. . .
د منځنۍ اسیا هېوادونو او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د سیمې هېوادونو له ډلې د افغانستان او اوکراین د حالاتو په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر له افغانستان سره د سویډن بشري مرستو له ډېرېدو خبر ورکړی دی.
د کابل امنیه قومنداني وایي، ځواکونو یې په کابل ښار کې د غلار په تور پنځه کسان نیولي دي.
د هېواد مرکزي بانک له ټولو هغو کسانو چې د صرافۍ او پولي خدمتونو برخو کې له جواز پرته فعالیت کوي، غوښتي چې ژر تر ژره دې جواز ترلاسه کړي.
د کابل ښار خیاطان د روژې په میاشت کې د خپل کاروبار له ښه کېدو خبر ورکوي او وایي، پر ټولو اقتصادي ستونزو سربېره، د تېرو کلونو په پرتله یې کاروبار ښه شوی دی.
د ترکیې د بشر دوستانه مرستو څلورمه جوپه تېره ورځ د« د مهربانۍ کاروان» تر عنوان لاندې له انقرې نه افغانستان ته واستول شوه.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت، د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو د سرپرست حکومت پر پرېکړې، اندېښنه وښوده.
د ملي پراختیا شرکت دې ته په اشاره چې پر ۶۸۹ پروژو کار کوي او د ۳۹۶ پروژو چارې یې بشپړې کړې، وايي، هغه کسان چې په مخکني حکومت کې یې کار کړی، اوس هم ټول خپلو دندو ته ورځي او اوسنی حکومت یې ملاتړ کوي.