونخوا او کشمیر په سوله او امن کې شي، افغانستان هم له ښه امنیت او سولې برخمن کېدای شي.

په عین وخت کې، طالبان د خپلې پوهې او تجربو په رڼا کې د پاکستان او هند له حکومتونو سره مرسته کولای شي چې د ياد شوو ګروپونو په اړتیاوو او اندېښنو ځانونه ښه پوه کړي. نه د کشمیر ستونزه او نه هم په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې روان ناورینونه نظامي حل لري. د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږدې جګړې ثابته کړه چې له نظامي لارې د طالبانو په څېر د غیرمتعارفو ډلو کامل له منځه وړل تقریباً ناممکنه چاره ده. که واقعیت ته وکتل شي، د دوی پر وړاندې د ۲۰ کالو جګړې په نسبت، امریکا له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې ډېر څه حاصل کړل. طالبان د دوحې په تړون کې خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتې شوي دي. سپینې ماڼۍ ته د ډونالد ټرمپ د بېرته ستنېدو د احتمال له زیاتېدو سره شونې ده چې په سیاسي، ډیپلوماتیک، امنیتي او اقتصادي ډګرونو کې طالبان او امریکایان خپلمنځي اړیکې لا ژورې، پیاوړې او پراخې کړي.

لکه څنګه چې د طالبانو پر وړاندې د امریکا جګړه بالاخره د سیاسي مذاکراتو په نتیجه کې پای ته ورسېده، همدا راز، په پاکستان او کشمیر کې لانجې به هم بالاخره د سیاسي حل په نتیجه کې پای ته رسېږي.

که یې نظامي حل درلود، د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو کې ناورین به ۱۵۰ کاله دوام نه وای کړی. انګرېز لیکوالانو په نولسمه پېړۍ کې د قبایلو ناورین‌ځپلو سیمو ته د ياغیستان خطاب کړی. د بریټانوي هند حکومت د قبایلي سیمو د کنټرول لپاره ځانګړې لایحه جوړه کړي وه چې د اېف سي ار یا په سرحدي سیمو کې د جزا مقرره نومېده؛ د پاکستان حکومت د انګرېزانو له خوا جوړه شوې مقرره تر ۲۰۱۸ م کال پورې په قبایلي سیمو کې نافذه ساتلې وه، دغه راز د پاکستان د پوځ له خوا د پرله‌پسې نظامي عملیاتو په نتیجه کې د بلوڅانو وسله‌وال پاڅون باید ډېر پخوا ختم شوی وای. باوجود د دې چې هند او پاکستان پر اټومي وسلو ځانونه سمبال کړل او هر کال په بیلیونونو ډالر پر نظامي او امنیتي چارو د دوی له خوا لګول کېږي، په کشمیر کې په ټپه ولاړ حالت د ۷۰ کلونو په تېرېدو سره لا هم پر خپل حال ولاړ دی.

کولای شو ووایو چې د پاکستان او هند د دولتونو له خوا د دوی په هېوادونو کې له وسله‌والو غیردولتې سازمانونو د بې قید او شرطه تسلیمۍ غوښتنه بې ګټې او له فکر او عقل څخه وتلې غوښتنه ده. مګر دا چې و هغه اساسي او بنیادي سیاسي – ټولنیزو ستونزو ته د حل لاره پیدا شي د کومو موجودیت چې په لومړي سر کې د دغه ډلو د زېږېدو سبب ګرځېدلې دي.

په دې لیکنه کې د پاکستان پوځ، ای‌اېس‌ای او د هغه هېواد نورو امنیتي ادارو ته په مشترکه توګه د پاکستان د اسټبلیشمنټ او يا هم په ساده توګه د اسټبلیشمینټ لفظ کارول کېږي.

د خپلې پالیسۍ جوړونې د لومړي ګام په توګه طالبان باید د دیني علماؤو یوه ستره غونډه راوبولي؛ علما باید د پاکستان او کشمیر اوسنی حالت تر څېړنې او بحث لاندې ونیسي او په هکله یې خپلې فیصلې او فتواوې صادرې کړي، ترڅنګ یې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان، کشمیر او په تېره د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پوځ او جاسوسې ادارې د تعاملاتو چې په هغو کې په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیک عمق پالیسۍ هم شامله وي، په هکله خپل نظریات څرګند کړي. د طالبانو لپاره مهمه ده چې غونډې ته له پاکستان، هند، کشمیر او بنګله‌دېش څخه هم استازي راوبولي، ښه به وي چې د علماوو له غونډې مخکې او یا سمدلاسه له غونډې وروسته طالبان د خپلې راتلونکې پالیسۍ په هکله د ګاونډيو دولتونو، له ملګرو ملتونو او نورو منطقوي او نړۍوالو سازمانونو سره هم سلا مشورې وکړي، دا به له افغانستان سره د پالیسۍ په مؤثره تطبیق کې ډېره مرسته وکړي.

د اړوند دولتونو او غیرمتعارفو وسله‌والو ډلو برسېره، طالبان د خپلې پالیسۍ جوړولو او تطبیق لپاره باید په پاکستان، کشمیر او هند کې د نورو خواوو لکه سترو سیاسي ګوندونو، مطبوعاتو او علمي کادرونو او موسساتو سره هم اړیکې ټینګې کړي او وپالې.

طالبان کولای شي د علماوو د غونډې او د ۱۹۴۹م کال لویې جرګې له پرېکړو څخه د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د پالیسۍ د شرعي او قانوني بنسټونو په توګه کار واخلي.

د خپلې پالیسۍ د عملي ګام په توګه، د طالبانو اداره باید د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د پورته یادو هر یو کړکېچ لپاره خپل ځانګړي استازي معرفي کړي. خصوصاً د کشمیر د مسئلې لپاره. د کشمیر و مسئلې ته رسېدنه باید د افغان پالیسۍ زړه او مرکزي برخه وي. په کشمیر کې تحولات او اتفاقات د دې وړتیا لري چې ټوله سیمه اباده او یا هم برباده کړي. د کشمیر لانجې دوام د افغانستان امنیت او ثبات ته تر ټولو ستر ګواښ دی.

د خپلې پالیسۍ له اعلان سره سم افغانستان باید په ډاګه کړي چې د کشمیر په لانجه کې پیش‌قضاوتي نه لري بلکې کاملا بې‌طرفه او خیرخواه دی. د کشمیر په هکله نه د پاکستان او نه هم د هندوستان خوا نیسي او نه هم د یوه په نفع او د بل په ضرر د دوی ترمنځ توپیر کوي. افغانستان یوازې د کشمیریانو د اساسي حقوقو چې خپل برخلیک په خپله وټاکي طرفداري کوي. د کشمیر او کشمیریانو راتلونکې باید د کشمیر د خلکو په خوښه او رایه وټاکل شي. افغانستان و دغه هدف ته د رسېدو لپاره د کشمیریانو ملاتړ کوي او هغوی ته اوږه ورکوي. افغانستان د کشمیر یوازېنی ګاونډی دی چې نه اټومي وسلې لري، نه یې د کشمیر کومه ټوټه اشغال کړي او نه هم د کشمیر پر خاوره ارضي ادعا لري. د کشمیر په رابطه په ټوله نړۍ کې تر افغانستان بل هیڅ سکښتی سیال نشته چې وکولای شي په منصفانه او یوازې د خیرغوښتنې پر اصولو د ټولو جوانبو او اړخونو ترمنځ سیاسي منځګړیتوب ترسره او د سولې د مذاکراتو کوربه‌توب وکړي.

پاکستان، هند، چین او تر ټولو مهمه کشمیریان باید د افغانستان و نقش لوبولو ته په ښه سترګه وګوري او قدر یې وکړي. دا به د کشمیر، افغانستان، پاکستان، هند او په ټولیزه توګه د سیمې او نړۍوال امنیت په خیر وي که طالبان د واحد او متحد کشمیر پالیسي غوره او تعقیب کړي. یعنې د افغانستان لید باید دا وي چې د چین، هند او پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر ټولې برخې باید بېرته سره یوځای شي، متحد او واحد کشمیر دې بیا یا له پاکستان او یا هم هندوستان سره یوځای شي. خو که کشمیریان د ملګرو ملتونو له اصولو سره سم په عمومي رایه پوښتنه کې د مستقل او ازاد هېواد غوښتونکي شول، د کشمیریانو د ملي تصمیم درناوی باید د ټولو ګاونډیو او نړۍوالو له خوا وشي.

افغانستان باید په بلوچستان کې د اسټبلیشمنټ او بلوڅ ازادي‌غوښتونکو ترمنځ د روان کړکېچ او تاوتریخوالي په هکله خپل موقف روښانه کړي او د دغه دردوونکي حالت دوام باید د افغانستان و امنیت ته د ګواښ په سترګه وکتل شي. د پاکستاني اسټبلیشمنټ له خوا له حده زیات او غیرمتناسب زور زیاتي او خشونته کار اخیستنه د افغانستان امنیت په جدي توګه زیانمنوي. د بلوڅ سیاسي ګوندونو، بلوڅ جنګي ډلو او د پاکستاني ادارو او بنسټونو سربېره، افغانستان باید له ایران سره هم د بلوڅو او د بلوچستان د حالت او راتلونکي په هلکه جدي بحث پیل کړي، څو د بلوڅو او بلوچستان و غمیزې ته یوه سوله‌ییزه او منصفانه د حل لار وموندل شي. بلوڅان د دې سیمې اصلي وګړي دي؛ د دوی د سر، مال، عزت، مدني ازادیو او د خپل برخلیک ټاکلو رایه او تصمیم لکه د سیمې د نورو خلکو په شان، د دوی اصلي حقوق شمېرل کېږي او د هیچا له خوا باید تر پښو لاندې نه شي. داسې نه‌شي چې بلوڅان او همداراز کشمیریان بالاخره خپل حقوق ترلاسه کړي، خو له سیمې څخه د بهرني ځواکونو په مټ، نه د دې سیمې د اوسنیو حاکمانو د تدبیر په نتیجه کې! ژمی به پای ته ورسېږي، خو تورمخي به و ذغالو ته د تل لپاره ورپاته وي. د کشمیر خاوره د هند، چین او پاکستان په منځ کې وېشل شوې ده؛ د بلوچستان خاوره بیا د افغانستان، ایران او پاکستان په منځ کې درې ټوټې شوې ده. موږ مکلف یو چې خپل کور ته دایمي ثبات په خپل تدبیر او هڅو راستون کړو او که دا کار ونه کړو، بیا نو هغه متل دی چې وایي مرده به دست زنده. د نړۍ نور حکومتونه او سازمانونه چې ژوندي دي، راځي به د کشمیر او بلوچستان د ستونزو لپاره به د حل لارې جوړوي او تطبیقوي؛ البته د هغوی له منافعو او مفاداتو سره سم.

کشمیري مجاهدینو، پاکستاني طالبانو او بلوڅ ملتپالو ته د مصؤن ځای په برابرولو سره، څرنګه چې قطر خپله طالبانو ته مصؤن ځای ورکړی دی، د دغو ګروپونو او د دوی اړوند دولتونو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي رامنځته کېدو ته به لاره هواره شي او دا احتمال چې دوی خپل‌منځي بنیادي شخړې د سیاسي مذاکراتو په نتیجه کې حل کړي ډېر شي. د دغو ‌ډلو اکثریت یې د سیمې او نړۍ د یو او یا ډېرو دولتونو له خوا پر تروریزم او ترهګرۍ تورن سازمانونو په نوم پېژندل کېږي. همداراز، د دوی ډېر تعداد یې ځانونه د جهادي تنظیمونو په نامه معرفي کوي. د دوی او طالبانو ترمنځ ډېر مشترکات شته. تر ټولو ستر توپیر یې بیا په دې کې دی، چې طالبانو د هر ډول ملموس او غیر ملموس فشار او تور په مقابل کې په کافي اندازه مقاومت ښودلی او تر اوسه پر برلاسي شوي دي، په داسې حال کې چې هغه نور لا هم و دغه هدف ته د رسېدو لپاره لاس او پښې ترپي.

اوس دا پر طالبانو اړه لري چې خپل بریالي تجارب او لاسته‌راوړنې له خپلو وروڼو سازمانونو سره په پاکستان او کشمیر کې شریک کړي څو دوې هم دا توانمندې پیدا کړي چې د پاکستان او هند د دولتونو سره مخامخ او یا هم د منځګړې په مرسته سیاسې مذاکرات تر سره کړي.

د طالبانو اسلامي تحریک، لکه نورې جهادي ډلې، دا تور ورپوري و چې د پاکستان د پوځ او جاسوسې ادارې نیابتي ډله ده او دنده یې په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیک عمق جوړولو لپاره لار هوارول دي. د پاکستان د پوځ او استخباراتي ایجنسۍ له جال څخه د دوی د خلاصون لومړنی ګام هلته واخیستل شو چې و دوی ته د قطر په دوحه کې د سیاسي دفتر پرانیستلو زمینه مساعده شوه. دا چې دوی دا فرصت لاس ته راووړ چې د افغانستان په سیاست او ټولنه کې مرکزي رول د ځان کړي، هغه هم په دوحه کې یې پیش‌زمینه د دوی او امریکایانو ترمنځ د سولې تړون په نتیجه کې مساعده کړای شوه. اوس طالبان باید هڅه وکړي څو کابل په پاکستان او کشمیر کې د غیرمتعارفو وسله‌والو ډلو لپاره دوحه وګرځوي.

د سیمې ټولې پرګنې او ملتونه د یو او بل په څنګ کې د ورورولۍ او سولې په فضا کې یو مرفه او خوږ ژوندون ته تږي او په ارمان دي؛ هغوی غواړي چې د خپل ښه فکر، زحمت‌کښیو او تر ټولو مهم د اروپایي استعمار د پای نتیجه په هغه توګه چې باید وي، په خپل ژوند کې وویني. د الله (ج) په لاس لیکل شوی تقدیر به همداسې وي چې د افغانستان د طالبانو اداره د کشمیر، ډیورند او بلوچستان په شان سترو کړکېچونو لپاره د حل لارموندنې مخکښه شي، هغه لاس ته راوړنې چې تر اوسه پورې بل هیڅ کوم رژیم نه په افغانستان، نه په پاکستان او نه هم په هند کې توانېدلی چې د ځان په نوم یې ثبت کړي.

په شمول د غیرمتعارفو وسله‌والو سازمانونو طالبان باید د خپلې پالیسۍ تطبیق او بریالیتوب د بهرني عناصرو په همکارۍ او امکاناتو تړلی او مشروط نه کړي. دوی باید په هېواد کې د شته امکاناتو ترڅنګ نور امکانات هم برابر او لاس ته راوړي څو د هېواد او هېوادوالو دفاع په مستقلانه توګه وکړای شي. دوی دا تابیا باید د هغه وضعیت لپاره ونیسي چې بهرني دولتي او غیردولتي عناصر د افغانستان د نوښت د بریالي پلي کېدو لپاره خپل توان او امکانات وسپموي او یا هم افغانستان بیا د پاکستان د پوځ له خوا تر یرغل لاندې راشي. طالبان باید سمدلاسه د خپلو توانمندیو په محدوده کې د افغانستان د خاورې او خلکو پر وړاندې د پاکستاني اسټبلیشمنټ له خوا د هر ډول تجاوز غچ او انتقام واخلي. په ورته وخت کې، باید خپل دفاعي قابلیتونه لا ډېر پیاوړي کړي، په تېره بیا د هوایي ځواک او دفاع و پیاوړتیا ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

افغانستان باید د ډیورند کرښې په اوږدو کې قومي لښکرې بېرته فعالې کړي. په ۱۹۴۹ کال کې د پاکستان هوایي ځواک له خوا پر افغانستان له بمبارۍ وروسته او د همدغو بمباریو په ځواب کې د اعلیحضرت محمدظاهر شاه د حکومت له خوا د قومي لښکرو تشکیلات رامنځته شول. فکر کوم دا تشکیلات په افغانستان کې د شوروي پلوه ډلو د حاکمیت په وخت کې ړنګ شول.

له قومي لښکرو څخه باید د احتیاط قوا په توګه کار واخیستل شي. د لښکرو غړو ته باید اساسي او ابتدایي روزنه وړکړل شي څو دوی وکولای شي و هغو مهاجرینو او بېځایه شوو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي کوم چې د پاکستاني اسټبلیشمنټ د پوځي عملیاتو له کبله د ډیورند د کرښې د هغې بلې خوا څخه و افغانستان ته پناه راوړي. که د افغانستان خاوره او خلک یې د پاکستاني پوځیانو له خوا په راتلونکي وخت کې تر تجاوز لاندې راځي او یا هم له ګواښ سره مخامخ شي، قومي لښکرې باید د اسټبلیشمنټ د تجاوز او ګواښ په مقابل کې د لومړۍ کرښې د دفاع نقش ولوبوي.

د پالیسۍ دویم انتخاب:

پر افغانستان د پاکستاني پوځیانو د ځمکني او بالخصوص د مارچ میاشتې هوایي بریدونو غبرګون کې د وړاندیز شوې پالیسۍ بدیل به تر ډېره حده انتقام اخیستونکې او پر تاوتریخوالي ولاړه پالیسي وي. له ۲۰۲۱ کال را په دېخوا چې د طالبانو اسلامي تحریک بېرته قدرت ته ورسېد، پاکستان په لومړي ځل په ۲۰۲۲ م کال کې پر افغانستان هوایي بریدونه وکړل، په هغه وخت کې طالبانو دا یوه اشتباه وګڼله او اعلان یې وکړ چې په راتلونکې کې د داسې عمل په مقابل کې به دوی متناسب عکس‌العمل ښیي، کله چې د ۲۰۲۴م کال په مارچ کې پاکستان بیا پر افغانستان هوایي بریدونه وکړل، طالبانو د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو نظامي ګوزارونه وکړل. په ورستیو اونیو کې لوړپوړو طالب چارواکو د سوشل میډیا له لارې ویلي چې دوی له خپل مشرتابه اجازه لري چې د پاکستان د حملو په ځواب کې د ډیورند فرضي کرښې پر هغه خوا خپل غچ اخیستونکې حملې ترسره کړي.

خپله د طالبانو جنګي تاکتیکونه او مهارتونه او دا چې له ۲۰۲۱ کال وروسته و دوی ته د امریکایي – ناټو او همداراز له افغان ملي امنیتي ځواکونو څخه پرېمانه وسلې او نظامي تجهیزات په لاس ورغلل، ګورو چې د تاریخ په اوږدو کې له نظامې پلوه دوی د افغانستان تر ټولو د پیاوړې او قوې ادارې حاکمان دي.

که طالبان رښتیا هم په قبایلي او د پاکستان په نورو سیمو کې عملیات ترسره کړي، په قوي احتمال داسې حملې به ملکي وګړو او عام‌المنفعه تاسیساتو ته هم زیانونه واړوي، ترڅنګ یې په اغلب ګومان دا ستراتیژي به له ناکامۍ سره مخ شي؛ ځکه له یو پلوه په سیمه کې د یو بل کړکېچ د زېږیدو او ورسره د پاکستاني اسټبلیشمنټ د ژوند اوږدېدو سبب کرځي او له بل پلوه د پاکستان مسلمان ولس به افغانستان ته د خپل ژغورندوی پر ځای د دښمن په سترګه وګوري، اسټبلیشمنټ له خدایه دا غواړي چې یو بل کړکېچ را منځته شي؛ ځکه د کړکېچونو په نشتون کې د دوی د ژوندون احتمال ډېر لږ کېږي.

هغه متل دی چې وايي، که چاړه د سرو زرو هم وي څوک یې په خپله ګېډه نه منډي؛ د همدې متل سره سم، د طالبانو اداره خپل بې‌ساری نظامي قوت او توانمندي باید د خپل مسلمان ګاونډي هېواد پر ضد ونه کاروي، که دا کار وکړي بیا نو د دوی او د پاکستاني اسټبلیشمنټ ترمنځ هیڅ توپیر نه پاتې کېږي؛ ځکه اسټبلیشمنټ خپله د سرو زو چاړه کله د خپلو خلکو د پرهاري کېدو لپاره په بنګلدېش کې سره کړي وي او کله یې هم د بلوچستان او خیبر پښتونخوا خاوره په وینو لمبولې وي او يا یې هم خپلو ګاونډیانو ته برېښوي. په پاکستان کې د افغانستان د ستراتیژیک عمق جوړولو ستراتیژي باید له سیاسي، کلتوري او نورو سوله‌ییزو میکانیزمونو له لارې تطبیق او خپلو اهدافو ته ورسول شي، دا په دې معنی باید ونه ګڼل شي چې افغانستان دې د خپل ځان دفاع په هدف له نظامي او قهریه قوا څخه کار نه اخلي.

په عمومي صورت دویم انتخاب د پالیسۍ به عکس العملې او تاکتیکې بڼه ولرې نسبت و دې ته چې د ستونزو او کړکیچونو ریښه تشخیص او مناسب د حل لارې ورته و موندل شې.

د پالیسۍ درېیم انتخاب:

د پاکستان پوځ ډېر پخوا دې نتیجي ته رسېدلی دی چې د هند پوځ د یرغل په مقابل کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو دفاع به تر هغه پورې له خنډ سره مخ وي او نه شي بشپړېدای، څو په افغانستان کې قوي او مستقل دولت شتون ولري. يا په نورو ټکو کې، څو افغانستان د یو قوي او مستقل دولت خاوند وي، پاکستان نه شي کولای د ځواکمن هندي پوځ په مقابل کې له خپلې خاورې په مؤثره توګه دفاع وکړي. څرنګه چې طالبانو د افغانستان په تاریخ کې یوه تر ټولو قوي او اغېزناکه اداره جوړه کړې ده، په طبیعي توګه د اسټبلیشمنټ پر وړاندې خنډ جوړوونکې او د پاکستان له خوا د سبوتاژ او ورانېدو هدف ګرځي. پر افغانستان نظامي بریدونو، له پاکستان څخه په زور د مهاجرینو شړل او همداراز هڅه کول چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ پخې سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې نه شي، ټول د یو اهمیت او تریخ واقعیت څرګندویي کوي چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د خپل ستراتیژیک عمق جوړولو ته په پوره زور دوام ورکوي. د تېرو ۴۵ کلونو خلاف د طالبانو له ادارې سره ښکر په ښکر کېدل، د پاکستاني نظامي او استخباراتي ادارو ته شاید د خپل سر په قیمت تمام شي؛ ځکه طالبان په خپل وار د دې لپاره چې افغانستان او خپل نظام یې له ویجاړېدو څخه ژغورلی وي، د دې پر ځای چې له استبلیشمنټ سره د همکارۍ له لارې په کشمیر، پښتونخوا، او بلوچستان کې د ستونزو او شخړو پر حل تمرکز وکړي، شاید د استبلیشمنټ ړنګول پر ځان فرض او اولویت ورته ورکړي.

د ۱۹۸۰م میلادي کلونو را په دېخوا پاکستان په دوامداره توګه په هڅه کې دی څو په افغانستان کې خپل ستراتیژیک عمق جوړ کړي. د پاکستان نظامي جنرالان پر دې باور دي چې د هند پر وړاندې د کشمیر پر سر په درې واړو سترو جګړو کې د پاکستان د څملېدو اصلي علت د نظامي محاسبې په رڼا کې د دوی د هېواد بدشکله جغرافیه ده. دوی له دې وېره لري چې په راتکونکې احتمالي جګړه کې د هند پوځیان کولای سي د پاکستان خاورې ته داخل او ټول هېواد یې په عمودي شکل (له لوړ څخه مخ پر کښته) کتره کتره کړي؛ لکه څنګه چې قصاب د پسه د ملا هډوکي ټوټه کوي. په هغه صورت کې د پاکستان ټولې سیمې یو له بل څخه بې ارتباطه کېږي، پوځیان یې هم نه شي کولای و هغو سیمو ته ځان او یا هم نور د اړتیا وړ ضروریات ورورسوي چېرته چې یې اړتیا وي. د یو داسې بد حالت څخه د مخنیوې لپاره پاکستاني پوځیانو پریکړه کړیده چې افغانستان باید په یو داسې سیمه او هېواد بدل شي چې د پاکستان پوځ بې له کوم خنډ او مخنیوې ورته لاسرسۍ ولري. که اړتیا شوه، د پاکستان پوځ به د افغانستان په خاوره کې خپل پوځي قطعات بېرته سمبال او له هغه ځایه به د هندي قواوو په مقابل کې ضد حمله ترسره کوي. د خپل دغه ستر هدف ته د رسېدو لپاره، افغانستان باید هیڅکله نه مستقل دولت ولري او نه هم د ځان ساتلو لپاره پیاوړی پوځ. د پاکستاني جنرالانو خوښه دا ده چې په کابل کې یو بې ځواکه او له نړۍوالې ټولنې څخه ګوښه شوې اداره چې خپلې بهرنۍ اړیکې، په تېره بیا له هندوستان سره، د اسلام‌اباد له لارې تنظیموي، واکمنه شي.

د طالبانو و تاریخ او د دوی امکاناتو ته په کتو، دوی دې ته تیار نه دي چې د پاکستان د پوځ او جاسوسې ادارې و غوښتونو ته سر ټیټ کړي او یا هم اجازه ورکړي چې د پاکستان د نیابتي ډلو له خوا دې د دوی حاکمیت له منځه یووړل شي. بناً، بله چاره وجود نه لري مګر دا چې مقاومت وکړي او باوجود د دې چې د دوی او په اټومي وسلو سمبال د پاکستان د پوځ او جاسوسې ادارې د تجهیزاتو او امکاناتو ترمنځ لکه ځمکه او اسمان توپیر شته، بیا هم د استبلشمنټ د پالیسۍ په غبرګون کې په بالمثل ډول په پاکستان کې خپل ستراتیژیک عمق جوړونې هڅې پیل کړي. طالبان کولاې شې استدلال وکړي، څو د پاکستان استبلیشمینټ د افغانستان پر وړاندې د بریتانوي هند د لیدلوري او اصولو پر بنیاد تعامل کوي، افغانستان به هیڅکله د دوامدارې سولې او ثبات مخ ونه ویني. بناً، د دوی هڅه به دا وي چې د اسټبلیشمنټ په لیدلوري او چلند کې د اسلام او شرعیت له اصولو سره سم ژور اصلاحات راولي او که دا چاره ممکنه نه وي، د اسټبلیشمنټ ړنګول او نسکورول د دوی اولویت جوړ شې. په پاکستان کې د خپل ستراتیژیک عمق جوړولو لپاره طالبان به د استبلیشمنټ پر پله باندې پل ایږدې او په پاکستان کې د نیابتې ډلو جوړولو له لارې به د هغه هیواد پر وړاندې خپله پالیسې تطبیقوي.

طالبان د نړۍ د جهادي غورځنګو په منځ کې، هغوی چې دوی ته ورته فکر لري، د سالار او تر ټولو اغېزناک او الهام ورکوونکي تحریک په نوم شهرت لري. د پاکستاني طالبانو له خوا د افغاني طالبانو له مشر سره رسمي بیعت، په پاکستان کې دننه و افغانستان ته لویه ستراتیژیکه سرمایه په لاس ورکړي ده، داسې سرمایه چې له طالبانو څخه وړاندې په افغانستان کې هیڅ یو رژیم په خوب کې هم نه شوه لیدلای. طالبان په بالقوه توګه کولای شې چې په کشمیر او د پاکستان په نورو برخو کې جهادې او مذهبې ډلې هم تر خپل نفوذ لاندې راولې او د هغوې څخه په پاکستان کې و خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته د رسیدو لپاره ګټه واخلې.

د طالبانو اسلامي تحریک د یوې داسې ایډیالوژۍ او ځانګړې جهان‌بینۍ استازیتوب کوي چې په منحصره توګه په دوی پورې تړاو لري. دوی د افغانستان امنیتي وضعیت په مستقیمه توګه په پاکستان کې د انکشافاتو، په تېره بیا د پاکستان د پوځ او جاسوسې ادارې (اې اس ای) له فکر او اعمالو سره تړلۍ ګڼي. د دوی دیني اصول ګرايي او جهان‌بینۍ او همداراز په امنیتي موضوعاتو کې عمل‌ګرایي ته په پام، که د دوی له خوا په پاکستان کې د افغانستان د ستراژیک عمق جوړول عملي سي، تر ډېره حده به په خاوره او جغرافیه پورې متمرکزه پالیسي نه وي، سره له دې، د دوی پر پالیسۍ د نړۍوال سیاست او امنیت مشهورې او عمده تیورۍ لکه د قدرت د توازن جوړونې، ستا ګټه زما زیان او یا یې برعکس او یا هم ستا په کور کې بې امني زما په ټاټوبي کې د امنیت جوړونې سربیښت، ډېر لږ او یا هم هیڅ اغېزه او اثر به ونه لري. دوی نړۍ ته د حق او باطل، عدل او ظلم، مشروع او غیرمشروع او همداراز له شریعت سره برابر او یا هم ورسره په ټکر له کړکۍ څخه ګوري. نو د افغانستان د امنیت د تأمین په پار، په پاکستان کې د دوی مداخله به په جزیي او یا کلي توګه د هغه هېواد له خاورې څخه د استفادې پر ځای، د پاکستان پر سیستم متمرکزه مداخله وي؛ هغه سیستم چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان پر وړاندې، همداراز د نړۍ او د پاکستان کور دننه پالیسیانې په کې جوړېږي. هغه سیستم د پاکستان اسټبلیشمنټ دی؛ یعنې د هغه هېواد پوځ، ای اېس ای او نورې امنیتي ایجینسۍ.

د طالبانو خوښه به دا وي چې د پاکستان اسټبلیشمنټ په بنیادي توګه اصلاح او د اسلام او شریعت له اصولو او ارزښتونو سره برابر شي. د دوی دا ډول لیدلوری په بنیادي توګه د هغې فرضي لیدلوري سره تفاوت او فرق لري که د افغانستان د کوم ملتپاله رژیم له خوا په پاکستان کې د ستراتیژیک عمق پالیسي جوړه او تطبیق شوې وای. د طالبانو کړنلاره به ټول‌شموله او هر اخیزه وي، په داسې حال کې چې د ملي‌ګرا رژیم کړنې به یوازې پښتون‌محوره او د پاکستان پر پښتون‌مېشت خاوره محدودې وای. څرنګه چې د افغانستان هیڅ یو ملتپاله رژیم دا توانایي نه درلوده چې په پاکستان کې دې د افغانستان ستراتیژیک عمق جوړ کړي خو د طالبانو اداره کافي توان او منابع لري څو دا چاره ترسره کړي، په ناګزیره توګه د عمق جوړولو چارې به د طالبانو له اصولو، لیدلوري او ارزښتونو سره سم پر مخ ځي. که رشتیا ووایو، د طالبانو پالیسي تر هغه فرضي پالیسۍ چې د یو ملتپاله رژیم له خوا جوړه شوې وای، ډېر عملي او پر واقعیتونو ولاړه به وي.

که څه هم دوی تل پر دې تاکید کوي چې تحریک یې یوازې د افغانستان پر خاوره پورې متمرکز او محدود دی، په اصل کې لکه په نړۍ کې بل هر اسلامي غورځنګ، طالبان هم د ملت- دولت اصل چنداني د اسلامي ورورګلوۍ او اسلامي امت له اصولو سره اړخ لګوونکی نه ګڼي، په تېره بیا کله چې د هېوادونو ترمنځ سرحدات د پردیو استعمارګرو امپراطوریانو له خوا ټاکل سوي وي، بې له دې چې د محلي او اصلي خلکو اړتیاوو او غوښتونو ته د سرحدونو په ټاکلو کې کوم خاص پام او درناوی سوی وي. د دوی د باور سیستم له مخې، یوازې د شریعت د اصولو پوره تابعیت او تطبیق کولای سي چې مسلمانې ټولنې وژغوري؛ امنیت، ثبات او سوکالي ور په برخه کړي. د همدغه باور په رڼا کې، دوی د پاکستان اسټبلیشمنټ له اسلامي اصولو سره په مخامخ بدعت کې ویني او دا چې پاکستان هیڅکله کور دننه، د ګاونډیو او له نړۍ سره په سوله او امن کې د ژوند کولو تجربه نه لري، علت یې د اسټبلیشمنټ له خوا د پاکستان پر واک قبضه او له اسلامي اصولو د هغه لري والي کې ویني.

په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیک عمق د ستراتیژۍ خلاف، کومه چې له ۱۹۸۰ کلونو راپه دېخوا په دوامداره او نه ستړه کېدونکې توګه پر مخ وړل کېږي او هدف یې د افغانانو او افغانستان بې ځواکه او بېواکه کول او تضعیف دی، څو پاکستانی پوځ وکولای سي چې بې له کومه خنډه او ملي دفاع د افغانستان له خاورې څخه د هندوستان د پوځ پر وړاندې ستراتیژیکه ګټه واخلي، د طالبانو له خوا په پاکستان کې د افغانستان د ستراتیژیک عمق جوړونه به د خپلو پاکستاني مسلمانو وروڼو او خویندو د پیاوړې کېدو پر بنیاد مخ ته وړل کېږي، څو د پاکستان مسلمان ولس دومره پیاوړی شي چې خپلې داخلي، له ګاونډیو سره او همداراز نړۍوالې اړیکې او تعاملات د اسلام مبارک دین له ارشاداتو او شریعي اصولو سره په مطابقت کې عیار او جوړ کړي او په نتیجه کې یې د پاکستان ملت وژغورل شي او دایمي سوله، ثبات او سوکالي یې ور په برخه شي. کله چې پاکستان پیاوړی او بریالی کېږي، ورسره افغانستان، ایران او هند پیاوړي او سوکاله کېږي. د طالبانو له نظره، څو چې د استعماري امپراطوریانو او ښکېلاکګرو پالیسیانې تطبیق کېږي، فرق نه کوي که دا په افغانستان کې وي، که کشمیر او یا هم پاکستان کې، استعمار لا پای ته نه دی رسېدلی. څرنګه چې په پاکستان کې د اسټبلیشمنټ له خوا تصمیم نیونه او د چارو پر مخ بیول د اروپایي ښکېلاک له اصولو سره سم ترسره کېږي؛ ځکه نو، د دوی له نظره، پاکستان نه یو مستقل او نه هم یو اسلامي هېواد دی. د انګرېز امپراطورۍ تر ړنګېدو وروسته یوازېنی څیز چې تغییر یې موندلی هغه د وایسرای لقب د پوځ د لوی درستیز یا چیف اف‌ ارمي سټف ته اړول دي. تر دې ور تېر، نه اصولو، نه فکر او نه هم عمل داسې تغییر موندلی چې وکولای سي د یو اسلامي او ازاد پاکستان د ارمانونو څرګندوینه وکړي، هم هغه اش او هم هغه کاسه!

یوه اساسي مسئله چې تر نن پورې نه د پاکستان ولس ته او نه د هغه هېواد ګاونډیو ته یې په هکله پوره پته لګېدلې وي دا ده چې ایا د پاکستان دولت خپلې رسمي چارې د اسلام له اصولو سره سم او یا هم د بریتانوي هند د دستوراتو مطابق تنظیموي او پر مخ یې بیایي. کله چې پاکستاني چارواکي له هند سره تعامل کوي، په تېره بیا د کشمیر د موضوع په هکله، ځان د اسلام خادم او د جنوبي اسیا د ټولو مسلمانانو د حقوقو مدافع ښيي خو د اسلامي افغانستان او همداراز د پاکستان د مسلمان ولس پر وړاندې بیا خپل ټول معاملات له انګرېزانو څخه ورپاته اصولو او پالیسیو له مخې پر مخ بیایي.

په قبایلي سیمو کې د اېف سي ار یا د فدرال جزا مقرره (که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې ختم اعلان شوه)، همداراز د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د ستراتیژیک عمق پالیسي ریښه او اصل یې د بریتانیا د پالیسۍ جوړونې په سیستم کې خښه ده، نه دا چې د قران، حدیث او یا هم د شریعت د نورو اصولو پر بنیاد جوړې شوې پالیسۍ وي. د یوه فرد په ګناه و ټول ټبر، قوم، سیمې او خلکو ته سزا ورکول او همداراز د خپلو مسلمانو هېوادوالو ترمنځ توپیري چلند د اسلام او شریعت پر اصولو ولاړ سیستم او تعامل له خوا د تایید وړ نه ده. خو اېف سي ار سر تر پایه پر تبعیض ولاړ او په قبایلي سیمو کې یې د ټولو دیني او انساني اصولو او عرفونو خلاف و پښتنو ته د ډله‌ییزې سزا ورکول جایز کړي وو. دغه راز، اسلامي او شرعي اصول و مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي څو نورو مسلمانانو ته زیان ورسوي او یا یې هم ضعیفه کړي. په تېرو څلوېښتو کلونو کې د پاکستان له خوا په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق جوړونې هڅو بې شمېره غمیزې رامنځته کړي چې له امله یې افغان ملت تر دغه نن پورې په کړاو کې دی.

که پاکستان په رښتیا ځان د انګرېزانو د هند امپراتورۍ میراث‌داره او ځای‌ناستی ګڼي، باید د کشمیر پر سر له هند سره خپل اختلافات د هند او پاکستان د وېش له مقررې سره سم چې د بریتانوي هند امپراطورۍ له خوا د ځان تر ړنګېدو مخکې ترتیب شوې وه، حل کړي او که ځان یو مسلمان هېواد ګڼي، باید د پاکستاني طالبانو، بلوڅ ازادي‌غوښتونکو نهضتونو او همداراز د ډیورند کرښې په هکله له افغانستان سره خپل اختلافات د اسلام او شریعت له اصولو سره سم حل کړي.

افغانستان د مستقل هېواد په توګه د پاکستان له جوړېدو وروسته سمدستي، د ګاونډیانو پر وړاندې د هغه د دغه تناقضي دوه مخي چلند ته متوجه شو؛ هغه وخت د افغانستان د تصمیم‌نیونې سترې مرجع، لویې جرګې، پاکستان یو جدیدالتأسیسه یا نوی جوړ شوی هېواد و نوماوه او د هغه دغه ادعا یې چې ګواکې د بریتانوي هند ځای‌ناستی او میراث‌داره دی، رد کړه. جرګه د افغانستان د شاهي دولت له خوا له هغه وروسته راوغوښتل شوه چې په ۱۹۴۹ م کال کې پاکستان د ډیورند کرښې ته نژدې د افغانستان په خاوره کې پر یوه کلي هوایي بمبارد وکړ. جرګې دغه راز فیصله وکړه، ټولې هغه معاهدې چې د مشترک سرحد په اړه د افغانستان د دولت او د بریتانوي هند امپراطورۍ ترمنځ امضاء شوې وې، لغوه دي. د همدې فیصلې پر اساس، افغانستان د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي سرحد په توګه نه پېژني.

پر افغانستان د پاکستاني پوځ نظامي بریدونو او په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیک عمق پالیسۍ سربېره طالبان ځان ته اضافي دلایل لري چې دوی دې ته هڅوي چې په پاکستان کې د افغانستان ستراتیژیک عمق جوړ کړي څو په هغه هېواد کې د دوی له خوښې سره سم چارې سمبال شي.

د پاکستاني اسټبلیشمنټ پر وړاندې د افغان طالبانو ځانګړی منفي او له کرکې ډک نظر په تېرو ۲۰ کلونو کې (۲۰۰۱-۲۰۲۱م) د دوی د خپلې تجربې پر اساس جوړ شوی دی. کله چې دوی د غربې پوځي قواوو او افغان ملي امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوله، اسټبلیشمنټ له یوې خوا و دوی ته د پاکستان په خاوره کې د فعالیت او سمبالتیا اجازه ورکړي وه، له بل پلوه یې و امریکايي او ناټو ځواکونو ته د وسلو او لوژیستیکې موادو رسولو زمینه مساعده او خپله خاوره، فضا او بحر یې و هغوی ته د طالبانو پر ضد د استفادې لپاره په اختیار کې ورکړي وو. دغه راز د طالبانو د تحریک په زرهاوو غړي د غربي قوتونو له خوا د اسټبلیشمنټ په همکارۍ ګرفتاره او یا هم له منځه یووړل شول. د طالبانو له نظره، و تاریخ ته په کتو، دوی استدلال کوي چې اسټبلیشمنټ په کراتو ډېر د مسلمانانو د ځپلو او وژنو سبب ګرځېدلی نسبت و دې ته چې د هند اکثریت – هندو پوځي ځواکونو ته یې زیان او یا ګواښ رامنځته کړی وي. د دوی اشاره په بنګله‌دېش کې د پاکستان پوځ په لاس عام‌وژنو او همداراز په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د اسټبلیشمنټ له خوا د بلوڅو او پښتنو و وژنو، تري‌تم کېدو او ځپلو ته ده. بناً، د پاکستان اسټبلیشمنټ نه اسلام ته ګټور دی او نه هم د پاکستان او افغانستان و مومنو او پرهېزګارو خلکو ته. په اصل کې اسټبلیشمنټ هم اسلام او هم د مسلمانانو لپاره زیانمن دی چې باید په بنیادي توګه له سوچه اسلامي اصولو سره سم اصلاح شي څو د پاکستان د مسلمان او مومن ملت د ارمانونو څرګندوینه وکړای سي، که دا چاره ناممکنه برېښي، نو باید چې ړنګ کړای سي، څرنګه چې د بریتانوي هند رژیم ړنګ شو.

هند او پاکستان دواړه له افغانستان سره خپلې اړیکې د دوی ترمینځ د دښمنیو په ترازو کې جوړوي. په دې معنا چې له افغانستان سره د دوی هر ډول تعامل باید د یو بل په مقابل کې د قدرت او جیوپولیټیک توازن په معادله کې له ارزونې وروسته رامنځ ته شې.

له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د هند د نژدې اړیکو ساتلو اصلي انګېزه د کشمیر پر سر د هغه هېواد او پاکستان ترمنځ تربګني ده. د هندي ستراتیژیستانو په محاسبه کې، له امنیتي او نظامي پلوه افغانستان بې‌نظیره ځای او موقعیت لري؛ دا ځکه چې افغانستان بغیر له هنده په ټوله نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې هم له پاکستان او هم له چین سره ګډې پولې لري، هند، چین او پاکستان دواړه د ځان دښمنان ګڼي، دا چې افغانستان په چین او پاکستان کې له هغو سیمو سره نژدې پروت هېواد دی، په کومو کې چې لانجې وجود لري، دا واقعیت د افغانستان اهمیت د هند لپاره لا ځانګړی کوي. د افغانستان له خاورې څخه په استفاده، هند لېوال دی چې د پاکستان او چین کړکېچ ته په مساعدو سیمو کې خپل نفوذ ډېر او پراخ کړي څو د پاکستان او چین پر دولتونو د ځان په ګټه د امتیاز اخیستلو فشارونه لا ډېر کړي.

هېره مو نه وي، د کارګیل له جګړې وروسته هند له ‍خپل هېواد څخه بهر خپله لومړنۍ نظامي اډه په تاجکستان کې جوړه کړه، څو له هغه ځای څخه په کشمیر کې د پاکستاني فوځ حرکات وڅاري. د کشمیر په ناورین کې د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان په شاملولو سره، د هند بل غټ ستراتیژیک هدف دا دی څو تاوتریخوالی او جګړه له خپلو سرحداتو څخه لري کړي نه دا چې د کشمیر ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي. هند د کشمیر مسئلې په هکله نه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پرېکړه‌لیکنو عملي کولو ته غاړه ږدي او نه هم د همدغه سازمان د بشر د حقوقو د اعلامیې په مطابقت کې د دغه کړکېچ د حل غوښتونکی دی. د چاه بهار له لارې د افغانستان او منځنۍ آسیا سره د هند لخوا ادعا شوې تجارتې اړیکې د اقتصادې محاسبې له مخې ډیر د توجیه وړ ندې. دا ټولې پلمې دې تر څو خپل پراخ استخباراتې حضور په افغانستان او منځنۍ آسیا کې توجیه کړي. د منځنۍ آسیا څخه و هند ته د تیلو او ګازو واردول یوازې د نل لیکو په واسطه اقتصادې لویږي. همدا راز، د افغانستان او منځنۍ آسیا سره په نورو برخو کې تجارتې راکړه ورکړه یوازې د ځمکې له لارې ډیره ګتمنه ده. که د منځنۍ آسیا د پنځه جمهوریتونو او افغانستان نفوس ټول سره یو ځاې حساب کړو، یوازې د بنګله دیش د نفوس تر نیمایې یو څه زیات دی. یعنی د بنګله دیش مارکیټ نسبت و افغانستان جمع ټول د منځنۍ آسیا هیوادونو ته ډیر غټ دی. په لنډو ټکو کې ویلاې شو چې هند لږ تر لږه د پاکستان په اندازه، په اغلب ګمان تر هغه لا ډیر، د افغانستان په بې امنۍ او بې ثباتۍ کې خپلې ګټې وینې نسبت په سولییز او با ثباته افغانستان کې. په دې اړه مې په بله لیکنه کې [په افغانستان کې د هندوستان امنیتې او ستراتیژیکې ګټې] په تفصیل بحث کړی دی.

د کشمیر پر سر د لانجې په نتیجه کې له ۱۹۴۷میلادي کال څخه را په دېخوا، د جوړ شوي جنګي اقتصاد ستر ګټه پورته‌کوونکي د هند او پاکستان نظامي – امنیتي استبلیشمنټونه دي او د لانجې تر ټولو لوی قربانیان کشمیریان او د پاکستان او هند عام وګړي دي. له سوله‌ییز حل سره د هندي او پاکستاني استبلیشمینټونو ژور تضاد د منافعو یو له غټو دلایلو څخه دی چې په تېرو ۷۰ کلونو کې د کشمیر لانجه لا هم لاینحله پاته ده. د دې پر ځای چې کړکېچ مهار کړي او د لا پراخیدو او اوږدېدو څخه یې مخنیوی وکړي، د پاکستان او هند استبلیشمنټونو د تاریخ په اوږدو کې هڅې کړې چې په لانجه کې د کشمیر دوه نور ‎ګاونډیان، چین او افغانستان هم دخیل کړي څو هغوی یو د بل مقابل کې جیوستراتیژیکي برلاسی ومومي. که همدغه نن هند اعلان وکړي چې حاضر دی د کشمیر په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټولو پرېکړه‌لیکونو د تطبیق لپاره زمینه مساعده کوي، دا ځای یې نښه چې دا به د بهاراتا جاناتا یا بي‌جې‌پي ګوند نه وي چې د هند د پرېکړې مخالفت وکړي، بلکې د پاکستان اسټبلیشمنټ به دا پروسه سبوتاژ کوي؛ ځکه دوی خپلې ګټې د لانجې په دوام کې ویني، نه د هغې په سوله‌ییز حل کې چې په پایله کې یې د کشمیر مسلمان ولس خپل اساسي او انساني حقوق ترلاسه کړي او خپل سرنوشت په خپل لاسونو وټاکي. البته دا وینا دې د بي‌جې‌پي د مبرا کولو په معنی نه تعبیریږي. په هند کې د ولسواکۍ د پرمختګ مخنیوې او د هند سیاسي فضا محدود کولو کې د بي‌جې‌پي غاړه د مسؤولیت څخه نه شي خلاصیدی؛ ځکه د همدې ګوند د تبعیض څخه ډکو پالیسیو په نتیجه کې، خصوصاً د هند د مسلمانانو او په تېره بیا د کشمیریانو پر وړاندې، په هند کې سیاسي فضا محدوده شوې او د پرمختګ پر ځای په هغه هېواد کې ډیموکراسۍ د بي‌جې‌پي د واک په کلونو کې غټ شاټګ کړی دی. داسې پالیسۍ سبب ګرځي چې متضررې ټولنې د خپلو هېوادونو د عدلي، قضایي او د قانون تطبیق مراجعو پر ځای له بهر څخه د عدالت او ملاتړ غوښتونکي شي. لکه څنګه چې په خیبر پښتونخواه او یا بلوچستان کې د پاکستان د اسټبلیشمنټ د تبعیض څخه ډکو پالیسیو له کبله هند او نورو بهرنیو عناصرو ته زمینه مساعده شوې څو د هغه ځای د ټولنو د نارضایتۍ څخه د پاکستان د دولت پر ضد ګټه پورته کړي. هر ځای چې اوبه خړي وي هلته ماهیان ښه نیول کېږي!

له استقلال څخه وروسته د ژوندانه په ټولو برخو کې د هندوستان پرمختګونه او لاسته‌راوړنې د ډېرو ملتونو لپاره د سرمشق، مثال او د کاپي لپاره ماډل دي؛ هند باوجود د دې چې د نن ورځې پاکستان او بنګله‌دېش له هغه هېواد څخه بېل شوي، دا ټول پرمختګونه او لاسته‌راوړنې ځان ته کمایي کړې دي، که هند د کشمیر پر سر لانجه کې د افغانستان او یا بل خواخوږي منځګړیتوب ومني او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا و ټولو پرېکړو ته د پلې کېدو زمینه مساعده کړي، په خراب‌ترین حالت کې ممکن د کشمیر خاوره هم له لاسه ورکړي. که د پاکستان او بنګله‌دېش بېلوالي د هندوستان د پرمختګ او پیاوړتیا مخه ډب نه کړه، له کشمیر جلاوالی هیڅکله نه شي کولای د هغه د ناکامۍ سبب وګرځي. که کشمیریان دا حق ترلاسه کړي چې د ملګرو ملتونو د اصولو مطابق د ازادو، مستقلو او بې له فشاره د خپلې خاورې او راتلونکې په هکله تصمیم ونیسي، په اغلب ګومان یا به له هندوستان سره و یو ځای کېدو او یا به هم د کشمیر د مستقل هېواد و جوړېدو ته رایه ورکړي؛ په دواړو حالاتو کې به بریالیتوب د هند په برخه وي، داسې بریالیتوب چې د پاکستان د بایللو، په تېره د کشمیریانو د بایللو او یا ناکامۍ په بیه نه وي ترلاسه شوی، بلکې ټول اړخونه به ځانونه بریالي احساس کړي.

له امکانه لرې برېښي چې د متحد او یوځای شوي کشمیر خلک دې له یو ناکام هېواد سره چې ټول واک یې د پوځي جنرالانو په قبضه کې دی، و یو ځای کېدو ته زړه ښه کړي. د نظامي فشار پر ځای هندوستان کولای شي چې د ځینو امیتازاتو د وړاندیز له لارې کشمیریان تشویق کړي چې یا له هند سره یوځای شي او یا هم ځان ته مستقل هېواد جوړ کړي. د بېلګې په توګه، ژمنه وکړي که چېرې کشمیریان له پاکستان سره و یوځای کېدو ته منفي رایه ورکړي، هند به د ۱۵-۲۵ کلونو لپاره هر کال ۵-۱۰ میلیارد ډالر په کشمیر کې د ښې حکومتدارۍ، ملت جوړونې او نورو ټولنیزو چارو او همداراز د بنیادي زیرساختونو پر بیارغونه او جوړولو مصرف کړي. د یوې داسې تګلارې پر اساس کشمیر به لا هم د هند د اقتصاد په غټه دایره کې پاتې شي، ولوکه ځان ته یو څه ډېره خودمختاري او یا کامل استقلال هم ترلاسه کړي. هند به وکولای شي چې په ۱۹۴۷ کال کې له خپل استقلال وروسته په لومړي ځل د ځمګې له لارې په مطمينه توګه د افغانستان او منځنۍ اسیا له مارکېټونو سره وصل شي. هند باید په یاد وساتي چې د یوويشتمې پېړۍ لومړۍ ربع د تېرې پېړۍ په شان نه ده چې لا هم په کشمیر، خیبر پښتونخوا، بنګله‌دېش او بلوچستان کې د خلکو هیلې د یو اسلامي او سوله‌ییزه پاکستان لپاره لا ژوندۍ وي. د پاکستاني اسټبلیشمنټ له ناکاره او منافقته ډک چلند له کبله نن ورځ حتا په پنجاب او سند کې لا د خلکو زړه د پاکستان له اسلامي جمهوریته شین دی، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کشمیر خو لا پر لویه لار پرېږدئ.

هند باید خپله هغه پالیسي چې د کشمیر لانجه د خپل ځان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه موضوع ګڼي، څنډې ته کړي. د کشمیر موضوع په اصل کې یوه څلور اړخیزه مسئله ده چې په حل کې یې د کشمیر څلور ګاونډیان، هند، پاکستان، چین او افغانستان د نقش لوبولو حق لري. افغانستان د کشمیر یوازېنی ګاونډی دی چې نه اټومي وسله لري، نه د کشمیر د خاورې کومه ټوټه یې اشغال کړې او نه هم د کشمیر پر خاوره ارضي ادعا لري. هند باید مهمه او ستراتیژیکه فیصله وکړي چې ایا داسې کشمیر غواړي چې لا هم په کې نارضایتې او شخړه دوام ولري، ولو که وکولای شي چې ټول کشمیر د نظامي قوت په مټ بېرته ونیسي او یا داسې کشمیر چې خودمختاره او مستقل وي او له هند او خپلو ټولو ګاونډیانو سره، د پاکستان په شمول، سوله‌ییزې او ښې اړیکې ولري.

د تاریخ په اوږدو کې د اسټبلیشمنټ و کړو ته په کتو ویلای شو چې تل یې د وینې (د لرګي چینجی) په څېر هم پاکستان، هم اسلام، هم جهاد او هم ښه ګاونډیتوب له دننه ویجاړ او خوسا کړي دي. په سیمه کې تر هغه وروسته چې طالبان و قدرت ته راستانه شول، د ژورو تحولاتو زمینه هم مساعده شول چې د استبلشمنټ د ګټو سره ژور تضاد لري. په افغانستان کې د پاکستانې طالبانو شتون یوه پلمه ده تر څو افغانستان بیرته د دوام داره نا قراریو و خواته ور ټیل وهل شې او د هغه ژورو اقتصادې، سیاسې، او ټولنیز تحولاتو مخ ډبه شې چې تحقق یې یوازې د باثباته، پیاوړې، او مستقل افغانستان په شتون کې امکان پذیره دي.

طالبانو په تېره تقریباً نیمه پېړۍ کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان پر ټوله جغرافیه دولتي حاکمیت تأمین کړ. له ۱۹۷۰ کلونو راپه دېخوا په کابل کې ناست هیڅ یو رژیم پر دې نه و توانېدلۍ چې دولتي حاکمیت دې پر ټوله خاوره تأمین کړي، البته په شمول د هغو رژیمونو چې د شوروي اتحاد او ناټو سازمان د لس‌هاوو زرو عسکرو نظامي ملاتړ یې هم له ځان سره درلود. جالبه او حیرانونکی خو لا دا واقعیت دی چې طالبانو وکړای شول په ۲۰۲۱ کال کې قدرت ته له بېرته راستنېدو وروسته په ډېر محدود زمان کې پر ټوله خاوره خپل حاکمیت تثبیت کړ.

تقریباً پنځه لسیزې پخوا، کله چې افغانستان یو سوله‌ییز هېواد و، شوروي یرغلګرو لا پر هېواد تجاوز نه و کړی او پاکستان لا هم په افغانستان کې خپله د ستراتیژیک عمق جوړولو پالیسۍ په لاره نه وه اچولې، د افغانستان له شپږو ګاونډیو څخه درې یې (ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان) د مستقلو هېوادونو په توګه وجود نه درلود. ترڅنګ یې په چین کې لا د ستر اقتصادي بدلون پالیسي نه وه اعلان شوې او په ایران کې د اسلامي جمهوریت رژیم لا نه و رامنځته شوی. بناً د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې ځینو یې هیڅ وخت له یو سوله‌ییز افغانستان سره چې ټوله خاوره یې د یوې ادارې تر حاکمیت لاندې وي، د ګاونډیتوب تجربه نه لري، په مساویانه توګه حتا تر هغه لا ډېر و دې ته تږې او لیواله دي چې په افغانستان کې اوسنۍ نسبې ثبات لا ډیر پیاوړی، او ټوله سیمه په یوه واحد اقتصادې زون تبدیله شې. د افغانستان په ټولو ګاونډیو کې، د چین لیوالتیا، ژمنه، او اړتیا تر بل هر یو هیواد په کراتو ډیره، قوې، او ښکاره ده.

طالبانو له چین سره ډېرې نژدې او ورځ تر بله پراخېدونکې اړیکې جوړې کړې دي، د دغو اړیکو موجودیت د پاکستاني پوځیانو لپاره د اندېښنې وړ دي، د همدغو اړیکو په لړ کې د واخان دهلېز له لارې د افغانستان – چین ترمنځ د سړک جوړولو کار هم پیل شوی دی، که له یوه اړخه دغه لار د افغان – چین اقتصادي دهلېز ته لار هواروي، له بل پلوه له چین څخه د واخان له لارې منځنۍ، غربي او جنوبي اسیا ته لار پرانیستنه د کشمیر پر وضعیت هم مستقیمه اغېزه لري.

چین هېواد بغیر د جنوبي چین له بحیرې څخه د اوبو له لارې له بهر نړۍ سره تړلی نه دی، د جنوبي چین بحیرې شاوخوا ډېر ملکونه له چین سره د سرحداتو او همداراز د سمندرګي د منابعو لکه تېل او ګاز پر سر شخړې لري، د همدغو شخړو موجودیت امریکا، هند او نور له چین سره سیال او په ټکر کې هېوادونو ته زمینه مساعده کړې څو د جنوبي چین د سمندرګي شاوخوا نظامي اډې جوړې او هلته خپل نظامي مانورونه ترسره کړي؛ چین پوهېږي که چېرې جګړه پیل شي امریکا او متحدین یې په ډېرې اسانۍ کولای شي چې د چین پر مخ دغه لار وتړي.

که څه هم د روسیې له فدراتیف جمهوریت سره د چین اړیکې تر ډېره ښې دي خو لا هم چین اندېښمن دی چې یوه ورځ یې ممکن روسیه پر خلاف شي او له منځنۍ اسیا او روسیي سره وصل شوې لارې یې هم پر مخ وتړل شي، بې له ترکمنستانه، د منځنۍ اسیا نور ټول جمهوریتونه له روسیې سره نظامې-امنیتي تړونونه لري.

له ډېرو مشکلاتو او چلنجونو سره سره بیا هم چین په پاکستان کې تر حد ډېره سرمایه‌ګذاري کړې ده؛ ځکه د پاکستان بحري بنادرو ته حیاتي اړتیا لري، خصوصاً د تېل او ګازو واردولو، یا خپل د انرژۍ امنیت تأمینولو په مقصد. د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز یوازې یوه لار لرې چې باید له کشمیر څخه تېره شي، د کشمیر پر سر لا لانجه نه ده هواره شوې او هند د کشمیر ټوله خاوره د ځان ګڼي، يو بل دلیل چې هند له چین سره دښمني پالي، علت یې له کشمیر څخه د همدې پروژې تېرېدل دي، د چین یوې لارې یو کمربند پروګرام په هغو کلونو کې رامنځته شو چې افغانستان کې لا د امریکا او ناټو سازمان پوځي قواوو شتون درلود.

اوس چین کولای شي د واخان له لارې په بالقوه توګه د منځنۍ اسیا له ټولو هېوادونو او ایران سره په مستقیمه توګه وصل شي، مهمه لا دا ده چې د پاکستان د ګوادر او کراچۍ له بندرونو سره به هم د افغانستان له لارې وصل شي، پرته له دې چې د هند او یا بل کوم هېواد دښمني او مخالفت ځان ته وپاروي. یعنی هم دُر به دست اید هم یار نرنجد.‍ خو پاکستان باید په وېره کې وي؛ کله چې چین له کشمیر څخه د تېرېدونکې لارې عوض ځان ته ومومي، نور بیا هغومره ځان اړ نه ګڼي چې د کشمیر په هکله د پاکستان له هر دریځ څخه ‎په پټو سترګو ملاتړ وکړي، څنګه چې یې په تېرو ۶۵ کلونو کې کړی دی.

بل دلیل چې استبلیشمنټ یې مجبوره کړی څو د طالبانو د ادارې په مقابل کې خصمانه دریځ خپل کړې بیا هم د کشمیر سره تړاو لرې. د هند پر ورانډې په نظامي ډګر کې پر غیرمتعارفو ځواکونو، عمدتاً پر جهادي ډلو تکیه کول، ځکه پاکستان ځان ته یې د توجیه وړ ګڼي چې د هغه هېواد متعارف پوځي قوتونه نه شي کولای په یوازې سر د بر لاسې او په کراتو پیاوړي هندي نظامي ځواک په مقابل کې دفاع او مقابله وکړي. بناً اسټبلیشمنټ د اسلامي اصل جهاد چې اصلاً د مشروع دفاع لپاره دی، د ځان په ګټه کاروي یا په بل عبارت سوء استفاده کوي یې. ځکه اسټبلیشمنټ په کشمیر کې د جهادي ډلو ملاتړ د دې لپاره نه کوي چې د کشمیر لانجه دې غوڅه شي او د کشمیریانو حقوق او غوښتنې دې تأمین شي، بلکې د دې لپاره یې کوي چې د کشمیر لانجه لاهم لاینحل پاتې شي څو اسټبلیشمنټ وکولای شي خپل اقتدار او دبدبه له هند سره د دښمنۍ په پلمه د پاکستان پر ټولو چارو حاکمه وساتي.

کله چې تر ټولو مشهور او په ټوله نړۍ کې نورو جهادي ډلو لپاره مثال او الهام‌ورکوونکی جهادي تحریک، طالبان، د پاکستان اسټبلیشمنټ رد کړي او حتا په عام توګه یې د اسلام او مسلمانو ضد اعلان کړي، د کشمیر مجاهدینو په شمول بل هیڅ جدي او ریښه‌لرونکی اسلامي نهضت د پاکستان اسټبلیشمنټ ته په درنه سترګه نه ګوري. استبلیشمنټ ویره په کراتو لدې لحاظه ډیره شوېده چې مکړه کشمیرې مجاهدین هم لکه پاکستانې طالبان، د طالبانو له مشرتابه سره خپل بیعت اعلان کړي او د استبلیشمنټ له کنټروله ځانونه خارج کړي.

سربېره پر دې، په امریکا کې د دونالډ ټرمپ قدرت ته بېرته احتمالي راتګ هم باید اسټبلیشمنټ ته د اندېښنې وړ وي؛ ځکه د ټرمپ د ریاست جمهورۍ په دوران کې امریکا او طالبانو خپلو مینځونو کې سوله وکړه. ټرمپ د طالب مشرانو په څېر د امنیت او نړۍوالو چارو په هکله یو ریالیست او واقعیت‌ګرا سیاستوال دی. د اسټبلیشمنټ وارخطایي له دې کبله ده چې طالبان او امریکا د ټرمپ په دویمه دوره کې شاید خپل دوه اړخیزې سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې لا پراخې او ژورې کړي چې ورسره به یې په سیمه‌ییزو او نړۍوالو اړیکو کې د افغانستان موقف لا ډېر پياوړی شي.

پاکستاني اسټبلیشمنټ لا وار د مخه په عامه د افغانستان او هند ترمنځ پر شته اړیکو خپله اندېښنه او خواشیني ښودلې ده، دا چې هندوستان توانیدلی چې د تاریخ په اوږدو کې له ۱۹۴۷ کال را په دېخوا د افغانستان له هر حکومت او رژیم سره ښې اړیکې وساتي او پاکستان نه دی توانیدلی چې حتا عادي اړیکې هم ورسره جوړې کړي، د پاکستاني اسټبلیشمنټ لپاره د هضم وړ خبره نه ده. په هند کې د روانې انتخاباتي پروسې په پای کې د دې ډېر احتمال لیدل کېږي چې د طالبانو او هند ترمنځ اړیکې لا ډېرې پراخې او ژورې شي.

په سیمه کې د لا ډېرو کړکېچونو او وینې تویېدنې د مخنیوي مسؤولیت تر ډېره حده د پاکستان خلکو ته راجع کېږي، د پاکستان مسلمان ولس د بنګلدېش په څېر د خونړیو غمیزو له تکراره باید مخنیوی وکړي.

هغوی باید همداراز د نن ورځې پاکستان له هغه اسلامي هېواد سره پرتله کړي، کوم چې د هند د نیمې وچې مسلمانانو د شلمې پېړۍ په سر کې جوړولو ته یې په ارمان وو. که دا هماغه پاکستان وي، مسلمان ولس دې له ځان څخه وپوښتي، ایا د یو داسې هېواد جوړول د هغه ټولو دردونو، کړاوونو او قربانیو ارزښت درلود کوم چې د تاریخي هندوستان مسلمان او غیرمسلمان ټولنو ته ورواوښتل.

که د دوی ځواب دا وي چې اوسنی پاکستان د مسلمانانو له هغه ارماني پاکستان سره توپیر لري بیا دې هم له ځان څخه وپوښتي چې ایا مسلمانانو ته د هند په نیمه وچه کې د یو بېل هېواد جوړول اساساً یو غیرمعقول او غیرعملي فکر او پرېکړه وه. په هغه صورت کې د پاکستان په نوم پروژې دوام، د تاوان لپاره د لا ډېر تاوان او زیان زغملو یو بې‌ساری مثال او بیلګه دی.

او که داسې نه وې، دوی باید خپل ټول وس او انرژي د اسټبلیشمنټ له شر څخه د اسلامي پاکستان د ژغورلو لپاره وکاروي، هغه شریر چې ځان یې د اسلام، جهاد او اسلامي جمهوریت په خرقه کې پټ کړی خو په اصل کې لکه وینه (د لرګي چینجی) هم پاکستان، هم اسلام، هم جهاد او هم ښه ګاونډیتوب د منځ او له دننه ویجاړوي او خوسا کوي. اسټبلیشمنټ تل خپل ځواک او توانایي د بیګانه‌وو په اختیار کې ورکړي او په پاکستان کې د خلکو او ټولنو ترمنځ، همداراز د پاکستان او د هغه د ګاونډیو ترمنځ یې نفاق او بې‌باوریو ته لار هواره کړې ده. د پاکستان مسلمان ولس باید له ځان څخه وپوښتي چې د نفاق واچوه او حکومت وکړه، مقوله د قران، احادیثو او اسلامي شریعت له نورو اصولو څخه اخیستل شوې ده او که د بریتانوي هند د استعماري امپراطوري له اصولو څخه.

د پای خبره:

دا چې طالبان به په پاکستان کې د افغانستان د ستراتیژیک عمق جوړولو پالیسۍ ته په خپله رسمې اجنډا کې ځاي ورکړي او که نه، دا په دوی پورې تړلی مسؤولیت دی، په هر صورت کې یو واقعیت غیر قابل تغییر دی، هغه دا چې حتا که طالبان په پاکستان کې د افغانستان د ستراتیژیک عمق پالیسي جوړه نه کړي او د پاکستان پر وړاندې هیڅ عمل هم ترسره نه کړي، د دوی عمل به هیڅکله د پاکستان د ورته عکس‌العمل او یا بالمثل عمل سبب ونه ګرځي. د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د نظامیانو د پالیسۍ مرکزي او اصلي هدف دا دی چې افغانستان باید هیڅکله د قوي دولت خاوند نه شي او بهرنۍ اړیکې یې، بالخصوص له هند سره، د اسلام‌اباد په خوښه تأمین او عیارې شي.

د پاکستان، کشمیر او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل په نیت طالبانو ته په کار نه ده چې له پاکستاني اسټبلیشمنټ سره دې جګړه وکړي. اصلي حل یې په دې کې دی چې د پاکستان ولس توامند کړای شي څو د خپل ارمانونو سوله‌ییز او سوکاله اسلامي هېواد ځان ته جوړ کړي. په پاکستان کې د ستراتیژیک عمق جوړولو پالیسۍ په چوکاټ کې، افغانستان باید داسې طرحې او پلانونه جوړ کړي څو په پاکستان کې ټولو مستضعفو، مظلومو او بې‌وسو ټولنو ته د مرستې او پر پښو درولو لاس ور وغزوي، دا که په خيبر پښتونخوا کې وې که بلوچستان، پنجاب او یا هم کشمیر کې وي. ترڅنګ یې افغانستان باید سیاسي ګوندونو او فعالینو او همداراز غیردولتي ډلو او سازمانونو، په تېره بیا پاکستاني طالبانو، کشمیري مجاهدینو او بلوڅ ملتپالو ته زمینه مساعده کړي څو هغوی وکولای شي د خپلو دولتونو، نړۍوالو سازمانونو لکه ملګري ملتونه، د اسلامي هېوادونو سازمان او د شانګهای د همکاریو له سازمان سره په مستقیمه او یا هم د منځګړي په مرسته سیاسي مذاکرات وکولای شي. بر سیره پر دې له مطبوعاتو او اکاډمیکو بنسټونو سره هم د خپلو ستونزو، غوښتنو او فکر شریکولو زمینه ورته مساعده کړای شي. له دې لارې افغانستان کولای شي چې اسټبلیشمنټ مجبور کړي چې یا ځان او خپل کړه د پاکستان مسلمان ملت د غوښتونو او ضروریاتو سره سم عیار کړي او یا هم خپل ځان لا نور هم له پاکستاني ټولنې څخه تجرید کړي. که یې د تجرید لاره خپله کړه، د خپل ځان قبر به یې په خپلو لاسونو جوړ کړی وي.

پاکستان کې د افغانستان د ستراتیژیک عمق جوړونې پالیسۍ پر وړاندې احتمالي غبرګونونه او عواقب هم باید له پام څخه ونه غورځول شي.

دا به و ټولې سیمې ته د اختر ورځ وې که طالبان، د پاکستان او هند دولتونه او همدا راز په کشمیر، پښتونخوا او بلوچستان کې غیردولتي جنګي ډلې په افغانستان کې له راغلي بدلون څخه په سیمه کې د روانو ژورو اختلافاتو او شخړو د حل لپاره مثبته ګټه پورته او د اروپایي استعمارچیانو د منفې میراث کمپله د تل لپاره ورټوله کړي خو کاشکې چې داسې وشي. تاریخ ته په کتو، دا به له باور څخه ډېره لري وي چې ووایو د پاکستان اسټبلیشمنټ دې سیاسي جوړجاړی، په تېره بیا هغه چې د افغانستان په منځګړیتوب لاس ته راغلی وي، د خپلو ژورو ګټو په خیر وګڼي، ولو که د پاکستان د عام ملت په خیر هم وي.

د استبلیشمنټ لومړۍ هڅه به یې دا وي چې له خپل همیشه‌ګي تاکتیک څخه په افغانستان کې د مداخلې لپاره کار واخلي. هغه داسې چې له خپلو پخوانیو او یا هم نوو جوړو شوو نیابتي ډلو څخه د طالبانو د کړو او ادارې د سبوتاژ او ویجاړولو لپاره ګټه پورته کړي او ترڅنګ یې سیمه‌ییز او یا هم نړۍوال قدرتونه په ډول ډول بهانو وهڅوې څو په افغانستان کې د اسټبلیشمنټ د ورانکارو فعالیتونو څخه مالی او سیاسې ملاتړ وکړي. د طالبانو ادارې وار دمخه بهرني ځواکونه چې اشاره یې د پاکستان اسټبلیشمنټ ته وه، د داعش خراسان تروریستي ډلې په ملاتړ تورن کړي دي. داعش خراسان هغه ډله ده چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پر ترهګریزو فعالیتونو تورنه ده، د بیلګې په توګه، د مارچ په میاشت کې یې په مسکو کې تر سلو زیاتو ملکې وګړو د وژنې مسؤولیت پر خپله غاړه واخیست. همدا راز، تاریخې تجربو ته په کتو، د دې لپاره چې افغانستان لا اوس هم په سیمه کې د نا امنۍ د مرکز په توګه وپیژندل شې، استبلشمنټ شاید په سیمه کې د داسې ورانکارو عملیاتو پلان او طرحه عملې کړي چې پل زن د ورانکارو پل تر افغانستانه تعقیب کړای شې خو طالبان و نکړاې شې چې پل د پاکستان تر پوځ او جاسوسې ادارې پورې تعقیب او مستند کړي.

د پاکستان او کشمیر عام ولس د افغانستان د بالقوه پالیسۍ د ماهیت په ښه پوهیدو سره به هغه د ځان په خیر وګڼې. همدا راز د هند عام ولس. د علماؤو د کنفرانس څخه نیولې تر پالیسې او ستراتیژې جوړولو او تطبیق په ټولو مراحلو کې د افغانستان اداره باید په دوامداره توګه هڅه وکړي تر څو د پالیسۍ اهداف په واضح او ښه توګه و ټولو جوانبو ته بیان کړاې شې، په تیره بیا د پاکستان او کشمیر عام ولس ته. تر ټولو مهمه دا ده چې څوک دې د افغانستان پالیسې چې بنیاد یې پر سوله او د کړکیچونو پر له مینځه وړلو ولاړ دی، په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیک عمق د پالیسۍ چې بنیاد یې د کړکېچ پر ډېرولو او د افغانستان پر بربادۍ ولاړ دی په یوه سترګه ونه ګوري، افغانستان خپل خیر د خپل ګاونډیو، خصوصاً د پاکستان د مسلمان ولس په خیر کې ویني، لکه څنګه چې ثابته ده، که پاکستان او کشمیر کې سوله او ثبات نه وي، افغانستان د دایمې سولې او ثبات څښتن نه شي کېدای، په همدې دلیل افغانستان ځان مجبور بولي خپل ټول وس او توان په کار واچوي څو په کشمیر او پاکستان کې روان کړکېچونه د سولې خوا ته مدیریت شي.

د افغانستان د پالیسۍ پر وړاندې به په احتمالي توګه، هند هم په دې دلیل منفي غبرګون وښیي چې دا پالیسي د کشمیر پر کشاله متمرکزه ده؛ د کشمیر په لانجه کې د هند اسټبلیشمنټ خپلې ژورې ګټي لري، د سخت‌دریځ نریندرا مودي د صدراعظم په توګه له بیا ټاکل کېدو سره په پاکستان کې د افغانستان د ستراتیژیک عمق جوړولو پالیسۍ پر وړاندې د هند د منفي غبرګون احتمال هم ډېرېږي. دغه راز، لکه څنګه چې وویل شول، هندي نظامي او امنیتي ادارې په خپل وار د کشمیر پر سر لانجه کې ژورې ګټې لري، له همدې لارې د هند پر ټولنه، اقتصاد او سیاست خپل اثر او رسوخ ساتي.

تر ټولو مهم د افغانانو او بالخصوص د طالب چارواکو غبرګون د وړاندیز شوې پالیسۍ پر وړاندې دی؛ ډېر افغانان لا تر اوسه شاید باور ونه کړي چې طالبانو او د پاکستان اسټبلیشمنټ دې له یو بل څخه لارې بېلې کړې وي. د افغانستان ډېر خلک له ډېرو هغو واقعیتونو او تحولاتو بې‌خبره دي کوم چې د طالبانو او پاکستاني اسټبلیشمنټ ترمنځ په تېرو شلو کلونو کې واقع شوي دي، که طالبان وکولای شي د لویې جرګې د پرېکړو او د بالقوه اسلامي علماوو د فتواوو په رڼا کې یوه منظمه پالیسي جوړه او په تدبیر سره یې تطبیق کړي، دا به په افغانستان کې د ملت‌جوړونې خوا ته یو ډېر اغېزناکه قدم وي؛ ځکه ټول ملت پر یوه موضوع متفق کېږي. د افغانستان مطلق اکثریت خلک پر دې باور دي چې د پاکستاني پوځ او جاسوسې ادارې له خوا د افغانستان په چارو کې مداخله په دغه هېواد کې د ډېرو غمیزو او بدبختیو سبب شوې ده، دا چې طالبان کوښښ وکړي چې په پاکستان او کشمیر کې د امنیتې ستونزو ریښې وچولو کې له خپل ټول وس او توان څخه ګټه اخلي څو په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات ټینګ شي، د افغانستان خلک به ښه راغلاست ورته ووایي.

ترڅنګ به یې د طالبانو غورځنګ د یوه اسلامي تحریک سربېره د یو ملي ځواک په توګه هم په افغاني ټولنه کې ځان ته ځانګړی ځای تثبیت کړي. کله چې طالب چارواکي د افغانستان روان حالت، تاریخ او راتلونکي ته له ستراتیژیک نظره وګوري او د هېواد د ناخوالو په تېره امنیتي تحولاتو ریښه له هېواد څخه بهر د پردیو په لانجو، ستراتیژیکي ګټو او جیوپولیټیکي سیالیو کې وویني، دوی ته به د ځان او نورو افغانانو ترمنځ توپیر او فاصله ډېره کمه معلومه شي؛ ځکه ټول افغانان د یوې کښتې سوارله دي او ټول په یوه ډول یا بل له بهر څخه تپل شوو ناخوالو قربانیان دي. دا به دوی مکلف کړي چې د سیاست او نورو ټولنیزو چارو کې خپل دید او د فکر دایره پراخه او په ټولنه کې د مخالفو او متفاوتو فکرونو او نظریاتو د زغملو سطحه لوړه کړي. اوس که د افغانستان وضعیت ته د خپل کور، دفتر او مدرسې له بام څخه ګوري، د دې وړاندیز شوې پالیسۍ په چوکاټ کې دوی مجبوره دي څو له زرګونه مترو اوچتې ارتفاع څخه د هېواد او سیمې حالاتو ته ژوره او هر اړخیزه کتنه وکړي.

مؤقته اداره دې د خپلې پالیسۍ لا بشپړتیا لپاره لاندې موارد په پام کې ونیسي:

۱- بهرنیو چارو وزارت په تشکیل کې دې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو کړکېچونو د مطالعې انسټیټوټ رامنځته شي، په سیمه او نړۍ کې د کشمیر، خیبر پښتونخواه او بلوچستان سربېره ډېرې نورې کشالې هم روانې دې چې د افغانستان امنیت، اقتصاد او سیاست ورڅخه اغیزمن کېږي. په کار ده چې په اړه یې دوامداره او ستراتیژیکه مطالعه وجود ولري، څو د هغو په رڼا کې اړینې او مناسبې رسمې پالیسۍ جوړې او تطبیق کړای شي.

۲- د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې دې د واخان مستقله اداره رامنځته شي، د بهرنیو چارو وزارت د نورو اړوندو اداراتو په ملتیا لکه د تجارت، معادنو او پټرولیم، فواید عامه، ترانسپورټ، اطلاعاتو او کلتور وزارت (د ګرځندوې ریاست په شمول) او د سپورټ او المپیک ادارې څخه جوړ کمېسیون دې د واخان د ادارې د رامنځته کولو دنده پر غاړه واخلي. د همدې ادارې له لارې دې واخان د سیمه‌ییزې سولې او سوکالۍ او د منطقوي همکاریو د دهلیز په توګه د افغانستان، سیمې او نړۍ خلکو ته وروپېژندل شي، ترڅنګ دې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او نورو امنیتي ادارو له خوا د واخان مسیر د امنیت ساتنې ځانګړې امنیتي قطعه رامنځته شي.

۳- د واخان اداره دې هڅه وکړي چې ګاونډي هېوادونه، په تېره بیا پاکستان د منځنۍ اسیا جمهوریتونه، روسیه، ایران او تر ټولو مهم هند تشویق کړي څو د واخان د دهلیز اړوند پروژو کې پانګونه وکړي او په انکشاف کې یې ونډوال شي.

۴- له دقیق اقتصادي او سیاسي غور او ارزونې وروسته، د افغانستان مؤقته اداره دې پر هغه ټولو تجارتي اموالو بندیز ولګوي او اجازه دې نه ورکوي چې یا افغانستان ته د مصرف لپاره وارد شي او یا هم د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ترانزیټ شي، کوم چې په هغو فابریکو کې تولید شوي وي چې د پاکستان پوځ یې خاوند دی. د پاکستان پوځ له ۵۰ تر ۱۰۰ پورې غټي تولیدي فابریکې او شرکتونه لري او عاید یې اسټبلیشمنټ ته ځي. د دغه پالیسۍ په واسطه افغانستان کولای شي د پاکستان تجار او خصوصې سکټور پیاوړی او توانمند کړي چې د پاکستان په اسلامي ټولنه او مارکېټ کې خپل اصلي نقش او رول بېرته ترلاسه کړي. هر هغه څه چې که هغه سیمنټ وې، که بوره، فولاد او یا هم کیمیاوي کود، که د استبلشمنټ له خوا تولید شوي وي، نه باید د افغانستان په مارکېټ کې د خرڅلاو اجازه ولري او نه هم د افغانستان له خاورې څخه بل هېواد ته د ترانزیټ حق.

۵- افغانستان یوې داسې پالیسۍ ته اړتیا لري چې پر اساس یې د ګاونډیو هېوادونو، بالخصوص پاکستاني پانګه‌وال او صنعت‌کاران تشویق شي څو په عمده سکټورونو لکه انرژي، زراعت او د کانونو انکشاف او همدا راز ساختمانې برخه کې پانګونه وکړي. هر څومره ډېر چې د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ تجارتي، کلتوري او سیاحتي اړېکي ډېریږي، په هماغه اندازه پاکستاني اسټبلیشمنټ د پاکستان په ټولنه کې منزوي کېږي. د اسټبلیشمنټ اصلي هدف همدغه دی چې د پاکستان او افغانستان د مسلمانو خلکو په منځ کې د جدایي او نفاق تخم وکري. همداراز دننه په پاکستان، افغانستان، کشمیر او هند کې هم خلک سره بېل او بې‌اتفاقه کړي. افغانستان باید برعکس داسې پالیسي غوره کړي چې هم د پاکستان دننه او هم د پاکستان او افغانستان او نورو همسایه ټولنو ترمنځ یووالۍ، اتفاق او خیر غوښتنه زیاته شي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 363

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.