د افغانستان سرپرست حکومت په کابل کې د امریکا له خوا د ایمنالظواهري د وژل کېدو د اعلان په اړه وایي، د ایمنالظواهري د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هیڅ معلومات نه لري او په اړه به یې کشفي او استخباراتي ارګانونونه څېړنه وکړي.
د افغان حاجیانو د بېرته راستونې لړۍ، نن د کابل هوایي ډګر ته د هغوی د وروستۍ ډلې په رارسېدو سره بشپړه شوه.
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله – چې درې لوبغاړي او يو روزونکى په کې شامل دي – تېره ورځ ناوخته د اسلامي هېوادونو ورزشي سیالیو کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړه.
کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ته دنده سپارلې چې د یادو کسانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د کابینې بلې غونډې ته یې وړاندې کړي.
که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په دې اړه د نړۍ یو شمېر هېوادونو، سیاستوالو او افغان شخصیتونو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې(UNDP) مشر وایي، افغانستان له ننګونو سره سره په ناهیلي حالت کې نه دی او دغه اداره یې هم د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په اوو ورځو کې یې څه باندې ۴۸۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، د کابل په کرکټ لوبغالي کې هغه چاودنه غندي چې ۱۹ کسان په کې وژل شوي، خو امنیه قومانداني وایي چې په دې چاودنه کې یوازې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ازبکستان د چارو ادارې مشر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېلپټلۍ د سروې چارې به روانه اونۍ په افغانستان کې پيل شي.
په کابل کې د چاپان سفیر د ریاستالوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دي او له افغانانو سره به ګډ کار وکړي څو دغه هېواد دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره د مکالماتي او انټرنټي بېو پر ټیټوالي خبرې کړې دي.