Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
ځايي مسوولین وايي چې په بدخشان او لغمان ولایت کې د باران او سېلابونو راتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د لغمان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشومه مړه شوې ده.
د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې یې نږدې ۳۰۰ جریب کوکنار اړولي، خو کروندګر بیا له حکومته د بدیل کښتونو برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې له پاکستانه راستنو شوو څه باندې ۱۶۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
حکومتي مسوولین وايي چې د وروستیو ورښتونو له امله په هلمند او لغمان ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په دولتشاه ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ۸۰ زدهکوونکي پر سکبیس ساري ناروغۍ اخته شوي دي.
د لغمان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ اړمنو ښځو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه بېلابېلو برخو کې پنځه کارخونې پرانیستل شوې دي.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وايي، تېر کال په مهترلام ښار او دوو ولسوالیو کې د کبانو روزنې ۴۰ نوي فارمونه جوړ شوي دي.
د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۵۰ ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوې او یوازې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوې ده.
لغمان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مسوولین وایي، په قرغیو ولسوالۍ کې یې د۵۰۰ مترو په اوږدوالي یو استنادي دېوال جوړ کړی دی.
لغمان کې د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې یې د ۱۹ میلیون افغانیو په ارزښت د دوه سوه زره مېوه لرونکو او بېمېوې نیالګیو اېښودو لړۍ پیل کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن