ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امنیت شورا او عمومي اسمبلې د پرېکړو پر وړاندې د امریکا مخالفت!
د امنیت شورا او عمومي اسمبلې د پرېکړو پر وړاندې د امریکا مخالفت!

لیکنه: م.س احمدزی

(د ملګرو ملتونو د منشور یا چارټر له مخې، د امنیت شورا اساسي دنده د نړۍوالې سولې او امنیت ساتل دي. دغه شورا ټول پنځلس غړي هېوادونه لري چې پنځه یې دایمي او لس نور یې غیر دایمي غړي دي او په دوره‌یي شکل ټاکل کېږي؛ هر غړی هېواد د یوې رایې حق لري، خو پنځه دایمي غړي هېوادونه د ویتو یا د پرېکړو د منتفي کولو ځانګړی صلاحیت لري. د ملګرو ملتونو د منشور له مخې ټول غړي هېوادونه د امنیت شورا د پرېکړو پر منلو مکلف دي. امنیت شورا نړۍوالې سولې ته د ګواښ پېښېدو د مخنیوي او د نړۍوالې سولې ساتلو اساسي او بنیادي دنده پر غاړه لري او په ښکېلو خواو غږ کوي چې د منازعو او ستونزو حل لپاره له مسالمت‌امیزو لارو چارو کار واخلي او دغه راز په ځینو حالاتو کې امنیت شورا له بندیزونو لګولو او کله هم د نړۍوالې سولې ساتلو لپاره له قوې کار اخلي.)

د لیکنې پورتنۍ برخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر کورپاڼه یا «هوم پیج» لیکل شوې او د ملګرو ملتونو په منشور کې هم د امنیت شورا لپاره دغه دندې تصریح شوې دي، خو اساسي خبره دا ده چې آیا د ملګرو ملتونو اداره من حیث المجموع د یوه نړۍوال سازمان په عنوان بې‌طرفه اداره ده، کنه؟ او آیا د دې ادارې بشردوستانه کړنې د تایید وړ دي او کنه؟ دا دوه جلا بحثونه دي، زه یې پر دویمې دندې چې د بشردوستانه کړنو ترسره کولو په اړه ده، همدومره وایم چې د ملګرو ملتونو ادارې په دې برخه کې د ټولو ستونزو سره سره بیا هم د مرستو ټولولو او وېشلو په برخه کې د پام وړ چارې ترسره کړې او کړنې یې د ډېرو خلکو سره د مرستو لپاره نېکې او ښې دي او نباید مخالفت ورسره وشي، خو د ښه کېدو لپاره یې باید مزید اقدامات وشي.

د پوښتنې لوموړۍ برخه چې من حیث المجموع او په ځانکړې ډول د دغه سازمان پر بې پرې‌والی او د پرېکړو نیونو میکانیزم په اړه ده، ډېره ضروري او اړینه پوښتنه ده او د ځواب لپاره یې کېدای شي کتابونه ولیکل شي، خو دا باید په زغزده وویل شي چې دغه اداره د پنځو دایمي غړو هېوادونو د تصمیم نیونې داسي یو میکانیزم دی چې د نورو هېوادونو لپاره یې پرېکړې الزامي او د هغوی د ګټو ساتلو یوه اداره یې ترې جوړه کړې ده.

Figure – 1 ډسمبر ۱۱ نېټه ۲۰۲۳ کال د عمومي اسمبلې غونډې یوه برخه چې د رایو شمېرې په کې ښکاري

د ۱۹۴۵ زېږدیز کال اکتوبر میاشت کې دغه سازمان تاسیس شو چې د دې ادارې له تاسیسه ۷۸ کاله کېږي، که له هغه وخت راهیسې د دغه سازمان کړنې او اجرات وګورو، نو په زغرده کولای شو چې ووایو، امنیت شورا د پنځه دایمي غړو هېوادونو د پرېکړو داسې یوه مجموعه ده چې د همدغو پنځو غړو هېوادونو ګټې یې خوندي کړې دي او هر څه چې دغو هېوادونو غوښتي هغه یې ترسره کړي او همدا ستر لامل دی چې د وخت پر تېرېدو سره یې د دې ادارې بې پرې‌والی او موثریت مخدوش کړی او د نړۍ د ملتونو او دولتونو باور یې پر دې ادارې کم کړی او یا یې بیخي له منځه وړی دی.

د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې پر ۸مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۹۴۹۸ شمېرې مجلس او د ۱۵۵۱۸ ګڼه قرارداد چې د متحده عربي اماراتو له لوري په داسې حال کې چې تر ۲۴ ساعتونو کمه موده کې ۹۷ هېوادونو ملاتړ ورسره و، وړاندې شو او د دیارلس هېوادونو چې درې دایمي غړو هېوادونو (روسیې فدراسیون، فرانسه او چین) هم منلی و او د بریتانیې هېواد خپله رایه ممتنع کارولې وه، د امریکا د متحده ایالتونو له لوري ویتو او قرارداد یې فسخ شو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې ادارې د منشور د ۹۹مې مادې پر اساس کولای شي چې داسې پېښې چې د هغوی په نظر نړۍوال امنیت ته ګواښ پېښ کړي، د امنیت شورا جلسې ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د غزې جګړې پېښه امنیت شورا ته لېږلې وه، خو په ډېرې سپین‌سترګۍ د امریکا د متحده ایالاتو له لوري ویتو شوه او ان له خپلو حریفو هېوادونو دایمي استازو څخه یې – چې له دوی سره په یاد مجلس کې مخامخ ناست و او د دغه قرارداد د تصویب لپاره یې رایې کارولې – هم هیڅ شرم ونه کړ او دغه قرارداد یې ویتو کړ کوم چې له مخې یې په غزه کې د سملاسي اوربند، د تلپاتې سولې او ټیکاو لاره خلاصیدای شي او یرغمل شوي کسان هم د همدغه قرارداد پر اساس خوشي کیدای شي؛ یعنی د امریکا متحده ایالاتو د جنګ دوام لپاره رایه ورکړه چې له تېرې یوې پېړۍ د ټولو جنګونو مستقیم یا غیرمستقیم برخه ده، کوم کې چې په سلګونه میلیونه انسانان په کې وژل شوي، هغوی اوس هم په جنګ ترکیز کوي.

داسې خلک او هېوادونه بیا راځي او د افغانستان په شان هېواد پر بشري وضعیت اندېښنه څرګندوي، دا په دومره سپین‌سترګي ترسره کوي چې هلته په غزه کې ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې تر اوسه له ۱۸۰۰۰ ډېر انسانان وژل شوي چې یوازې له ۷۰۰۰ څخه ډېر یې کوچنیان دي او دویمه درجه قرباني د مېرمنو ده، په داسې حال کې چې دلته بیا د ښځو د حقونو پر موضوع باندې د هغوی ځانګړې استازې مېرمن رینا

امیري په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت او څرنګوالي خبرې کوي او د دوحې فورم په نوم جلسې او غوڼدی جوړوي او هېوادونه د بشری حقونو پر نقض تورنوي چې دا په خپل ذات کې د هغوی د قول او عمل د تناقض واضح او ښکاره ثبوت دی؛ ځکه په غزه کې د انسانانو د وژل کېدو په حق کې رایه ورکوي او د جګړی پر دوام ټینګار کوي خو بلخوا په اوکراین کې روسیه د نړۍوالو اصولو پر ماتولو تورنوي او د جنګ ختمېدو هیله لري چې دا یو ستر سیاسي منافقت دی.

نه یوازې دا چې هغوی د امنیت شورا بلکې نن د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د ډسمبر په ۱۱مه ڼېټه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ غونډه کې د امریکا د متحده ایالتونو په مشرۍ د دوی ځیني متحدینو د هغه فیصلې چې یادې شورا د اوربند او تلپاتې سولې په نیت ترسره کړې وه، یو وار بیا مخالفت وکړ. د دغه پرېکړې په حق کې ۱۵۳ رایې وکارېدې په داسې حال کې چې مخالفت کې د امریکا په مشرۍ ۱۰ رایې واچول شوې او ۲۳ ممتنع رایې وکارېدې. لاندینی انځور کې تاسو د رایو شمېر کتلی شی چې د عمومي اسامبلۍ د تالارخونې په ټلوېزیوني سکرین لیکل شوي دي.

2-  ۱۵۳ موافقې رایې — ۱۰ مخالفې رایې او ۲۳ ممتنع رایې کارول سوې دي ـ انځور د م م س له پاڼې اخیستل سوی دی

له یوې خوا د بشري حقونو د دفاع او ملاتړ نړۍوالې نارې او هڅې او له بلخوا د فلسطین په موضوع کې د امریکا او حلیفو هېوادونو له لوري له نړۍوالې سولې پر ضد پرېکړو څخه دا ثابتیږي چې د بشري حقونو موضوع په نړۍواله کچه د همدوی له لاسه بدنامېږي، یو وخت به داسې راشي چې بیا به څوک د بشري حقونو د دفاع او ملاتړ خبره هم نشي کولای او هغه نړۍوال اعتبار او حیثت چې د کلونو کلونو هڅو په پایله کې د بشري حقونو موضوع ترلاسه کړی، بې‌اعتباره شي او د نړۍ په هر ګوټ کې به بیا د استبدادي او دیکتاتوري رژیمونو مخه خلاصه شي. هېوادونه به د ملګرو ملتونو پرېکړو ته هیڅ اعتنا نه کوي او نړۍ به یوځل بیا د زورورو او کمزورو هېوادونو په یوه میدان بدله شي.

که د ملګرو ملتونو پرېکړې په همدې ډول د یو څو هېوادونو له لوري د یو څو هېوادونو د ګټو خوندي کولو په موخه وکارول شي، لرې نه ده چې دا سازمان به هم د ملتونو د ټولنې یا جامعه ملل سازمان په برخلیک اخته شي او د یوه ناکاره ټولنې په عنوان به بلاخره د ورکېدو له ګواښ سره مخ کېږي.

Figure 3د ملتونو د ټولنی رسمی نښان

igure 4د ملګرو ملتونو د سازمان رسمی نښا

په دې کې تر ټولو ډېر مضحک عمل د اوکراین هېواد و؛ په داسې حال کې چې د یوه هېواد په عنوان همدا اوس د نړۍ د یوه ستر نظامي قدرت له جګړې سره لاس و ګریوان دی، په عمومي اسامبلۍ کې یې د اوربند خلاف رایه وکاروله او د جنګ دوام پر سر یې د تایید او تاکید مهر وواهه، هغوی به هم بیا له نړۍوالې ټولنې د ملاتړ او حمایت تمه لري.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍوال د فلسطین پر خاوره د اوربند او جنګ بندي په ملاتړ هره ورځ لا ډېر حمایت ترلاسه کوي او د فلسطین له خلکو سره نړۍوال سیاسي او اخلاقي ملاتړ ډېرېږي او اسراییل له دغه ملاتړ بې‌برخې کېږي، خو‎ بیا هم د نړۍ اکثره هېوادونه نه شي کولای د پنځو سترو هېوادونو د ویتو پرېکړو خلاف کوم لازم اقدام وکړي او که دا حالت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې نړۍواله همکاري او نړۍواله سوله به له ګواښ سره مخ شي او هغه خوب چې د نړۍ ملتونو د ملګرو ملتونو د رامنځ ته کېدو پر وخت لیدلی و، شرمنده تعبیر نشي او نړۍ به بیا د سترو هېوادونو او سترو نظامي قدرت‌لرونکو هېوادونو د تقابل او مسابقو ځای وي او کوچني هېوادونه به د هغوی دغو ظالمانه کړنو قرباني وي، نو همدا نن یې وخت دی چې د نړۍ سوله خوښوونکي هېوادونه په ملګرو ملتونو کې د یوه داسې رول په ترسره کولو کار وکړي چې نه یوازې د هغوی شتون او راتلونکی له ګواښ سره مخ نه وي، بلکې د نړۍوالې سولې د لا ښه کېدو او ټینګیدو لامل وګرځي او اجازه ورنه کړي چې دغه سازمان یا اداره نور د سترو هېوادونو د ګټو خوندي کېدو پر یوه پلیتفورم بدله شي او بالاخره دغه سازمان د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کړي.

Figure- 5 د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلې رییس دینس فرانسز

هیله ده چې د ملګرو ملتونو د منشور درناوی وشي او دغه سازمان د ملتونو د ټولنې یا «لیګ اېف ډي نیشنز» په څېر د ناکامۍ او شکست له سرنوشت سره مخ نه کړي او پرېږدي چې نړۍوال هېوادونه د دغه سازمان د منل شوي منشور سره سم خپل رول د نړۍوالې سولې او پرمختګ لپاره ترسره کړي، کنه د دې ادارې راتلونکی به هم د انحلال له ګواښونو سره مخ وي.

په نړۍ کې د سولې او پرمختګ په هیله

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.