ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
28 Sep 2020 - 20:14
author avatar
28 Sep 2020 - 20:14

دا ځل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ناسته، له يوې خوا د کرونا ويروس له اغېزو خوندي نه وه او د ياد ارګان په ۷۵ کلن تاريخي مزل کې دا لومړی ځل دی چې د غونډې تالار ته د هر هېواد يوازې يو ډيپلوماټ د ننوتلو حق لري او چوکۍ تر ډېره خالي او د غړو هېوادونو مشرانو د وېډيو له لارې خپلې ويناوې واورولې.

خو سربېره پردې دا ځل ښايي د خپل تاريخ په اوږدو کې تر ټولو له ناندريو ډکه اسمبلۍ وي. پوښتنه داده چې دغه ناندرۍ پر نړيوال وضعيت کومې احتمالي اغېزې درلودلای شي؟

دې پوښتنې ته له ځواب مخکې به د ملګرو ملتونو تاريخ ته لنډه کتنه وکړو.

ملګري ملتونه يا (UN):

ملګري ملتونه يو نړيوال سازمان او د ملتونو ليګ يا ټولنې ځای ناستی دی چې په ۱۹۱۹ کال کې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته په راتلونکې کې د نړيوالې جګړې د رامنځ ته کېدو د مخنيوي په موخه جوړه شوه. په ۱۹۳۹ کال کې د دويمې نړيوالې جګړې په پيلېدو سره د ملتونو ټولنه عملا ختمه شوه. په ۱۹۴۵ کال او نړيوالې جګړې له ختمېدو وروسته د ملګرو ملتونو منشور اجرا او ياد سازمان خپل کار پيل کړ. شعار يې د نړيوال امنيت ساتل، له بشري حقونو څخه دفاع، له نړيوالو حقوقو څخه ملاتړ او بشردوستانه مرستو رسول او …  دي.

په لومړيو کې يې ۵۱هېوادونه غړي و، خو اوس يې د غړو شمېر ۱۹۳ته رسېدلی.

دغه سازمان شپږ مهم ارکان لري:

عمومي اسمبلۍ (د ملګرو ملتونو سازمان مشورتي، نړيوال او اصلي رکن)

امنيت شورا ( د نړيوال امنيت او سولې لپاره د تصميم نيولو اصلي مرجع)

د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنيزه شورا

د ملګرو ملتونو دارالانشاء

د عدالت نړيواله محکمه

د ملګرو ملتونو قيمومت شورا  د ۱۹۹۴ کال د نومبر په لومړۍ نېټه يې کار پيل کړی.

ملګري ملتونه پر يادو شپږو اصلي ارکانو سربېره، د نړيوال بانګ پلاوی، د روغتيا نړيوال سازمان، د خوړو نړيوال پروګرام، يو نسکو او يونيسف ارګانونه هم لري.

تر ټولو مهم ارګان يې امنيت شورا ده چې( امريکا، بريتانيا، فرانسه، چين، روسيه) پنځه دايمي غړي لري او همدا پنځه غړي د وېټو حق هم لري.

په حقيقت کې همدا پنځه غړي د نړۍ د برخليک اصلي ټاکونکي دي، نو ځکه ډېری هېوادونه غواړي چې بايد د نړۍ برخليک ټاکلو کې ټول هېوادونه مساوي ونډه ولري او د دې کار لپاره د ملګرو ملتونو په جوړښت کې اصلاحات اړين ګڼي، خو ځينې نور بيا د يادو پنځو هېوادونو د ويټو حق پر خونديتوب ټينګار کوي چې دا يو مهم اختلافي ټکی ګڼل کېږي.

د قدرتونو سيالۍ:

که څه هم د نړۍ د سترو قدرتونو ترمنځ اعلان شوې جګړه نشته، خو په عمل کې په ډېرو جګړو کې د لويو قدرتونو رول پټ نه دی او يو له بل سره عملا د نيابتي او اقتصادي جګړې په حال کې دي.

له بلې خوا د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره د اقليمي بدلونونو ستونزو رامنځ ته کېدل هم د اندېښنې وړ دي.

که څه هم د اقليمي بدلون د مخنيوي په موخه نړيوالې ژمنې شتون لري، خو په عمل کې دغه ژمنې يوازې د کاغذ پر مخ ليکلو محدودې پاتې شوې او ځينې قدرتونه ځانونه ددې ژمنو پوره کولو کې مسوول نه ګڼي.

 دا ټول دد ې ښودنه کوي چې نړۍ تر بل هر وخت په ډېر حساس پړاو کې قرار لري.

سربېره پردې، ځينې هېوادونه د ملګرو ملتونو له مشورې او هوکړې پرته په خپل سر اقدامات کوي او د ملګرو ملتونو باور ته يې زيان رسولی.

له ناندريو ډکه ۷۵مه اسمبلۍ:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټيريش د عمومي اسمبلۍ ۷۵مې غونډې په پرانستونکو مراسمو کې د وينا پرمهال د راتلونکو ننګونو په اړه خبرداری ورکړ.

نوموړي د سړې جګړې خطر په اړه خبرداري په ورکولو سره وويل چې نړۍ د داسې اختلافونو د زغم توان نه لري.

ګوټيريش پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، خو له خبرو يې داسې ښکاري چې اشاره يې چين او امريکا ته وه، زياته کړه چې موږ په ډېر خطرناک مسير کې قرار لرو او نړۍ د داسې راتلونکې توان نه لري چې دوه لوی اقتصادي قدرتونه دې نړۍ دوې ټوټې کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله وينا کې وويل چې ملګري ملتونه بايد د کرونا ويروس د خپرېدو په خاطر له چين څخه د خپلو اقداماتو په اړه پوښتنې وکړې.

ټرمپ په خپل ويډيويي پيغام کې له برجام څخه د امريکا وتلو، پر ايران د سختو بنديزونو وضع کېدو او د سپاه پاسداران د يوه پخواني قوماندان قاسم سليماني وژل کېدو ته هم اشاره وکړه.

د چين ولسمشر شي جين پېنګ وويل چې هېواد يې د کرونا ويروس د خپرېدو له مخنيوي سره د مبارزې لپاره د نړيوالې همکارۍ غوښتونکی دی او له هېڅ هېواد سره د سړې جګړې نيت نه‌ لري.

شي جين پنګ د تمدونونو د ټکر د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

د ايران ولسمشر امريکا ته په خطاب کې وويل چې نور دې سلطې او خپل سرۍ وخت ختم شوی او امريکا نه پر ايران خبرې تپلی شي او نه هم جګړه.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپله وينا کې د ناټو د دايمي غړو د ويټو حق پر اړتيا ټينګار وکړ، ويې‌ويل چې احتمالي اصلاحات بايد د امنيت شورا له ۵ دايمي غړو دا حق وانه‌خلي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان بيا وويل چې د ملګرو ملتونو د نفوذ د بيا زياتېدو لپاره دې په لومړي قدم کې د امنيت شورا جوړښت اصلاح شي.

نوموړي زياته کړه چې د نړۍ له ۷ميلیارډو ډېرو انسانانو برخليک يوازې پنځه هېوادونه ټاکي، دا نه يوازې عادلانه نه دی، بلکې د پايښت وړتيا هم نه لري او اصلاح يې اړينه ده.

د سعودي عربستان پاچا بيا خپره وينا تر ډېره پر ايران نيوکو ته بېله کړې وه او له نړيوالو يې وغوښتل چې ايران ته دې د ډله ييزې وژنې وسلې ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي.

ملک سلمان خبرداری ورکړ چې د سعودي دولت به د خپل ملي امنيت د دفاع لپاره په هېڅ وجه لټي او کوتاهي ونه کړي.

دې ټولو ناندريو ته په پام سره داسې اندېښنې پيدا کېږي چې که وضعيت همدسې دوام وکړي نو نړۍ به بد لوري ته روانه شي او په تېره بيا هغه هېوادونه به سخت وځپل شي چې لا تر اوسه يې اقتصاد پر نورو تکيه کوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 3

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.