په بلخ ولايت کې د اته ميليونه افغانيو په لګښت پر آقچې سيند د يوه پله د جوړولو چارې پيل شوې.
د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، په دغه ولايت کې نږدې ١٧٠٠ ماشومان پر سختو او درنو کارونو بوخت دي چې له دې ډلې ١٤١ يې په لارو او کوڅو کې سوالګري کوي.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار دویمې ناحیې مربوطاتو کې د اورلګېدنې له امله يو کس مړ شوى او خلکو ته یې شاوخوا يو ميليون افغانۍ زيان اړولی دى.
د بلخ ځیني اوسېدونکي د ولایت حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه کې، د بستر له کموالي شکایت لري او ټينګار کوي چې دغه ستونزه بايد هواره شي.
د بلخ ولایت امنیتي مسوولین وایي، په مزار شريف ښار کې له غلو څخه يې اته عرادې موټر، یو شمېر وسلې، مهمات او نور توکي ترلاسه کړي دي.
د بلخ مرکز مزار شریف ښار کې لسګونو ښځو د یوې غونډې په ترڅ کې، د حجاب له رعايتولو څخه ملاتړ وکړ او دا يې يو اسلامي حکم وباله.
د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت د تېر کال په نسبت د تازه مېوې حاصلات ٦٠ سلنه ډېر شوي؛ خو بڼوال بیا دې ته اندېښمن دي چې د حاصلاتو پلور ته یې بازار نشته.
بلخ کې د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ریاست د غونډو تالار د شهید پروفیسور ډاکټر نادر عالمي په نوم ونومول شو.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې ترافیکي اشارې غیر فعاله دي چې له امله يې بېنظمي ډېره شوې او ترافيکي پېښې هم رامنځته کېږي.
په بلخ کې د دغه ولایت د ولسوالیو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د خلم ولسوالۍ په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د دغه ولایت د تاریخي ابدو ساتنې او بیارغونې ته جدي پاملرنه وکړي.