د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د عزیزي انرژي ګروپ مشر له ملا عبدالغني برادر اخند سره په کتنه کې د دغه ګروپ له خوا د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید پروژې د لومړي فاز چارو د ژر پيلېدو ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ۲۰۲۵ د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون لپاره د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ته د بلل شوو ۲۳ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وایي، د «جهادي اثارو» د ساتنې په موخه د جهادي موزیمونو سربېره «جهادي ارشیف» هم جوړېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د مسکو او کېیف ترمنځ د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هڅو سربېره، د پوتین او زلینسکي ترمنځ هیڅ کومه لیدنه پلان شوې نه ده.
د امریکا ولسمشر اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام پچهاچونه به د روان کال په ډسمبر میاشت کې په واشنګټن کې ترسره شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) اعلان کړی چې دغه اداره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق (یونیسف) سره د بېځایه شوو ماشومانو خوندیتوب لپاره د همکارۍ یو ستراتیژیک پلان لاسلیک کړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، غواړي خبریالان د بشري هڅو لیدو لپاره غزې ته د دننه کېدو اجازه ولري.
د افغانستان د ازادو سیالیو پېژندل شوی لوبغاړی بازمحمد مبارز د لومړي ځل لپاره د مویتای په حرفهيي سیالیو کې له یوه بحریني ورزشکار سره لوبېږي.
د غزې عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور کسان هم د لوږې له امله مړه شوي دي.
د امریکا ولسمشر له ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې مخکې ویلي چې کېیف او مسکو دواړه باید د جګړې پای ته رسېدو لپاره د خپلو خاورو له یوې برخې تېر شي.
اسټرالیا اعلان کړی چې راروانه میاشت (سپټمبر) به د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې ناسته کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د روان میلادي کال د جولای تر ۲۶مې یو میلیون او ۶۶۸ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.